د نواندیشی د خبر او نظر میز : ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ لکه څنګه چی اټکل کیده د دوحی بین الافغانی ناسته هم یوازی د یوی تشریفاتی اعلامیی په خپریدو پای ته ورسیده او په داسی حال کی چی شهزاده عبدالله عبدالله ته شیبه په شیبه له نوی ډهلی څخه چی هلته یی کورنۍ استوګنه لری تلفن راتلو او اولادونو یی انتظار ایسته یوازی د یوه مطبوعاتی کنفرانس پر سر را څرګند شو او ویی ویل چی خوشحاله یم نن دافغانستان لپاره د سرنوشت ټاکونکی غونډی پای اعلانوم او باور لرم چی په نږدی راتلونکی کی به دغه غونډی لازمی پایلی ولری .په دغه مراسمو کی ملا غنی برادر هم لنډه شانی وینا وکړه . خو ترټولو مهمه داچی دغه غونډی ته چی اولس کومی هیلی درلودی اواختریز اوربند ته یی لویه هیله درلوده خو ددی سره سره کیدای شی د تیر په څیر داځل هم چی د ملا هیبت الله آخند په نوم خپاره شوی پیغام کی یی هم یادونه نه ده شوی او د دوحی په ناسته کی هم ورته کوم ځانګړی ځای نه دی ورکړای شوی ناڅاپه د اوربند خبر خپورشی بیشتر بخوانید »
