لکه څنګه چی خبر یاست تیره شپه د کابل پروخت د شپی نه بجی او پنځوس دقیقۍ په کابل ښار کی دوه چاودنی وشوی چی خبریی د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ایکس یا ټویټر پاڼه کی خپور کړ اوویی لیکل چی: د کابل په ښار کې د یوې چاودنې غږ اوریدل شوی.خو څوک دې تشویش نه کوي، خیر او خیرت ده، د حادثې پلټنه روانه ده، تراوسه د کوم زیان په اړه راپورنه دی ورکړل شوی. رښتیا هم خیراوخیرت دی چی د پاکستان بی پیلوټه الوتکی راځی او ستا د هیواد په پلازمینه کی خپلی موخی په نښه کوی اوچی کله خپلو موخو ته ورسیدل نو په ډاډه زړه بیرته خپلو بارکونو ته ورګرځی . الله مو هوښیار کړه ! دا د دنیا مال په دی ارزی چی دومره غټ دروغ ووایاست ، تاسو چا ته فریب ورکوې؟ . زموږ باوری سرچینی چه تل یی په کابل کی استخباراتی کړی تر څارنی لاندی نیولی دی خبر راکوی چی د طالبانو د استخباراتو ریاست د پاکستانی طالبانو د تحریک TTP دمشر نورولی محسود دوژلوخبر چی د پاکستانی بی پیلوټه الوتکو په وسیله ووژل دی تائید او کره کړی دی .دا برید په داسی حال کی تر سره کیږی چی د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقی هند ته چی د پاکستان یو تاریخی دښمن بللی شی په یوه پنځه ورځینی سفر بوخت دی کتونکی وایی چی دا وژنه هند ته د امیر خان متقی د سفر لومړنی څرکونه دی چی د افغانستان ګلالې خاوره یی د اسلام او محمدی شریعت په نوم د پردیو په ځانګړی توګه د پاکستان په څیر ناولی هیواد بی بیلوټه الوتکو د ښکار ډګر جوړ کړی دی . راځی دی زمو ږ په خاوره کی دی انسانان رانیسی او ښکار کویی د ی !!
