د شخړو د حل په عملیه کې د مفاهمې او خبرو کولو عملیه او بهیر کې لاندې مهم تخنیکونه له تاسو سره مرسته کولای شي
*په بشپړ ډول غوږ نیول ( په غوږ سره د هغوی غږ ته پاملرنه کول، په مغزو سره د کلماتو او جملو مفهوم او په زړه سره د هغو د خبروسره مل احساساتو او هیجاناتو درک ته پاملرنه کول) له تاسو سره مرسته کوي چې درناوي وساتل شي او د پوهیدنې فضاء رامنځته شي. *د بدن ژبې مثلا: د سترګو ، مخ ، لاسونو او عمومي بدن وضعیت ته پاملرنه کول . دا پاملرنه له تاسو سره مرسته کوي چې د مقابل لوري وضعیت درک کړئ او په ضمن کې خپل آرامش وساتئ. *د بیا څرګندولو اووضاحت لپاره د اړونده مناسبو پوښتنو مطرح کول له تاسو سره مرسته کوي چې نه یوازې د هغوی د خبرو په مطلب د پوهیدنې ډاډ ترلاسه کړئ بلکې دغه کار هغوی ته داسې اطمینان ورکوئ چې تاسو هغوی اورئ. دا په هغوی کې د آرامش وضعیت ته را ګرزیدنه آسانه کوي.
“بې له دې چې د هغوی متقابل ځواب او یا خبرو ته عکس العمل وښئئ . خپل احساس د زه په وییلو – زه احساس کوم چې… “زما په اند…” *د بل طرف د احساساتو په اړه د جنجالي فرضیو او رد کولو… څخه په کلکه د ځان ساتنه اومناسب نرم مخنیوی وکړئ.
هم خپل او هم د بل طرف احساسات وپېژنئ ، له هغوی احساساتو سره د موافقت او رضایت نلرلو سره سره هم ، د هغوی وجود یا شتون ومنئ. یعنې:د احساساتو اعتبار ومنئ په عاطفي هوش یا هوښیارتیا کار وکړئ
د بل چا ارزښتونه او نظرونه په پام کې ولرې او درناوی یې وکړئ ، ځکه چې د هر چا ارزښتونه هغوی ته ډیر مهم دي.، د توپیرونو درناوی وکړئ. ټول انسانان یو شانته تصورات نلري – هر انسان له خپل تصورلري او له هغه څخه نړۍ او مسایلو ته ګورو او یو څه ویني.، د خبرو په منځ کې د وړاندې تګ یا بریا او یا شاته تګ او را بندیدو وضعیت او احساساساتو ته پاملرنه وکړئ – له را بند شوي وضعیت څخه د خلاصون او پرمختګ لپاره د پوښتنو او مثالونو یا د نورو خلکو او ورته ټولنو ورته حل لارو قصې وکړئ. له خپل وضعیت سره مقایسه او له هغو څخه زدکړه وکړئ.
خپل ځان د بل چا په ځای کې تصور کړئ. که تاسو خپل ځان له ورته وضعیت سره مخامخ ووینئ. تاسو به څنګه عمل کاوه؟د هغوی د وضعیت درک او په هغه پوهیدل ، د هغوی د احساساتو تایید کول او د اړینې مرستې وړاندیزکولو مه هیروئ. لکه : زه څه مرسته کولای شم؟ .او نور.
د یوه حل یا د یوه تنګ تصور، فکر او نظر څخه د خلاصون فضاء او نورو حل لارو او نوي ترکیبونو تعمیر ته لاره جوړول. ، د ګډو حلونو لټون ، د نوو لارو چارو پلټنې ته لاره رڼا کول
ټوکې، سپکاوي، طعنه ، فریب او ټکي څخه ساتنه کول ، له عمومي کولو (“تاسې تل…تاسې ټول”) څخه مخنیوی کول ، د تور، اتهام ، شرمولو، بې عزتي او ملامتي بارولو له هڅو څخه په کلکه مخنیوی کول
دا تخنیکونه د اختلاف او شخړو د حل لپاره خبرو (مفاهمې ) کې مرسته کوي. په دې سره کولای شئ متقابله پوهه، درناوی او همکاري کول رامنځته کړئ. په پورته توګه ټکي هر یو د خپل مهم رول سره سره له یو بل سره ډیر نږدې تړاو هم لري . دغه ټول د یو بل حمایت او پالنه کوي. ټول په ګډه د اختلاف یا شخړو د حل لپاره د ښه افهام او تفهیم او شخړو حل لپاره اړین بنسټ ، غولی او فضاء برابروي. تاسو کولای شئ په خپل وضعیت که له ټولو یا له اړونده یوه یا څوو څخه ګټه واخلئ
