ملا عبدالغني برادر، د افغانستان د اسلامي امارت د اقتصادي چارو مرستيال لومړی وزير، د سوداګرو ټولنې استازو ته د وينا پر مهال څرګنده کړه چې د افغانستان د اقتصادي خپلواکي د بنسټ اېښودلو لپاره بايد له پاکستان څخه د بديلو سوداګريزو او ترانزيتي لارو موندلو په موخه جدي هڅې وشي. نوموړي ټينګار وکړ چې د اسلاماباد د يو اړخيزو تګلارو او سياسي فشارونو ته د سر ښکته کولو پر ځای بايد د متوازنې، باعزته او متقابلو اقتصادي همکاريو نوې پالیسي رامنځته شي.د برادر څرګندونې په داسې نازک حال کې رامنځته شوې چې پاکستان د ډيورنډ پر لانجمنه کرښه د تګ راتګ دروازې په وار وار او په يو اړخيز ډول تړلې دي، چې له امله يې افغان سوداګرو او بزګرانو، په ځانګړي ډول د مېوو او سبزيجاتو د صادراتو پر مهال، درانه اقتصادي زيانونه زغملې دي. د نوموړي وينا يوازې يو اقتصادي پيغام نه و، بلکې د يوې ستراتيژيکې پرېکړې او ملي شعور د ويښتابه څرګندونه وه، يو داسې تحول چې د افغانستان اقتصادي سياست له عکسالعمل څخه د شعوري او اوږدمهاله تګلارې پر لور بيايي.سره له دې چې په بېلابېلو تعاملاتو او ليکنو کې مې له اوسني حالت سره له مخامخ کيدو څخه د مخنيوي لپاره بیا بیا هڅې کړې دي، خو دَ پاکستان لخوا د غلطو او ناسمو تګلارو له امله بالاخره حالت هغه ځای ته ورسيده چې ويره يې وه او له پیل څخه یې مخنيوی کېدای شو. پاکستان له لسيزو راپدېخوا د سوداګري لارې د فشار د وسيلو په توګه کارولې دي، چې نه يوازې دوه اړخيز باور يې کمزوری کړی، بلکې د يوه نامساوي او له دوه اړخيز درناوي پربنسټ د ولاړو اړيکو نشتوالى هم څرګندوي.له کلونو راهيسې اسلاماباد سوداګريزې لارې او ترانزيتي اسانتياوې د سياسي فشار وسيله ګرزولې دي، او ډيورنډ پر لانجمنه کرښه يې دروازې يې د ډيپلوماټيکو شخړو پر مهال تړلې دي. دغو اقداماتو نه يوازې سوداګري ګډوډه کړې ده، بلکې د دواړو خواوو د خلکو عادي ژوند يې هم اغېزمن کړی دی. د ملا برادر پيغام څرګند او ستراتيژيک و: «د افغانستان اقتصاد به نور د پاکستان د تګلارو يرغمل نه وي.» نوموړي د ايران د چابهار بندر، د منځنۍ آسيا دهليزونه او نور سيمهييز لارې د متنوع کولو غوښتنه وکړه چې د اقتصادي خپلواکي او حاکميت لپاره يو شعوري ګام دی.کابل له خپلو صادروونکو او واردوونکو سوداګرو څخه غوښتي دي چې بديلې لارې ولټوي او په تدريجي ډول پر پاکستان خپله تکیه کمه کړي. سربېره پر دې، له پاکستان څخه د درملو پر وارداتو هم بنديز لګول شوي دي او د دروازو پرانستل تر هغو پورې معطل ګرزول شوي چې پاکستان يوه څرګنده ډاډمنه ژمنه وکړي چې نور به د ډيورنډ کرښې دروازې په يو اړخيز ډول نه تړي. د افغانستان دريځ د غچ اخيستلو سياست نه، بلکې د عدالت، متقابل درناوي او د باور پر بنسټ سوداګري لپاره يوه مشروع غوښتنه ده.له اوږدې مودې راهيسې پاکستان هڅه کړې چې افغانستان ته د اقتصادي زيانونو اړولو له لارې سياسي امتيازات ترلاسه کړي، خو دغې تګلارې اوس خپل اغېز له لاسه ورکړی دی. افغانستان، د سيمې له هېوادونو سره د خپلو اقتصادي اړيکو، د سوداګري لپاره د متنوعو دهليزونو، او د کورنيو زيربناوو د پراختيا له لارې، د پاکستان هغه سياسي او اقتصادي نفوذ کمزوری کړی دى چې پخوا يې درلود. کابل اوس مجبور شو چې په زغرده ووايي؛ اقتصادي همکاري او پرمختګونه د يو اړخيزو پريکړو پر بنسټ دوام نه شي کولای.پيغام څرګند دی: افغانستان نور د سيمې په اقتصادي سياستونو کې د تابع رول نه مني. برعکس، دغه هېواد د برابري، دوه اړخيزې درناوي، شفافيت او متقابلو ګټو پر بنسټ د اړيکو غوښتنه کوي.په داسې حال کې چې سيمه د متقابل اتصال او اقتصادي يووالي پر لور روانه ده، د پاکستان زړې وسلې او وسيلې کاروي، د ډيورنډ پر کرښه سياسي لوبې، اقتصادي فشارونه او د ترانزيټ محدوديتونه رامنځته کولو ستراتیژی ورځ تر بلې له وخته تېرې او بېاغېزې
ښکاري. د افغانستان پر اقتصادي لارو د يو اړخيز کنټرول هڅې نه يوازې د پاکستان سياسي باور کمزوری کوي، بلکې دغه هېواد له يوې داسې سيمې څخه لرې کوي چې اوس د ګډو همکاريو پر لور خوځېدلې ده.په پاى کې، د ملا برادر وينا يوازې اقتصادي پيغام نه وو، بلکې د افغانستان د اقتصادي خپلواکي او پرمختګ لپاره د يو ملي استقامت او تګلوري څرګندونه وه. دغه پرېکړه، چې د سوداګري ټولنې بشپړ ملاتړ ورسره مل دی، څرګندوي چې اقتصادي خپلواکي اوس د افغانستان د بهرنۍ او سوداګريزې تګلارې بنسټ جوړوي. پيغام يې روښانه دی: د افغانستان خپلواکي، نه سياسي او نه هم په اقتصادي برخه کې د معاملې وړ ده.
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید