د نواندیشی د هنر او ادب میز : ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ د اجتماع دجراثیمو په غیږ کی کی هرڅوک په خپله ځان غورځوی او نه پوهیږی چی دا وضعیت دوی او د دوی ټولوهم ضنفانو ته مهلک اثر لری.ښه نو دا د جمعیت جراثیم څه شی دی؟ دا بډې خواره یا رشوتخواره دی چی د مهلکوجراثیموغوندی د اجتماع حیاتی منابع مسموموی اوفنا ته یی ورسوق کوی ، ددی خبری دلیل دا دی چی په هر ملک کی چی بډې خواره یا رشوتخواره پیداشی دهغوی په واسطه حق اوباطل، رښتیا اودروغ سره ګډوډ شی بیا نو نه حق او رښتیاؤ خپله ثمره مرتبیږی او نه په باطل اودروغ باندی څوک ترټل کیږی......بلکه کله دا هم وشی چی حق اورشتیا ویونکی دباطل اودروغ پالونکو لخوا داسی غوبل شی لکه بوس د خرو د پښولاندی په دغه شان سره بډی خواره په هر اجتماعی مقصد کی خپلو شخصیاتو ته دخل ورکوی اوله دغی پلوه څخه دظلم په ترویج کمک اوکوښښ کوی بیشتر بخوانید »
