په نړيواله کچه د پرمختګونو ترشا بنسټیز لاملونه یو له بل سره نښتي او په ګډه د ملتونو د بریاو انځور جوړوي. د ساينس او تيکنالوژي په برخه کې د لوړو زده کړو په ښکلا سمبال بشري ځواک د بشپړې خپلواکي او په نړيواله ټولنه کې د درنښت وړ مقام ترلاسه کول تضمينوي، پداسې حال کې چې د وخت له بدليدونکو اړتیاو سره سمې روڼې او حساب ورکوونکې دولتي ادارې او د قانون حاکمیت د ولس او حکومت ترمنځ د باور فضا رامنځته کوي. سیاسي ثبات او په حکومتولي کې د خلکو پراخ ګډون ټولنه د برياو په لاره برابروي. له طبیعي زېرمو څخه اغېزمنه ګټه، اقتصادي تنوع، د صنعت وده، او د صاداراتو پرمختګ د هېوادونو اقتصادي ځواک زیاتوي. پرمختللې زیربناوې، لکه برېښنا، سړکونه، انټرنېټ، او شفاف عامه خدمتونه د پانګونې د پراختیا بنسټونه دي. له دې څخه ورهاخوا پرمختللي ملتونه له نړیوالو بدلونونو سره د انعطاف منونکي چلن له لارې په خپل وخت غبرګون ښيي. دا ټول لاملونه د یوې داسې ټولنې انځور وړاندې کوي چې پوهه، عدالت، اعتماد، او ګډو موخو ته ژمنتیا پکې د پرمختګ معيارونه ګرزيدلى وي.
. د سترو علماو لکه ابوريحان البيروني بوعلي سينا، ناصر خسرو بلخي محمود طرزي او عبدالرحمن پژواک په شان پوهانو په هېواد کې متاسفانه تر ټولو ښکته تنخوا د ښوونکي ده چې نتيجه يې نن زموږ په ټولنه کې ورځ تر بلې په مسلسل ډول د ښوونې او روزنې ښکته کچه ده او دغه بوږنوونکى حالت لاهم په تيزي سره نزولي حرکت کوي. زموږ خاوره له سرو زرو خو فکرونه د ډله ييز او توکميز تعصب له خځلو ډک دي. دغه تقابل ، دغه غميزه او همدغه نفسياتي زوال له خپل ځان سره زموږ د جګړو نتیجه ده، یوه نه ختمېدونکی جګړه د فکر او احساس ترمنځ جګړه، د روایت او حقیقت ترمنځ جګړه، د تقدیر او انتخاب ترمنځ جګړه، د ړوند تقليد او ملي ويښتابه ترمنځ جګړه. جاپان له اټومي دوزخ څخه کنډ کپر راپاڅېده او د ښوونځي د دروازې له لارې يې د خپل عروج لوړ برجونه جوړ کړل، جرمني د مات شوي نازیزم د شرم له غار څخه راووت، له زده کړو، تيکنالوژي، صنعت او له نورو سوله ييزو لارو څخه په ګټه اخیستنه يې وياړونه وګټل او اوس د اروپا مخکښ هېواد دى. رواندا، چې په يو بل باندي يې د خپلو خلکو د ظلم له لاسه ژړل، نن د افریقا اقتصادي زړه دی، ځکه چې هغوى يو بل ومنل، یو بل ته يې غوږونه ونيول، د يو بل اړتياوې يې درک کړې او د يو بل په مقابل کې يې د قهر پر ځای د عقل او عواطفو لاره ونیوله.خو موږ؟ موږ لا هم د هغه ذهني استعمار قرباني یو چې يو بل ته له غوسې رېږدو. د يو بل ښکته کولو، ځورولو، ماتولو، سپکولو او وژلو ته لارې لټوو، پوهنتونو ته مو ځولنې اچولې دي. زموږ ټولنيز جوړښت د تضاداتو ډګر دى. چا ته مدرسه د ټولنې د اوږو بار او افراطیت ته د ودې ورکولو زانګو او چاته پوهنتون د فحاشي او سيکولريستي افکارو خپروونکې ښکاريږي، د مفکورې خاوند ته بدعت ګر، او د سولې پلوی ته د بېغیرته خطاب کوو. دلته وژونکي اتلان ياديږي خو دَ زده کړو په ډګر کې د اتلانو نومونه خو څه چې قبرونه يې هم نه پيژنو. موږ لا هم له خپلو نفسياتي رنځونو سره لاس او ګریوان يو، او د يو بل په وړاندې د دښمن په کور کې را ټوليدل د افغانستان د ستونځو د حل لارو لټولو هڅه ګڼو، خو د سولې نوښتګر ته غدار وايو. دا داسې ستم دی، لکه یو ملت چې خپل قاتل ته چکچکې وهي، او په خپل خواخوږي باندې لعنت وایي. افغانستان د ټولو ګډ کور او په ګډه د دغه کور جوړول د هر افغان دنده ده.
له ورور سره سوله کول د کمزوري او ماتې نښه نه ده، بلکې د جرئت تر ټولو بډایه بڼه ده. سوله هغه وخت معنا لري، کله چې انسان د غچ پر ځای بښنه انتخاب کړې، د انتقام پر ځای انصاف، د “ما” پر ځای په “موږ” باندي تمرکز وکړي او د انحصار پرځاى مشارکت غوره وګڼي. سوله د دښمن په غولي ناست او په دروازه کې ولاړ د خيرات له غوښتلو نه بلکې په خپله خاوره له خپل افغان مخالف سره په کيناستو ترلاسه کيږي.موږ باید د خپل تاریخ له کږو لارو څخه تېر شو، د فکر، اعتدال، او د انسانیت له ارزښتونو سره یو نوی تړون وکړو. هغه ولسونه چې د خپلو زخمونو له درملنې څخه وېره لري، هیڅکله به د صحت پر لور ګام وانخلي. موږ باید پر خپلو ناسوري ټپونو ګوتې کېږدو، د خپلو سترو غلطیو نومونه واخلو، او د راتلونکي نسل پر وړاندې د بخښنې، عمل، او د بدلون کلتور نندارې ته وړاندې کړود افغانستان تقدیر به هغه ورځ بدلېږي، کله چې د مدرسې شاګرد له انجنیر، اقتصادپوه، او ژورنالیست سره په ګډه د وطن د زخمونو په درملنه فکر وکړي. کله چې د جومات ملا د پوهنتون استاد ته غوږ ونيسي، کله چې د سیاستوال له خولې د قوم ژبې قشر او ډلې نه بلکې د انسانيت خبره وشي . دا به هغه وخت وي، چې د وطن ریښې به ژورې، او زموږ د بقا فلسفه به له وینو څخه نه، بلکې له فکري وږمو څخه را وټوکيږي.پرمختګونه د هغو ولسونو حق دى چې له ځان، دین، ولس، وطن او وخت سره ريښتوني پاتې شوي وي. هغوى د راتلونکي نسل لپاره جګړې نه، بلکې کتابتونه ټيکنالوژي ساينسي لاسته راوړنې په ميراث پريږدى، د نفرتونو دیوالونه نه، بلکې د نښلولو لپاره قانوني اصلاحات، پلونه، بيرزووينې، ورورولي ته وده ورکوي، ویش او بيلتون نه، بلکې د يوځاى کيدلو، يو بل منلو او زغملو دود يې رامنځته کړى دى. که موږ دا کار ونه کړو، تاریخ به موږ د خپلواکي لپاره د قربانیو ورکوونکى ملت په توګه نه، بلکې جګړه کوونکي ولس او د فرصتونو له منځه وړونکى ملت په نوم ياد کړي او دا به له هر ډول ماتې، له هرې بيوزلي او له هر رنګ احتیاج څخه بد نوم وي.
