افغان نامتو لیکوال او شاعر عیسی محمد چه په عصمت قانع مشهوردی په خپله یوه لیکنه کی د خدای بښلی سناتور چکنوری له قوله د شهید محمد موسی شفیق له خولې خبره کوله چې د هلمند د اوبو د لانجمنې موضوع په هکله یې ویل: باید یو څوک پیدا شي چې له ایران سره د هلمند د اوبو کشاله د افغاني مفاداتو له زاویې حل کړي. موږ د ګاونډیو د بد اعتماد، بد باور او بد نیت د تداوم په نتیجه کې د دوامداره کړکېچ خواته تللای شو.ارواښاد شفیق ویل چې د حیاتي مسایلو پرسر په غیر علمي شعارونو د ملت په زړه کې موقتي محبوبیت د سیاسي شهرت وسیله ګرځېدلای شي، خو د ملت د تلپاتې مفاداتو د خوندیتوب او حفاظت هڅې د پاخه شعور، ارام ذهن او سړې سینې کار غواړي.احساساتي شعارونه، غیر عملي ګواښونه او د مقابل جهت د ټولو ګټو د پایمالولو په قیمت د خپلو ګټو د ساتلو لاره بالاخره پر ګړنګونو ورځي.شهید شفیق هماغه څه وکړل چې د خپل مظلوم ملت د ګټو، مفاداتو او ثبات شعور یې ورته حکم کاوه. بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید








