افغانستان د ټولو ګډ کور او په ګډه د دغه کور جوړول د هر افغان دنده ده. له ورور سره سوله کول د کمزوري او ماتې نښه نه ده، بلکې د جرئت تر ټولو بډایه بڼه ده. سوله هغه وخت معنا لري، کله چې انسان د غچ پر ځای بښنه انتخاب کړې، د انتقام پر ځای انصاف، د "ما" پر ځای په "موږ" باندي تمرکز وکړي او د انحصار پرځاى مشارکت غوره وګڼي. سوله د دښمن په غولي ناست او په دروازه کې ولاړ د خيرات له غوښتلو نه بلکې په خپله خاوره له خپل افغان مخالف سره په کيناستو ترلاسه کيږي. بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید








