له پیښور څخه خپریدونکی تلویزیونی شبکی خیبر نیوز او د پاکستان نورو خبری آژانسونو د خیبر پښتونخوا د لومړی وزیر علی ګنډاپور د یرغمال کیدو اویا هم زندانی کیدو خبرونه خپاره کړی دی . ددغه خبر په اوریدو د پاکستان د کورنیو چارووزیر د خبریالانو په وړاندی وویل چی له بده مرغه د خیبر پښتونخوا لومړی وزیر علی امین ګنډاپور نه یواز د کورنیو چارو وزارت په ؤلکه کی نه دی بلکه د پاکستان هیڅ یوی اداری لخوا نه دی نیول شوی . ددغه مطبوعاتی ناستی په ترځ کی د خیبر پښتونخوا والی عبدالکریم کنډی چی د پاکستان له پوځ سره نږدی اړیکی لری وویل چی علی امین ګنډاپور نه غواړی چی د انصاف ګوند بنسټ ایښودونکې عمران خان له زندان څخه راؤوزی ځکه بیا دهغه لپاره د دغه بی قانونه اقداماتو ترسره کیدلو پلمه او بهانه نه پاته کیږی . کله چی د خیبرپښتونخوا له والی (ګورنر ) څخه په پیښور کی د ګورنر راج د برقرار ولو په هکله پوښتنه وشوه نو هغه وویل چی که دپاکستان مرکزی حکومت ؤغواړی نو ده کار ترسره کیدونکۍ دی بیشتر بخوانید »
