د نواندیشی د څیړنو او خبر څانګه : ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ پاچا صاحب، امیر المؤمنین صاحب، کومندان صاحب، او توپک په لاس ګوته په ماشه صاحب، !تاسو خو د خپلو جګړه ایزو بریاو فتوحاتو، تصفیوی عملیاتو او غنائمو منائمو ډیرې غورې دربې وکړې.خوراځی چه نن درته د ورورۍ په خوږه ژبه سر درخلاص کړم....هغه خلک چه د سیمې د تصفیوی عملیاتو په نوم ووژل شول، نه ترهګر, نه یهود او نه هم نصارا دی.هغوی ستا افغان مسلمان وروڼه دی.هغه سپېره ګګر سری خیرن یتیمان ماشومان ګورې؟هغوی هم ستا د اولادونه په شان نازولی تنکی ماشومان وه، خو دهغوی پلارونه څوک د ترهګر او څوک هم د مرتد په نومونو وژلی شوی دی. بیشتر بخوانید »
