گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د طالبانو په نوم جنایتکار ویاند مجاهد او په ګردیز کی پرپرونی جنایت خونړۍ تبصره!
د طالبانو په نوم جنایتکار ویاند مجاهد او په ګردیز کی پرپرونی جنایت خونړۍ تبصره!

د طالبانو په نوم جنایتکار ویاند مجاهد او په ګردیز کی پرپرونی جنایت خونړۍ تبصره!

Nauandeshi Polaticle and Resarch

لکه څنګه چی خبر یاست تیره ورځ د پکتیا ولایت په مرکز امنیه قوماندانې باندی د څوتنو غولیدلیو او جنت ته په واهی وعدو رسیدونکو برید ګرو د برید په پایله کی زیات شمیر بی ګناه وګړی په شهادت ورسول شول . ددغه خونړی برید وروسته په ډیره سپین سترګۍ او یوه ریا کارانه ویاړ د” د پکتیا د فدایی بریدونو وروستی جزئیات ” تر سر لیک لاندی داسی تبصره خپره کړه :

 

د نن په استشهادی بریدونو کې ۴۳۹  پولیس اوعسکر وژل شوی  او ټپیان شوی دی

پیل:

د منصوری عملیاتو په لړ کې نن سهار شاوخوا ۹ بجې د استشهادی کنډک ۸ تنو فدایی مجاهدینو د پکتیا ولایت امنیه قومندانۍ او د نظم عامه پولیسو قومندانۍ او تربیتی مرکز تر ګڼو استشهادی بریدونو لاندې ونیول.لومړی اتل استشهادی مجاهد (اسدالله خوستی) خپل له منفجره موادو څخه ډک موټر د نظم عامه پولیسو د مرکز په نظام قراول کې منفجر کړ چې له امله یې نظام قرارول، د پیره دارانو خونې، د خوب خونی، استوګن ځایونه  او ټول موانع له منځه لاړل.له دغه برید وروسته ۳ تنو نورو استشهادی مجاهدینو ( محصل معاذ هلمندی، ملا بلال زابلی او سلیمان خوستی) ته چې په خورا درنو وسلو، اور غورځونکو وسیلو، لاسی بمونو، چسپکی ماینونو، سپکو او درنو وسلو سمبال وو مرکز ته د ننوتو لار خلاصه شوه.

Mujahed cartoons

شیبه وروسته بل اتل فدایی مجاهد (عمر کابلی) له درنو منفجره موادو ډک ټانک( هاموې) د امنیه قومندانۍ  په دننه کې منفجر کړ چې هلته هم د پیردارانو ټاورونه، خوب خونی، دفترونه، د پولیسو میشت ځایونه او ټول نظام قراول تر ډیره له منځه لاړل.له دغه برید سره هم ۳ تنو نورو استشهادی مجاهدینو هریو (حمزه پکتیاوال، ساجد لوګری او احمد خوستی) ته چې ټول په سپکو او درنو وسلو سمبال وو امنیه قومندانۍ ته ننوتو لار پرانستل شوه.

جریان:

کله چې دواړو ځایونو ته فدایی مجاهدین داخل شول، نو یې له ورکړل شوی پلان او نقشې سره سم،  د خپلو اهدافو په له منځه وړلو پیل وکړ، له لومړی برید څخه پاتې پولیس او عسکر  چې تیار ګنګس شوی او وارخطا وو  یو یو یې په نښه کړل، د پټو شوو پولیسو او مسئولینو پسې یې اتاق په اتاق د پلټنې عملیات پیل کړل او د ۲ ساعتونو په جریان کې یې د امنیه قومندانۍ او د پولیسو د مرکز دننه د امنیه قومندان په ګډون ټول میشت پولیس او عسکر ووژل.وروسته له هغه چې له بهر څخه د دښمن د واکنش سریع، او قطعه خاص په نامه  عسکر د پیښې ځای ته راورسیدل، استشهادی مجاهدینو له هغو سره په جګړه لاس پورې کړ.

abdullah in paktia

تکتیک:

د برید په جریان کې فدایانو د امنیه قومندانۍ په دروازه کې د هغو راټولو شو خاصو ځواکونو په منځ کې خورا دروند تکتیکی انفجار هم تر سره کړ چې په غفلت سره یاد ځای ته را استول شوی وو او خورا درنه مرګ ژوبله ورته واوښته.

تلفات:

د لومړنیو معلوماتو په اساس د ۵ ساعتونو په دغه کلکه او خورا پیچلې معرکه کې د پولیسو په مرکز، امنیه قومندانۍ او د قومندانۍ مخې ته د امنیه قومندان او لسګونو افسرانو په ګډون تر ۲۷۷ تنو پولیس او عسکر ووژل شول، ۱۶۲نور ټپیان شول، چې په روغتونونو کې یې د تداوی لپاره ځای نه پیدا کیده.د معلوماتو له مخې د نظم عامه په قومندانۍ کې ټول ۳۵۰ پولیس او افسران اوسیدل او په امنیه قومندانۍ کې د برید په مهال تر ۱۵۵ پورې پولیس او افسران موجود وو.د برید د کابو کولو لپاره له سلو ډیر د چټک غبرګون او قطعه خاص په نامه عسکر هم سیمې ته راغلی وو.

هدف:

د برید هدف د دښمن هغه مهمې او شریرې هستې له منځه وړل وو چې په هیواد کې د اشغالګرو امریکایانو د ساتنې او پایښت لپاره له نورو څخه ډیر په کار بوخت دی او د هیواد د اشغال د اوږدیدو او کفارو ته د فرصتونو د برابرولو سبب ګرځیدلی دی.

پیغام:

د برید پیغام دوه اړخه لری:

 لومړی:

بهرنی اشغالګر باید پوه شی چې پخپلو ناکامه او پرسوده ستراتیژیو، غورځو پرځو او کاذبو باټو، وحشتونو او ظلمونو سره نشی کولای د افغان مجاهد ولس د جهاد او آزادۍ غوښتنې پیاوړې روحیه کمزوری کړی، هغوی یواځې د تیښتې لار لری، بس.

دوهم:

کورنی مزدور جهت یا غلامان باید درک کړی چې اشغالګر امریکایان له دوی څخه د خپلو شومو موخو او کفری اهدافو په ترلاسه کولو کې د پیپسی د بوتلو په څیر استفاده کوی، کله چې دوی وژل کیږی، بیا یې همدا خپل مشران اوبهرنی باداران حتی په ناموس هم صرفه نه کوی.که دوی په دې ذلیل حالت کې لا هم د غلامۍ دوام ته ژمن وی او د څو روپیو لپاره له خپل دین، هیواد، ملت، استقلال، شخصی عزت، نسل او راتلونکی تاریخ سره خیانت کوی،

paktia

نو د ټولو به دغه حال وی، ستاسو یو به هم د دې غیرتی ملت له محاسبې څخه خلاص نشئ، مجاهدین تاسو ته په دروغو سره اخطارونه نه درکوی؛ بلکې په عملی میدان کې به مو دا ډول له ګیروان څخه رانیسی او په ذلت سره به مو د مرګ کومې ته سپاری، نور اختیار مو خپل ده، عذر او زارۍ هم نه درته کوو، مګر خوا مو درباندې بده ده، چې کاشکې د کفری اهدافو لپاره په دومره شرم او ذلت سره نه وژل کیدای.

ذبیح الله مجاهد د اسلامی امارت ویندوی

۱۱۴۳۹/۱/۲۷هـ ق

۱۳۹۶/۷/۲۵هـ ش ـــ ۲۰۱۷/۱۰/۱۷م

 تر ټولویه پوښتنه داده چی آخیر تاسو ته ددی واک چا او څنګه درکړی دی چی د بی ګناه انسانانو وژل درته روا کوی ؟ تاسو د کوم مشروعیت له مخی ځانونه د خدای (ج)  او اولس استازی بولی ؟ آیا تاسو ته پته ده چی ستاسو په کرغیړنه واکمنی کی څه تیریدل ؟ او بیا تا ذبیح الشیطان مجاهد خو تر آخیره د یوه په حق رسیدلی ملا محمد عمر مجاهد د طالبانو د مشرنوم په ډیر درز او خوند یادولو ! کله هم تاته دا پوښتنه را پیدا شوی نه ده چی ولی پر تا دیوه مړه اعلامیی لوستل کیږی ؟ هورښتیا هغه د ریشخورو او بالاحصار او څلرمی قوا په سیمو کی د القاعدی ، جیش محمد ، لشکر طیئبه د پنجابی  ملیشاؤ لښکرونه چی ټول افغاستان او کابل  یی تر خپلی ؤلکی لاندی نیولی ؤ څوګ ؤ ؟

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا