گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » طالـــب، د مــــلـــی ارزښــتـــونــو او مـــلی ګـــټو پــه تــلــــه کــې!
طالـــب، د مــــلـــی ارزښــتـــونــو      او مـــلی ګـــټو پــه تــلــــه کــې!

طالـــب، د مــــلـــی ارزښــتـــونــو او مـــلی ګـــټو پــه تــلــــه کــې!

Najibullah Jamie Nam and Trump file20

د نواندیشی یادونه : ددغه لیکنی زیاتره برخی د نواندیشی تربیون له دریځ سره په ټکر کی دی په دی لیکنه کی ددطالبانو دمهال پر هغه څه هم سترګی پټی شوی دی چی طالبان یی هم پری سترګی نه شی پټولای . خو له هغه ځایه چی نواندیشی یوه آزاده او متعهده پاڼه ده نو ځکه خو یی ددغه یادونی د اکتفأ تر څنګ خپروو .  

samiulhaq akkora

بشرې ژوند او د ورپیښو ستونزو سره د ملتونو چال چلند، په حقیقت کې د هغو ټولنو لرغونې وحیاتو یا پسکولوژی څخه اغیزمن وی او دغه اغیزه هغه وخت بربنډه بڼه پیداکوی کله چې ټولنیز پس منظر ته یې د یوې روښانه او تبعیض څخه خالی هنداری له وړانګو کتنه وشی.په شرقی نړۍ او خاص کرده د اسیا په زړه افغانستان کې ډیر کله موږ ته راپیښ چیلنجونه او بیا د هغوی په اړه د قضاوت ډول تل د دغه بنسټیزو او منل شوی معیارونو پر خلاف د سلیقوی او له تبعیض څخه ډکو تحلیلونو په مالګه تروه او اغیزمن وی. داکه د یوې متحدی جغرافیې بحث وی لکه لوی افغانستان یا د یوه ملت د بقا خبره هویت افغانیت وی او یا ورپورې تړلې د پیړیو ترخه، خواږه.طالب د لفظ له اړخه کیڼ اړخو ته او طالبان د یوه سیاسی فکر په توګه زموږ د نن ورځې د یو مشهود او ځواکمن حقیقت په ډول تر دې کچې  یو شمیر لغړزنی ډیموکراټانو، اتش په اختیاره پاټکیانو او د هغوی نړیوالو درغلګرو، غاصبو ملاتړو ته د غضب وړ دې چې نه یوازی د همدی مظلوم اکثریت په وړاندی هره ورځ د پروپاګند ویلو، تهمت تړلو او سپکاوی ناولۍ او زیږه ژبه کاروی، بلکې د هغوی د قدر وړ قربانی د ځان، مال او ټولو شتو په کچه نفی کوی او هغوی د ګران افغانستان د معاصرو ناخوالو په وړاندی د خیانت تر درشله تورنوی.

هغه چاره چې هیڅکله یې زه د یو ازاد وجدان په توګه نشم منلی او د دې پیغور په وړاندی چې زموږ د ځلانده تاریخ یوه اساسی برخه جوړه وی غواړم د منطقی استدلال، دینی واجب حقانیت او د ورځنېو روښانه حقایقو په رڼا کې د پرتلنۍ په ډول ځواب کړم.کوم چې د دغه بحث له پاره د ازموینۍ غوره تله ملی ارزښتونو او ګټې دې، دا چې چا د ولس او خاورې له کوم ارزښت او ویاړ څخه په څنګه حالت کې څنګه پالنه وکړه او مقابل لوری څه وکړل؟؟؟.د پېل په توګه لومړی : طالب او طالبانۍ خوځښت هغه مهال ظهور وکړل یا یې د رسالت ملی او شرعی رسې تر ملا وتړله کله چې ګران هیواد د ننی حاکمو لوپرو پاټکمارو له لوری د قوم، ژبې، صمت، تنظیم، مذهب او نژاد په نفاق او شقاق اچونکو اورونو کې سوځیدل، کابل د ګوندې ټوپکیانو له لوری په پنځو پلازمینو ویشلی شوی وه، هر یوه یې بیل قانون او شریعت لرل، کوتا ه طریقانو د ولس مال او سر ننګ او ناموس نغړلو کې سیالۍ کولې، داسی جنایتونه وشول چې د بشری تهذیب او شکنجه تور تاریخ یې په یاد نه لری.پداسې حال کښې طالب راغی د ټولنۍ ورک جوهر [ قانون او حاکمیت یې را وګرزول ] او هیواد یې د یوه نسبی حیثیت څښتن کړل، د تجزیه عوامل یې تر کولابه وځغلول او د وطن مور ته یې بېرته د شان او عزت لوپټه ور په سر کړله.دویم : طالب د ولس له منځ څخه، د ولس په ژبه، د ولسی ریفورمونو او باورنو له دود سره سم د ولسی اړتیاو او د هغوی د ارزښتونو او ګټو څخه د پالنی په لار کښې په یو معلوم کرکټر او هدف چې په لومړۍ ګام کښې د لنډغریزم او انارشیزم پایته رسول وه او په دویم قدم کښې د ملی ګټو ساتنه بریالی او د ولس له ملاتړ څخه برخمنه تېره لری، چې دا هغوی ته چې دوی ته په تهمت ککړ نسبتونه کړې ښه ځواب دی.مګر هغوی چې طالب پاکستان ته منسوبوی، ایا هیره یې دی چې د طالب په خلاف د دوی حرکت د افغانستان له  خاورې نه  بلکې له پاکستان څخه وه، هلته یې خپلی بریاوی لمانځلی، هلته یې خپل حکومت اعلان کړل،

رهبران مجاهدین و پاکستان

هلته به همدغه منحوس ( ای، اس، ای ) د دوی ترمنځ جرګې کولی او تر دې لا تر لمر روښانه دا چې د دوی شعار دا وه چې [ جهاد افغانستان، دفاع پاکستان ] طالب خو نه هلته خپل حکومت اعلان کړې او نه داسی څه تاریخی او شرمونکې لاسوندونه یې په اړه وجود لری.دریم : افغان ولس یو نیم میلون تنه انسانان قربانی د سرو لښکرو، دسور سېلاب او سور ناورین چې د دوی خپلواکۍ او ازادی یې تر پښو لاندی کړې وله ورکړله، هغوی یو نیم میلون ټول عاقل او بالغ انسانان ولو، هغوی دغه قربانی د کوم شخص، تنظیم او صمت په خاطر نه دی ورکړې بلکښې هغوی دا هرڅه د وطن د مور د حیثیت او شان د بیا اخیستلو په هدف ورکړله. ولې تاسو د هغوی د سرښندنو او حماسو څه قدر وکړل، ایا هغوی د یوی داسی غمیزی او خیانت لایق ولو، تاسو هغه وخت نه یوازی د افغان ملت هیلۍ له خاورو سره خاورې کړی بلکښۍ د یو امت بریا مو د وخت د یو جابر او ظالم ځواک په وړاندی له ماتی سره مخ کړله، چې هغه د اسلام د سیاسی نظام تجربه وله، یوازی پر هغه مو هم بسنه ونه کړله، هیواد مو د خپلو خرمستیو په غوبل کې لولپه کړ، تر هغه وروسته مو د اسلامی حکومت واله بله تجربه ناکامه او حق هم له ولس څخه واخیست، تر کمونیزم د بی رحمه دښمن او د اسلامی نړۍ سره د دښمنی او په مسلمان وژنه کې ریکارډ ماتونکې هغه څوک چې د دوی د مرستو او ملاتړ په مټه مو لومړنۍ قبله د صهیونیسټانو په ناولو منګولو کې ولویده امریکا، د هغه سره مو یوځل بیا لاس یو کړ، خاوره مو د هغوی د لوبو په اختیار کې ورکړله، تاسی یې ځمکنی عسکر شولی، هغوی ته مو وویل چې زما د اکا زوی طالب په وژلو کې تر ټولو د ربانی په خبره ستر ستر بمونه واچوی، زندانونه مو پری ډک کړل، نو ایا طالب داسی له تاسی سره کړې او ایا طالب د داسی یو څه تاریخ لری.څلورم : طالب کابل ته د پردیو پوځیانو په مټو نه ننوتل، مګر تاسو دوه ځلی د پاکستان او دوه ځلی د یرغلګر امریکا د [ بی ۵۲ ] په زور او د ناټو په سوټې ننوتلی.پنځم : د طالب په شتون کې یو افغان هم د پردیو په واک کې نه ولو، مګر د پاټکیانو په ننی انقلاب کې د امریکا او هر ۴۳ هیوادونو یې دلته یو، یو زندان درلود، په واده، جنازی، جماعت، ښونځۍ، کلیو، پوستو او حتا په روغتونونو وحشیانه ړندۍ بمباری وشوی، خاینانه چاپی ولویدې او د اوباما د مرستیال جوبایډن په خبره هر هغه افغان چې سپی وداړۍ هغه ترهګر دی.مګر دوی هیڅکله دا ونه غندل ځکه هغه د منتسکیو په خبره: ځینې خلکو ته خپلواکی بل ډول ښکاری او منلی یې نه شی، کله کله پاکه هوا هم هغه چاته، چې په ناپاکو ځایونو کې اوسېږی، زیان رسوی.شپږم : هغوی چې طالب پاکستان ته منسبوی ایا دلیل لری چې طالب دی د افغان ولس په ملی داعیی، سیاسی حیثیت او ولسی حق ډیورنډ فرضی کرښه یوه ذره د ولس او تاریخ د ناموس په کچه دریځ څخه تنازل کړی وی،

پاکستان و طالبان

په شا شوی دی وی، بلکښی د عوامی نشنل تحریک مشر اسفندیار ولی خان په یوه مشهوره ویډیو کې وایې : کله چې طالبانو کابل ونیو، کندهار کښې د دوی پښی ځمکی ته ورسېدی نو د پاکستان د کورنیو چارو وزیر کندهار ته یو سفر لرل، هغه ملا عمر ته په یوه ناسته کښې وویل : چې اوس خو ستاسی واکمنی د هیواد له ۹۵ سلنه پورته خاوره لری، نو که له موږ سره دغه د ډیورنډ په نامو موجود ستونزه حل کړی مونږ به تاسو سره ډیرې مرستی او کمک وکړو، مګر ملا عمر د اسفندیار ولی خان په خبره دومره په غصه کیږی چې بابر په وروستی سپکاوی نوموړې له خپلۍ خونی باسی. ولې هغوی چې د یو ملت چیغې وهی، د فتنه دور چې مقاومت ورته وایې د هیواد د تجزیه څخه د ساتلو په نوم یادوی دوی کله هم داسی دریځ لرلی، ایا دوی د پاکستان په سفارت کې د هغوی د خپلواکۍ د ورځی په جشنونو کې د ډیورنډ مسله شاته پاتی نه بولی، ایا عبدالله داسی څه پاکستانیو سناطورانو ته نه وه ویلی، دوی نه وایی چې ډیورنډ یوازنی ستونزه دی، اوس ایا ډیورنډ زموږ خاوره نه دی، له خاوری ګرزیدل خیانت نه حسابیږی، ایا دا د طالب تله له ملی ارښتونو؛ ګټو څخه د پالنی په لار کښې نه درنوی، او څوک زیات د پاکستان د ستراتیژک عمق اجنټان دی.اووم : په انګور اډه کې د پاکستان له لوری دروازی جوړولو ته چا اجازه ورکړه، ولې لا بیا هم حکومت تر هغه چې ولس یې د ورانولو جرات ونه کړل حکومت تر اخره ګونګه خوله پاتی وو، دغه شرم ته به څوکو په کوه ژبه او وجدان ځوابه ووایې او ایا د طالبانو په وخت کښې داسی یوه وړه پیښه شوی؟؟؟.اتم : د طالبانو په وخت کې د افغانستان یوه ذره هومره خاوره هم د پاکستان له لوری نه وه لاندی شوی، مګر همداوس موږ ولیدل چې حکومت د ننګرهار په لعل پوره ولسوالۍ کښې د پاکستان د ځمکنۍ تېری په وړاندی بې دریځه پاتی دی. ایا د طالب د وطن خاوری ته درنای او پالنه له اوسنی حکومت سره برابر دی؟ او ایا دا د ملی ګټو چې د یو ملت په ملی امنیت پورې اړه لری د پرتلنۍ او ریښتینی رسالت بیلګه نه دی.نهم : د طالبانو په وخت کې  د افغانستان یوه لویشت خاوره دهیڅ ګاونډې تر یرغل او استعمار لاندی رانه غله، مګر اوس وینو چې په ډیورنډ په رڼا ورځ اغزن تارونه غځول کیږی، کټاری پری درول کیږی، امریکایان هغه رسمی ګڼې او حکومت د تنظیمی ایتلافیان سره تر اوسه حتی کوچنی غندنه هم د ارګ او سپېدار له لوری نه دی ترسره شوی.لسم : طالب په نظامی او استخباراتی برخه کې له پاکستان سره هیڅ راز رسمی او غیری رسمی تړون نه دی لرلی، ولې اوسنی حکومت له پاکستان سره د ډیورنډ فرضی کرښۍ په اوږدو کښې د نظامی عملیاتو  توافق او هوکړې لرلی دی، مګر بیا هم دوی په درواغژنو تبلغاتو کښې ځان د پاکستان نه پخلا کېدونکی دښمن ګڼی او په طالب پسی بې بنسټه تورنه تړې یولسم : څه وخت طالب له ( ای، اس، ای ) سره رسمی تړون لکه د اوسنۍ دولت لرل، چې بیا د ولس په فشار په تعلیق کې ولویدل او د ملی امنیت پخوانی ریس نبیل صیب خو هغه بیخی مرګ او شرم وبلل.دولسم : طالب څه وخت، چېرته او له چاسره د وطن د ګروه کولو، د افغانانو د وژلو، د هغوی قاتلینو تهد تیانمصونیتورکولو تړون کړې؟؟؟، مګر ګډ حکومت چې ځان آزاد ګڼی، خپل مشروعیت د ولس شګون ګڼی، له هری خبری سره د منختب، منتخب چې هغه منتخب مو بیا له منتخب سره په منتخب حکومت او منتخبو پایلو کې ولیدل داسی تړون د وخت له جنایتکار او غاصب استعمارګر  امریکا سره لاسلیک کړل چې پایله یې په کندز کې د دنجونو د مکتب بمباری، په هلمند کې د اردو پوستو بمباری، په هرات شینډند کې د ولسی وګړو بمباری، په پکتیا کې بمباری او حتی په لوګر کې د هغو بیګناه هیوادوالو بمباری او وحشیانه وژنه چې ولسمشر دهغو ترمنځ رالوی شو، متفکر شو، ریس جمهور شو ولې پایلی یې دا وی.ولې طالب هیڅکله د خپل ظهور په تاریخ کښې د خپل ملت قاتلینو ته نه مصونیت ورکړې، نه یې د هغوی کرایې قاتلینو ته لاسونه پړه کولی او نه یې لکه کابل میشتی مفت مفتیان د هغوی ډرون وژلو په وړاندی چوپتیا غوره کړی او نه یې لکه د تنظمی جګړو د محض قهرمان نومو له قبره دغه افغان وژونکې، انسان وژونکې او مسلمان وژونکې ته د خوښی څڼې غورځولی.دیارلسم : د طالب حکومت نه لکه د مجاهدینو په پاکستان کې اعلان شو او نه لکه د دوه سره حکومت د امریکا په جاسوس، یرغلګر او د جنایتونو مدافع سفارت کې، ایا دا د طالب د خپلواکۍ، ملی ارښتونو څخه د پالنۍ او ولسی ګټو ته د واقعی ژمنتیا په نامو نه دی؟ او ایا هغوی چې د [ ډار، وحشت، د حالاتو د امنیتی کولو ] له لاری غواړی تاریخی حقایق تحریف کړی، لوړ او برحقه غږونه په ستونی کې خپه کړی، ټولنه داسی جوړه کړې چې یوازی د دوی  ړوند او د زمانی له جهل څخه ډکې کارنامو ته د حقانیت سپیڅلۍ جامه ور واغوندی، سپیڅلۍ او پاکه نه وه.څوارلسم : طالب په وخت کښې بګرام او ګونتانامو نه ولو، د طالب په وخت کښې قومی جهالتونه تردې کچې د هیواد پایښت او یوالی نه ګواښه، د طالب په وخت کښې فساد تر سفر کښته ولو، اخلاقی بی حرمتی او بربنډتوب پایته رسیدلی ولو، طالب هیڅکله ګوندی شرارتونو او ستمی ځان غوښتنو ته لکه نن چې د قدرت او تنظیموالو میدان بیا پری ګرم دی د وجود زمینه نه وه مساعد، د طالب په وخت کښې هیڅکله افغان ولس د هویت له پاره ونه ژړل، هیڅکله ملی شخصیتونه توهین نه شول، هیڅکله پردې پالنی ته منطق ونه لټول شو هیڅکله باطل په برحقه استدلال ثابت نه کړای شو، هیڅکله افغانستان د نړۍ د لومړی فاسد هیواد په توګه ونه پیژندل شو، موږ په نشه یی توکیو کې لومړی مقام نه لرلو، هیڅ چا  او هیڅهیواد لکه د امریکا سفیر هوګو لارنس د دې حق نه لرل چې لکه انګلیسی وایسرایان زموږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړی وزیر، والی او حتی د لری پرتو سیمو ولسوالان د دوی په خوښه وټاکل شی، افغان دی په کابل ساده چاقو په جیب کښې ونه ګرزوی مګر پردې دی له ټانګونو او توپونو سره د هیواد په پلازمینه کښې خپلسری لنډغری وکړی، په شلمه پیړې کې  زموږ هوا او ځمکه د هیڅ پردې په واک کښې نه وله مګر نن چې یوشتمه پیړۍ دویمه لسیزه مخ په پایته رسیدو دی زموږ هوا او ځمکه د پردیو په اختیار کښې او موږ یو بی اختېاره او بی واکه ملت یو.هغه ملت چې رهبران یې له پردیو سره ګډ حکومت جوړه ولی شی، مګر له طالب سره واحد  افغانستان  نشی زغملی، د ۴۳ یا ۴۷ هیوادونو بربنډ نظامی شتون باندی ویاړی او دکابل او هیواد هره ګوښه کې تر ملی بیرغه اروپایی او غربی بیرغونه زیات او لوړ څړیږی مګر د طالب سره ملی لومړیتوب سوله یوازی د یو سپین ټوکر په سر پریږدی، ځکه چې دی بی واکه نشی ثابت.حال داچې د یوه تخیمن له مخی حد اقل د ورځی ۶۰ تنه افغانان په دغه اورونو کښې لولپه کیږی ولې د کاذب مشروعیت، قانون او حاکمیت ټېکدران لا اوس هم د ولس لومړیتوب او د افغان وژنی د پایته رسول په لار کښې د سولې لپاره لومړنی ګامونه هم نه دی اوچت کړې

شکنجه نظرمحمد مطمئن

بلکښې خنډونه یې ورته جوړ کړې، دا بهیر او فعالین یې ځورولی او هر هغه څوک چې د دوی په وړاندی د استدلال او منطق له سنګره د ولس له لومړیتوبونو بحث کړې ځای یې د ملی امنیت زندان او تیاره د وحشت او شکنجه خونی شوی.اوس قضاوت ستاسو دی، وخت تاسو درکوو چې د خپل تاریخ له یوه اساس او مسول پړاو څخه د قوم د ټېکدارانو، تنظیمی جګړه مارو، شکنجه ګرو خادیانو، کینه کښو سیکولرانو او دولتی تنخوا خورو په ژبه استدلال او قناعت کړې، یا د یو تاریخی او ژوندی بهیر د کړنو او ایډیالونه پرتلنه د حالاتو، امکاناتو او زمانی د جبر د مستنداتو  په رڼا کې د مقایسوی معیارونو پر بنسټ د خپلی ټولنی د ښې سبا او روښانه راتلونکې په موخه.

 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا