گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » افغــانستــان کـــې دقــطـــر او عربـی اماراتو دنوی رول اغېـزې!
افغــانستــان کـــې دقــطـــر او      عربـی اماراتو دنوی رول اغېـزې!

افغــانستــان کـــې دقــطـــر او عربـی اماراتو دنوی رول اغېـزې!

nazar-mohamad-mutmaeen-name

متحده عربی امارات په منځنی ختیځ کې په تېره خلیجی دولتونو کې د امریکا نږدې ملګری او تر پاکستان هم ځان ورته نږدې ګڼی. د امریکا له تګلارو سره کله هم حتی ډیر لږ ټکر نه کوی، دا ډول امارات د سعودی عربستان  اعتماد هم په پوره ډول لری. په دې وروستیو کې چې په خلیج کې سعودی عربستان کوم اقدامات کوی، یو لامل یې له سعودی شهزاده محمد بن سلمان سره د اماراتو د شهزاده محمد بن زاید نژدې رابطه ده.

ناټو اعلان  د نومبر ۹مه، ۲۰۱۷ ل. کال وکړ چې د قطر او امارات هیوادونه به افغانستان ته د ناټو پوځیانو په ډله کې خپل پوځیان لیږی. د امریکا هڅه دا وه چې مالیزیا، اندونیزیا، نایجر، جزایر او ځینې نور مسلمان هیوادونه لیواله کړی چې افغانستان ته خپل پوځیان ولیږی، تر څو افغانستان کې د بهرنیو خلاف جګړې او د عقیدوی جګړو روحیه په دی کار سره کمزوری شی.

امریکا او ناټو ونه توانېدل چې مسلمان هیوادونه د افغانستان جګړه کې راښکېل کړی. امریکا غواړی چې د افغانستان بهرنی پوځی شتون کې داسی مسلمان هیوادونه په ځانګړی ډول عرب ممالک ښکېل شی چې افغانانو پخوا ورته ښه عقیده درلودله. کله چې په ۲۰۱۱ کې طالبانو په قطر کې د دفتر له خلاصېدو سره موافقه کوله، د طالبانو پخوانی مشر، ملا محمد عمر مجاهد د دفتر د خلاصولو لپاره یو شرط دا ایښی و چې داسې هېواد به وی چې د طالبانو د حکومت پرمهال او له سقوط وروسته یې طالبانو سره بد چلن نه وی کړی. قطر په دې تول برابر وخوت.

که د خلیج عربی هیوادونو خپلمنځی ستونزې دوام وکړی، په ځانګړی ډول د قطر سره د سعودی عربستان، اماراتو، بحرین او مصر ستونزه حل نه شی، له دی موقع به امریکا، روسیه او بریتانیا ګټه پورته کړی، او تر ټولو ډیره ګټه به ایران او اسرائیل پکې وکړی، بیا به دا امکان هم وی چې کوم وخت د امریکا په غوښتنه سعودی عربستان هم ومنی چې افغانستان ته د ناټو تر قومانده لاندی خپل پوځیان راولیږی. کله چې د تېر جون په پنځمه د سعودی په مشرۍ اماراتو او بحرین له قطر سره پرېکون وکړ، په ملګرو ملتونو کې د امریکا ځانګړې استازې، نیکی هیلی وویل چې اوس موږ ښه فرصت لرو چې قطر ته ووایو څه وکړی او همداراز سعودی عربستان ته هم ووایو چې څه او څه وکړی. د مېرمن هیلی هدف دا و چې له دې کړکېچ سره به سعودی زموږ ملاتړ ته اړتیا ولری او قطر به هم اړ وی چې د بحران د حل لپاره زموږ حمایت ترلاسه کړی؛ نو دواړه لوری امریکا ته اړ دی.

له بلې خوا د قطر پرضد د سعودی اقدام ایران ته بل فرصت په لاس ورکړ. متاسفانه د سعودی له دې اقدام سره ایران په عربی خلیج کې یو قدم نور هم راوړاندې شو. قطر مجبور شو چې ایران او ترکیې ته ډېر رول ورکړی تر څو د سعودی له خوا لګېدلی بندیز څخه بریالی راووځی.       د سړې جګړې په پای کې، په ۱۹۹۱ مارچ کې چې کله صدام حسین پر کوېټ یرغل وکړ، د عراق د ځپلو لپاره امریکا د مسلمانو هیوادو په ګډون لوی ایتلاف جوړ کړ، د هغه وخت د مجاهدینو د موقت حکومت مشر حضرت صبغت الله مجددی و، دوی هم په همدې ایتلاف کې ورسره ګډ شول،

اعزام مجاهدین به جنگ خلیج

له جهادی ګوندونو څخه یې کسان وغوښتل تر څو د امریکا تر مشرۍ لاندی د عراق په ضد جګړه وکړی، ولی حکمتیار ونه منله چې خپل د هغه وخت مجاهدین د امریکا تر قومانده لاندی د عراقیانو په ضد وجنګوی.حکمتیار استدلال کاوو که صدام حسین روسیې ته تمایل لری، او کمونسټی افکار لری، ولی موږ د امریکا تر نظامی قوماندی لاندی افغان مجاهدین د عراقی ولس په ضد نه شو جنګولای، دا بېله مسئله ده چې اوس په افغانستان کې د امریکا ۹ اډې شتون لری، د امریکا او ناټو نږدی تر ۴۰۰۰۰ زیات نظامی پوځیان دلته وجود لری، او ښاغلی حکمتیار د سولې پروسې سره یو ځای، سیاسی فعالیت کوی. یاده دې وی چې ښاغلی حکمتیار د دې پر ځای چې هغه وخت خپل ګوند ناپېیلی ساتلی وای، د صدام حسین لوری ونیو.په ۲۰۰۹ ز. کال کې زه (لیکوال) حج ته تلم، د کابل هوایی ډګر ته د ننوتلو پر مهال د ترکیې د پوځیانو لخوا هر تلونکی افغان حاجی ته یوه وړه  بسته کې (صابون، ږمنځ، مسواک، د غاښو برس، کریم او ځینې نور شیان) ورکول کېدل.حاجیان منظم په یو  لوی صف کې روان وو، زما نوبت راورسیدی، هغه ترکی پوځی راته بسته وړاندی کړه، له اخیستلو مې ډډه وکړه، هغه ترکی پوځی وویل چې ټولو حاجیانو واخیستله، دا ستاسی لپاره زموږ  ترکی پوځیانو حج ته د تلو لپاره تحفه ده، باید وایې خلی، ومې ویل چې زه نه غواړم ستاسی تحفه واخلم.

دترکی عسکر په کابل هوائی میدان کی

د همدې ترکی پوځیانو د وړې ډلې مشر راغی، ټول حاجیان انتظار دی، په  صف کې شاته ولاړ خلک ګرده انتظار دی، ترکی پوځی قومندان لومړی راته زارۍ وکړی چې باید د دوی دا کوچنۍ تحفه واخلم، ډډه مې وکړه، اخر یې وویل چې موږ مسلمانان یو، د ترکیې هیواد یوځیان یو، ولی زموږ دغه تحفه تاسی نه اخلئ.ما ( لیکوال) ورته وویل، زه پوهیږم چې تاسی ترکیان یاست، مسلمانان یاست، مګر زموږ هیواد ته د ناټو پوځیانو په چتر کې د ناټو تر قوماندی لاندی راغلی یاست، او هغوی مسلمان نه دی، زموږ له ولس سره په جګړه کې ښکېل دی. که څه هم ترکی پوځیان تر اخره مخامخ د افغانانو پر ضد ونه جنګېدل؛ خو د ناټو تر چتر لاندې افغانستان د دوی راتګ په هر صورت د دوی حیثیت تر پوښتنې لاندې راووست.

د افغانستان محدوده طبقه لوستی خلک په خلیج کې د دولتونو ترمنځ پر روان رقابت، د قطر هیواد په سیاسی مجبوریتونو، د متحده عرب اماراتو سره سیالی او ټکر باندی پوهیږی، او کیدای شی قطر به طالبانو ته هم قناعت ورکړی وی، چې د قطر پوځیان یواځی په نمایشی ډول افغانستان ته ځی، په نظامی عملیاتو کې به برخه نه اخلی. قطر رښتیا هم ښایی د دې لپاره دا کار کړی وی چې له دې اقدام سره د امریکا پر وړاندې یو امتیاز واخلی تر څو د خلیج په مسئله کې امریکا د سعودی په ګټه یو لوریز اقدام ونه کړی.ولی دا پوښتنه هم پیدا کیږی، چې قطر او امارات د امریکا دهغه تګلارې لپاره پُل کیږی کوم چې امریکا غواړی د افغانستان جګړې کې ډیر نور اسلامی هیوادونه هم راښکېل کړی. د معلوماتو له مخې افغان ولس نظر سعودی عربستان او اماراتو ته قطر داسی یو هیواد ګاڼه چې د افغانستان په مسایلو کې بې طرفه دی، او دافغان ولس د سولې او سوکالې لپاره هڅې کوی، مګر د قطر هیواد پوځیان د ناټو په چوکاټ کې افغانستان ته رالیږل به د قطر دغه حیثیت ته صدمه ورسوی.متحده عرب امارات غواړی چې د قطر هیواد پرځای د طالبانو سیاسی دفتر په اماراتو کې وی، او په دی برخه کې امریکا، سعودی عربستان، پاکستان ، اسلامی کانفرنس او دملګرو ملتونو همږغې له ځان سره لری.که څه هم قطر خپله د پوځیانو له کمښت سره مخ دی، د سعودی عربستان د ممکنه برید له امله له ترکیې او امریکا څخه پوځی مرسته غواړی، د ترکیې او امریکا پوځیان یې په خاوره کې میشت دی. که دقطر هیواد نظامی پوځیان د ولوژستیک یا نظامی روزنې برخه کې افغانستان ته راشی،  د متحده عرب اماراتو پورته غوښتنې ته به یو ډول قوت ورکړی، ځکه بیا به طالب هغه ادعا نشی کولای، چې قطر د افغانستان مسایلو کې بی طرفه  او افغانستان کې د ناټو چوکاټ کې نظامی شتون نه لری.

اختلاف عربستان سعودی وقطر به افغانستان رسید

امریکا او افغان حکومت غواړی د ناټو په پرېکنده ماموریت کې د عربی هېوادونو په ځانگړې توگه د قطر او عربی متحده اماراتو د راوستلو له لارې هغه سیاسی اړیکې، چې طالبانو په قطر هېواد کې د خپل نا رسمی دفتر له پرانیستلو وروسته وپاللې او ځینې سیمه اییز او نړیوال هېوادونه یې له خپل اړخه په دې قانع کړل، چې دوی ورته تهدید نه دی، مخه ونیسی، څو په هېواد او سیمه کې امریکایی موخو ته د رسیدو لپاره لار هواره شی.د قطر او متحده عرب اماراتو سیالی به داهم وی چې افغانستان کې د ناټو چوکاټ لاندی د دوی د مرستو او ځینو پروژو له امله نفوذ ولری، ویل کیږی چې د قطر د مرستو او نفوذ مخنیوی د افغان حکومت له لوری کیدی، او د متحده عرب اماراتو د مرستو او پروژو پلې کولو مخکې ایران پلوه افغان چارواکو خنډونه پیداکول.هڅه کېږی، چې له جگړه کوونکو هېوادونو یا ناټو سره د نه جگړییز ملگرتوب له امله قطر او عربی متحده اماراتو ناپیلی  حیثیت ته صدمه ورسول شی، ځکه نوموړی هېوادونه توانیدلی دی، په هغو سیمو کې، چې افغان حکومت پرې بشپړ کنټرول نه لری، انسانی مرستې وړاندې کړی، د روغتیا، تعلیم، پاکو اوبو رسولو او ماشومانو ته د ښوونې او روزنې مناسب چاپېریال چمتو کولو په برخه کې یې د ملیونونو ډالرو په اندازه مرستې د هېواد په سویلی، سویل ختیځو، شمالی او ختیځو ولایتونو کې وړاندې کړی.د امریکا د حملې په پېل ۲۰۰۱ ز. کال کې هم متحده عرب اماراتو او اردن افغانستان ته د ناټو په چوکاټ کې خپل لږ شمیر پوځیان رالیږلی و، هغوی د لوژستیک په برخه کې ونډه درلودله، چې د اردن د شاهی کورنۍ یو غړی په خوست ولایت کې د سی آی اې د استخباراتې کسانو سره یو ځای د طالبانو په یوه مرګونی برید کې ووژل شو، او د متحده عرب اماراتو یو پوځی په جنوب لویدیځ کې د طالبانو لخوا ژوندی ونیول شو.که د فشارونو له امله طالبان ومنی چې له قطر څخه خپل سیاسی دفتر اماراتو ته انتقال کړی، طالبان به بیا هغه ډول سیاسی ازادی ونه لری کوم چې د قطر هیواد کې یې لری، متحده عرب امارات به د طالبانو ټول کړه وړه کنټرول او بیا به طالبان یو بشپړ کنټرول شوی سیاسی دفتر ولری، چې د دغسی سیاسی دفتر تر درلودو، بیا بیخې نه درلودل او حتی قطر کې هم یو مخیز ډول فعالیت بندول به د دوی په ګټه وی.ډاډه یم چې امریکا به کله هم ونه غواړی چې د طالبانو سیاسی فعالیت په یو مخیز ډول بند شی، طالبانو ته په کار ده چې په دی حساس وخت کې داسی انتخاب ونه کړی چې د افغانستان او ځانګړی ډول سولې اړوند پریکړو کې دوی منحصر او یا خو د ګاونډیو هیوادونو حساسیتونه پیدا کړی.که طالبان د قطر څخه خپل سیاسی دفتر وباسی، متحده عرب امارات او یاکوم بل هیواد ته یې انتقال کوی:

۱ – کوربه هیواد (قطر) او د قطر ملګری هیوادونه به د طالبانو له ډلې خواشینی شی؛

 ۲-  ایران چې ګومان کیږی د طالبانو سیاسی ملاتړ کوی، د ایران ملاتړ به له لاسه ورکړی؛

۳ –  دا ډول روسیه چې له امریکا سره ستونزې لری، امارات د امریکا نږدې ملګری هیواد ګڼی، روسان به هم د طالبانو اړوند لا زیات حساسیت پیداکړی؛

۴ – ترکیه چې په سېمه کې مهم او قوی هیواد دی، د قطر سره ملګرتوب لری، طالبان به د ترکیې ملاتړ هم له لاسه ورکړی؛

۵ – پاکستان به په دی خوشاله وی چې طالبان اماراتو ته ګډه وکړی، ځکه د همدې کار امتیاز به بیا هم پاکستان اخلی، داسی ښکاری چې اماراتو کې په ځینو مهمو ادارو کې پاکستانی سلاکاران شته، او په دی ډول به پاکستان وکولای شی چې د امریکا څخه بیا ځل د طالبانو په نوم ګټه تر لاسه کړی.        

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا