گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دسپین آس دغمجنی مینی داستان!
دسپین آس دغمجنی مینی داستان!

دسپین آس دغمجنی مینی داستان!

Besmillah Akbari Name

د صبریواوباک ترمنځ په غرنیوکګلیچونوکې له اوږدو کلونو راهیسی ګڼ شمیرنیازی کوچیان استوګن ول. دمیاګیوښکلوباروړنکواوښانوسربیره یې تیزاوچابک ځغلی ښایسته اوخیالیګرآسان او آسپې درلودې .

اوښان او کوچیان

دهمدغو نیازیوآسانو په منځ کې یو بې ساری د دنګې ونې او بې جوړې ښایست څښتن آس دارواښاد الحاج عبدالرحیم خان نیازی سپین آس وچې زما په اندبه د ټول افغانستان په سطحه ترهغه لکه تالنده بریښنا ګړندی آس نه وی.دارواښاد  داکترصیب د واکمنی د راپرزیدووروسته مې یوه شپه حاجی صیب عبدالرحیم نیازی میلمه شوډیربوډا شوی و.دخبرو اترواودزړه خوالې په ترځ کې مې د هغه د سپینکی آس د ګرانښت په اړه ترې وپوښتل؟حاجی صیب یو ژور،سوړاوغمجن آسویلی وایسته ویې ویل:

هو!هغه مې د ژوند ملګری وخوکله چې د ناڅاپی ناروغۍ له کبله ومړزموږپه کور د غم ټکه راپریوته د ژړا او ویر ساندې مود چم ګاونډ په خیموخورې شوی د هغه ښایسته سپین مرمرین جسد مې په ډیر درنښت خاوروته وسپاره اویوګلالی مړستون مې پرې جوړکړ.ټول کلیوال د غمرازی فاتحې ته راتلل اود سپینکی آس په غم کې راسره شریک ول.همداراز توپ نامی نیازی په زړه پوری حیرانوونکی کیسه کوله ویل یې چې زموږ دیوه نیازی کلیوال یومیاګۍ اوښ درلوده هغه ته بې حده ګران اوتل به یې د ښه خوراک په ورکولوسره سخت نازاوه .له بده مرغه د اوښ څښتن نا ببره ومړویر ژړا خوره شوه اودا ناورین د سیرکی اوښ د سترګو په وړاندې تیریده کله موچې د خپل نیازی مړی د یوی غونډۍ په ډډه کې خاوروته وسپاره دهغه اوښ هرڅه تر څار لاندې درلودل چې په نا څاپی ډول اوښ ځان خلاص اوپه سخته منډه د خپل څښتن د قبر پرسرودریده څملاست اوخپل سراو اوږد اورمیږیې د قبر پرسرایښی و.

هیښوونکی معجزه وه کله چې موږکلیوال د قبر خواته ورغلو په اوښ کې ساه نه وه اود خپل خواخوږې انسان په مړینه یې د زیات خپګان له کبله خپل ژوند ته دپای ټکی کیښود.خواږه نیازی چې راپه یادشی ـــــــ زړه مې لمبه شی سترګې اوښکی تویوینهله بده مرغه،دریغه،دریغه! د غمګین او ویرجن وطن اوټپی،ټپی غمګین افغان ولس په نا پایه غمونوبه څوک وینی وژاړی.دانسان اوانسانیت عاطفه به دافغانانوپه زړونو کې کله رامنځته کیږی.د خپل آس سره د یوې ناروغی میرمنې د وروستی مینه ناکې لیدنی انځورحیرانوونکی دی او هغه داچې:.له مرګه یو ساعت مخکې یې هیله پوره شوه.

۷۷ کلنه شیلا مارش چې د سرطان په ناروغۍ اخته وه د انګلستان په شمال کې په یوه روغتون کې بستر وه.نوموړې هیله لرله چې له مرګه مخکې خپل هغه اس وګوری چې ۲۵ کاله یې دې پالنه کړې وه.په همدې خاطر د روغتون پرستارانو او کارکوونکو د آغلې مارش اس “بروین” د روغتون پارکینګ ته راوست او آغلې مارش یې په بستر کې د اس لیدلو ته راوسته.

شیلا مارش چې په سختۍ یې خبرې کولې خپل اس بروین ته غږ وکړ په همدې وخت کې اس خپل سر ټیټ کړ او د خپل خاوندې څیره یې په وروستی ځل لمس کړه.د دې هیلې له پوره کېدو یو ساعت وروسته شیلا مارش ومړه

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا