گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » کوچیانـو وروڼو ! داتــاسو ولـی؟
کوچیانـو وروڼو ! داتــاسو ولـی؟

کوچیانـو وروڼو ! داتــاسو ولـی؟

Najibullah Alokhel Name

د نواندیشی یادونه : د خوست په مینه ناک ولایت کی د افغانستان له ګوټ ، ګوټ څخه راغلی قومونه او میلیتونه چی کله هم یوځل  د خوست په ښارکی میشته شوی دی نو بیا یی د خوستوالو د مینی او محبت په غوړیدلی لمن کی د خپل همیشنی ژوند دعمر قافله اړولی ده ، داسی چی ډیر ژر یی د خوست د اولسونو له مینی ډک فرهنګ  ته د خوستوالو سره یوځای اوږه ورکړی ده   .

خو ددی پر خلافپه خوست کی دکوچیانو ژوند یوه  تاریخی ترخه کرغیړنه  اوله کرکو ډکو یادونوخاطره نه یوازی د خوست د مینه ناک اولس په  زړونو کی دیوه ناولی داغ په څیر پری ښودلی ده  بلکه د افغانستان په زیاتره سیمواو ولایاتو کی د کوچی نوم آوریدل له ډار ، خشونت سره تړلی واقیعت دی .دلته نو دکوچی توب ژوندانه په باب د علمی  ټولنپیژندنی د پوهانو پر هغه معادله د صحت ګوته کیښوده چی وایی پکار نه ده دکوچیانوژوند او جغرافیاوی تګ راتګ د یوی مدنی ټولنی د هغه برخی یوه فعاله کٌتله وګڼل شی کومه چی دتمدن او مدنیت په جوړولوکی لویه ونډه آخیستی شی . ټولنپوهان دیوه تمدن په جوړولو او د ټولنی په  فرهنګی وده کی دکورنۍ پربنسټ دیوه بشری واحد په توګه ټینګارکوی او همدا بشری واحد د یوه عظیم مدنیت داسی بنسټ بولی چی د تاریخ په اوږدوکی پر یوه ځانګړی هویت اوړی . خو ددغه  مدنی  او فرهنګی جوړښت پر خلاف کوچیانې ژوند دغه اصل ته درسیدو جوګه نه بولی . داځکه چی کوچیان له دی پرته چی ځانونه په ټوله معنا د یوه فرهنګ او تمدن په جوړښتونو کی ویلی « ذوب »  کړی او دی حقیقت ته پاملرنه وکړی چی یوازی د څړځایونو پرسر دملکیت پر سندونو پوری نشی تړل کیدای . khost Kochian

 دوی یعنی کوچیان به د ملکیت داسی قوالې هم ولری چی چارواکو او په ځانګړی  توګه  قضائی ارګانونو ته د کمیشنکارانو او دلالانو په واسطه د بډو په ورکولو ترلاسه کړی وی   خو ددی سره سره بیاهم د وخت په تیریدو او په  افغانستان  کی دلویو لویو غمیزو یو په بل پسی راتګ ددی سبب شول چی تیری ټولی تربګنې او پرهارونه له یاده اوباسی او یوځل بیاهم د خوست میړنی اولس په ځانګړی توګه ځوان نسل یی  د خوست دبیا ودانولو او دهیواد او نړی په کچه له نورو پر مخ تللیو ښارونو سره سیالی وکړای شی . خو دا کار هله ممکن دی چی د خوست ټول اوسیدونکی که میلمانه دی او یا هم کوربانه ! د ټول هیواد افغانستان په ځانګړی توګه د خوست سره داسی مینه ولری لکه چی یو ماشوم یی دخپلی مورسره لری . دخوست او هیواد ملی ګټې د خپلو شخصی ګټو قربانی نکړی . !!او دملت په جوړولو کی له خوست میشتو قومونو سره ګډ درد او ګډی هیلی ولری .

خوست لوګر لاره خلاصه شوه

په همدی هیله دادی د تکړه ژورنالیست ، لیکوال  او د آزادی مشال رادیو خبریال نجیب الله الوخیل د هغه راپور لنډ متن او د آواز توکی چی دمشال او آزادی رادیو له لاری خپورشوی دی له ښاغلی نجیب الله الوخیل او دمشال آزادې رادیو څخه په مننه تر تاسو دررسوؤ .

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 دسه شنبی په ورځ د لوګر د التمور په سیمه کی د افغانستان کوچی قومونو یوشمیر ګډون والو لاریون وکړ او د رسنیو پر وړاندی یی رسنیو ته وویل چی ځینو خوستوالو ښار ته ورغلی لاری بندی کړی دی قومی مشر سردار کوچی وویل : دوی ممهلت راکړ دوه ورځی به موږه صبر ورته کوؤ .که دامشکل حل نه شو موږه بله لار نلرو موږ به دغه لاری بند ؤ. د هغو محدودو خلکو په وړاندی چی چا داچل راښودلی دی دا زموږ ؤ زده دا چل هغوی راښودلی ده . رضا خان کوچی وائی چی دوی د پنځوسو یا شپیتو کالورا پدی خوا شرعی اسناد لری که چیری مرکزی حکومت دا مسأله حل نکړی نو دوی کولای شی د کابل ، جلال آباد ، لوګر او دګردیز لاری وتړی د انور په نوم یوبل کوچۍ وائی چی دوی د پخوانی پاچا ظاهرشاه له وخته د کوچیانو دسیمی فرمان لری . په دی اړه خوست والی حکم خان حبیبی چی له کابله خوست ته پر لاره ؤ لاریون کونکو ته ورغی او له هغوی یی وغوښتل چی لاری دی نه تړی . ده وویل چی ډیر ژربه دغه ستونځی ته دحل یوه مناسبه لاره پیدا کړی .

هغه په خپلو خبرو کی وویل : دخوست اولسونو یوتعداد وړاندیزونه لرل چی دلته غصب شوی دی نظامی کمیسیون می تعیین کړی ، ساحی ته تللی ، تاسو ټول په جریان کی یاستې ، مورچی ړنګی شویدی ، غصب ړنګ شوی ده خو متأسفانه کله چی زه راوتلۍ یم بیا د یوتعداد حلقاتو په اشاره باندی راوتلی او هلته لاری بندی شوی دی . دومره حوصله وکوی چی زه خوست ته ولاړ شم غوټه په لاس خلاصوو خولی ته یی نه پریږدو.بل لوری ته دخوست قومونه وایی چی کوچیانو خپل کوچیانۍ ژوند پری ایښۍ او هغو میلو کی چی دوی به دژمی په دریو میاشتو کی هلته خیمی لګولی او په اوړی کی به بیرته دپکتیا او لوګر لوری ته تلل اوس یی پکی زرګونه کورونه جوړ کړی او هڅه کوی چی کرار ، کرار د خوست د ختیځ لوری ټولی دشتی اوغرونه لاندی کړی خو کوچیان وایی چی د خپلو میلو اسناد لری .

سرچینه : د آزادی د مشال رادیو او د نامتو لیکوال او ژورنالیست محترم نجیب الله الوخیل څخه په ځانګړی مننه  :      

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا