گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » خوست اودمرغانودداعش ظهور!
خوست اودمرغانودداعش ظهور!

خوست اودمرغانودداعش ظهور!

Najibullah Alokhel ََName

په خوست کې د کارغانو پرلپسې مړینې او پدې اړه پر ټولنیزه میډیا د خلکو له اندیښنو وروسته څرګنده شوه، چې په یاد ولایت کې کارغان او نور وحشی مرغان د انفلوانزا یا د مرغانو پر والګی اخته شوی دی.چارواکی وایی، د کرنې او مالداری وزارت په لابراتوارونو کې د مړو شویو کارغانو د سېمپلو معاینې ښودلې چې یاد مرغان پر والګی اخته دی، خو تر اوسه په فارمونو، کورنیو چرګانو او انسانانو کې د دې ناروغی مثبت واقعات ندی لیدل شوی.د خوست د کرنې رییس سمیع الله نصرت مشال راډیو ته وویل، چې له تېرو دوه نیمو اونیو راهیسې په یاد ولایت کې د کارغانو پر لپسې مړینې په خلکو کې اندیښنې راپورته کړې وې، چې له بده مرغه په معایناتو کې د مرغانو والګی تشخیص شو.

ښاغلی نصرت زیاته کړه، دوی وتوانیدل د یادې ناروغی د کنټرول او عامه پوهاوی لپاره له کابل څخه تخینکی ټیم راوغواړی او اړوند وزارت خپل امکانات د خوست په اختیار کې ورکړی.د کرنې رییس وایی، د وزارت مقام په پاملرنې د دوی اداره د وقایی په برخه کې په مجهزو وسایلو سمباله شوې او یاد مرض تراوسه صرف په وحشی مرغانو کې دی او فارمونو او کورنیو چرګانو ته یې سرایت ندی کړی.خوست ته د کرنې وزیر په لارښودنه د یاد وزارت د صحت حیوانی او مالدارۍ عمومی رییس ډاکټر جهانګیر میاخېل په مشری تخنیکی ټیم تللی دی.ډاکټر جهانګیر میاخېل وایی، چې د کرنې او مالداری وزارت په لابراتوار کې په وحشی مرغانو کې د والګی بیماری تثبیت شوې ده او دوی غواړی د خوست اوسیدونکو ته دا پیغام ورسوی چې خپل ماشومان او کورنۍ چرګان د دې مرض څخه وساتی.د ده په وینا چې د والګی مرض مخنیوی پدې کیږی چې خلک مړه مرغان ژر تر ژره د خاورو لاندې پټ کړی او د کرنې ریاست ته دې خبر ورکړی.

لکه څنګه چی  دهیواد میړنی امنیتی ځواکونه د انسانی داعش په وړاندی  مبارزه پرمخ بیایی نو ځکه خو نه پریږدی چی له بهر څخه داعشی چرګان له افغانستان پولو را واوړی . !!

ښاغلی میاخېل زیاته کړه، له یوه ځایه بل ځای ته د چرګانو لیږد رالیږد باید یوازې د کرنې ریاست په اجازه باندې وشی.نوموړی اندیښنه وښوده چې دا د ټول هېواد ستونزه ده او ممکن نورو سیموته انتقال شی او حتی انسانان هم تر ګواښ لاندې راوستی شی.د حیوانی بیماریو د برخې یو بل تن متخصص ډاکټر محمدخالد شهیوال چې د کرنې وزارت په پلاوی کې خوست ته راغلی وایی، چې تر اوسه دا مرض صرف په کارغانو کې چې وحشی الوتونکی بلل کیږی موجوده ده، خو په فارمونو او کورنیو چرګانو کې د دې نښې نښانې ندی لیدل شوی.دی وایی، کورنیو چرګانو او فارمونو ته د دې مرض د احتمالی لېږد لپاره په اندیښنه کې دی او هڅه کوی چې مخکې له مخکې یې مخه ونیسی.د مرغانو والګی یو بل خطر دادی چې کله نا کله انسانانو ته هم سرایت کوی او د ډاکټرانو په وینا چې ناروغان یې ۶۰ سلنه د تلف کیدو خطر لری.د خوست د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر ګل محمدالدین محمدی وایی، چې په روانه میاشت کې ولایتی روغتون ته هغه بیمارانو چې تنفسی ناروغی یې درلودې ولایتی روغتون ته مراجعه کړې، چې ۶۴ یې بستر شوی او څلورو بیمارانو ژوند دلاسه ورکړې او دوی یې سیمپلې د روغتیا وزارت مرکزی لابراتوار ته لیږلی،

دچرګانو هګی کارتون

خو له ښه مرغه چې د مرغانو پر والګی د انسانانو مثبت واقعات تر اوسه ندی ثبت شوی.ښاغلی محمدی زیاته کړه، ټول هغه بیماران چې تنفسی بیماری لری، نږدې کلینکونو یا ولایتی روغتون ته دې مراجعه وکړی، چې سیمپلې واخیستل شی.د پروګرام په پای کې د خوست د مرکزی باغ د ونو له لاندې د موظفو کسانو لخوا چې ټول محافظوی تدابیر یې نیولی ول لسګونه مړه شوی کارغان راټول او وسوځول شول.په یاد پروګرام د خوست مرستیال والی شیربادشاه ارګونی هم له خلکو وغوښتل، چې د متخصصینو د لارښودنو په رڼا کې د یاد ساری مرض په مخنیوی کې همکاری وکړی

دآزادی رادیو او تکړه لیکوال او ژورنالیست ښاغلی نجیب الله الوخیل څخه په زیاته مننه چی ددغه راپور په چمتو کولو کی یی موږ بدرګه کړی یو 

یادونه : ددغه راپور سرلیک او تصویرونه دنواندیشی له آرشیف څخه برابر شوی دی .

۲ نظر

  1. مننه چی دغه ښکلی اومهم راپور مونشر ته وسپاره ځکه دمارغانو مړینه اودانفلونزه وایرس یو خطرناکه اومهلکه ساری ناروغی ده

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا