گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د کمال سادات خندنۍ فتوی ګانی!
د کمال سادات خندنۍ فتوی ګانی!

د کمال سادات خندنۍ فتوی ګانی!

kamal sadat

کمال سادات چی هم ځان ته ډاکتر وایی او هم لیکوال او فرهنګی کارپوه او ددی تر څنګ له ډیری مودی راپه دی خوا د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو په چارو کی د وزیر دمرستیال دنده ترسره کوی عجیبه شانی فتوی ګانی ورکوی !! دا دکمال سادات په نوم خندونکی  ډرامه له هغه ځایه پیل شوه  چی کمال سادات د افغانستان د ملی وحدت د حکومت دځوانانو دچارو مرستیال او داطلاعاتو او کلتور وزارت چاری یی هم پر مخ بیوی د وزیرانو شوری په غونډه کی بیت الله شریف ته د تلونکو حاجیانو پر ښه سنبالتیا بحث روان ؤ نو کله چی ښاغلی ډاکتر کمال سادات ته چی  د اطلاعاتو او کلتور وزارت دځوانانو دچارو

کمال سادات در بامیان

د معینیت تر څنګ داطلاعاتو او کلتور د وزیر په غیابت کی یی د وزارت چاری هم سمبالولی دخبرو نوبت ورغلونو ناببره یی په داسی حال کی په  خبرو پیل وکړ چی خوارکی نه پوهیده حج او د حج مراسم څه وی نو یی په ډیرلوړ آواز وویل چی زموږ ځوانان حاضر دی چی په داوطلبانه توګه څومره حاجیان چی پکاروی د حج فریضی داداکولو لپاره ولاړ شی . !!!

نو د وزیرانو شوری د مجلس زیاتره ګډونوالو چی دده نظر واورید نو ټولو پری وخندلی ! بل ځل کله چی ښاغلی اشرف غنی د ارګ په ماڼۍ کی د ځوانانو پارلمان ته وینا کوله نو ښاغلی کمال سادات د یوه ګردی میز په ترځ کی په ډیره مبالغه سره وویل چی د نړۍ پر مخ ښاغلې اشرف غنی لومړی جمهور رئیس دی چی د خلکو په خوښه او دخلکو لخوا ټاکل شوی دی ….هغه متل دی چی بگیریش که نه گیردت !! او دادی دا ځل یی په دی هیله چی ګنی په اسلام کی د ښځو د حقونو او په ارزانه بیه د واده دمراسمو یادونه کړی وی نو د بامیانو په ولایت کی یی د ډله ائیز واده د مراسمو په یوه برخه کی ؤفرمایل :  

دمیرمنو !! د جنکیانو وادول په ډیر غیر شاعری !! محرم باندی واده ول په اسلام کی حرام دی !! هیڅوګ پوه نه شول چه د  مفتی صاحب ارشادات  څه ؤ ؟ او دغه ځوان مفتی میرمنی څه ته وایی او له جنکیانوسره یی توپیر څه دی ؟ بل داچی غیر شرعی محرم کوم دی ؟ او اصلأ محرم څه ته وایی ؟ خو دومره پوه شول هغه د شاعر نقل دی چی :  گر تو قرآن بدین نمط خوانی  ببری رونق مسلمانی !

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا