گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » ترکیه کې داستخباراتی سولې هڅې!
ترکیه کې داستخباراتی سولې هڅې!

ترکیه کې داستخباراتی سولې هڅې!

Najibullah Jameh Name12

سولې ته د رسېدو له پاره اصلی باور او غوښتنه دا ده چې پر داسی لارو چارو غور وشی چې جګړه ختمه کړی اویا لیږ تر لیږه د ښکیلو اصلی لوریو ترمنځ د مذاکراتود پیل په لار کې اغیزمن ثابت شی.هغه څه چې د کابل، اسلام اباد، چین او واشنګټن څلور اړخیزو هغو کې یې رنګ بایلود، چې مشخصی پایلۍ یوازې د بی باورې د فضاء زیاتوالی، د جګړې دکرغیړنو ادبیاتو قوت اوپه ټوله کې د افغان له جګړې ستړې ولس په لا ناهیلۍ سره پایته ورسېدی.اوس چې ترکیه د اسلامی نړۍ یو له لرغونی دوه درو فرهنګی او سیاسی قطبونو څخه دی

همایون جریر چی اوس د طالبانو  د  وژل شوی ملا رسول ډلی سره د حکومت له لوری  د خبرو کولو استازیتوب کوی پخپله  وایی چی د حزب اسلامی دشورا ګانو اتحاد د اشرف غنی په بریالیتوب او د ډاکتر عبدالله په ماتی که لوی لاس درلود .

دریمه موخه دا ده چې حکومت غواړی پر دی سره هغه شک غلط ثابت کړی کوم چې ویلی کیږی د ملا رسول او منان ډله د افغان څارګری اداری (NDS ) رامنځته کړی.

دویم : د سولې عالی شورا ته د خټی پزې ښودلو هڅه :

         د دغې غونډې څخه موخه دا د چې حکومت غواړی د سولې د عالی شورا بایللی څیره و رغوی ځکه کله هم چې خلګ او د سولې مخور حکومت ملامتوی چې د سولې له پاره هیڅ میکانیزم نه لری او هغه څه چې د شورا په نوم تیر ۹ کاله تر سره شوی تل ارګ د نظام په منځ کې سیاسی مخالفینو ته د سیاسی بډو په توګه ورکړی، یا د سولې شورا ادرس یوازی د ډالری تنخواګانو د اخیستلو، د پروژود مشروعیت او تجملی، فیشنی سفرونو د تګ راتګ هوای شرکت دی.ځکه لومړی د دغی شورا  وجودی فلسفه مخکې له دی چې د( خدای بښلۍ سولې ) په لار کې د منځګړې رول ا داء کړی له جدی خپل منځی خنډونو لکه د سولې عالی شورا په مشرتابه کې د طالب ضد څېرو شتون، د سولې په تړوا د مشخصه تګلارې او میکانیزم نه درلودل، د سولې له مفهوم سره خپله د شورا د غړو او حکومت ترمنځ خپلمنځی او دوه اړخیزه ستونزی دی، د صلاحیت او استقلال د نشوالی بحث، نه همغږۍ، د بې پرې توب پر اصل شک او ډېر داسی نوری ستونزی هم شته.هغه چې حکومت غواړی د دغسې غونډو په دایرولو سره لومړی خپل شکمن نیت د عامه ذهنیت پر وړاندی ترمیم او بیا په ځانګړې توګه د سولې د عالی شورا له منځه تللی باور او حیثیت بیرته راوګرزی.

دریم : د قطر دفتر او د طالبانو سیاسی انشعاب یقینی کولو هڅه :

بل لور ته دغې ناستی ته د قطر دفتر د سیاسی استازو د راتګ څخه هم یادونه شوی او په رسنیو کې د ملا رحمت الله وردګ نوم کښته پورته کیږی

شورای صلح و اجلاس ترکیه

چې د ایرانی اژانس فارس نیوز سره د غونډې د یو تن ګډونوال په خبره نوموړی د دغه دفتر بلاصلاحیته استازی دی.مګر د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد له لوری د دغه دفتر د غړو د نه ګډون خبره او د شرم وړ لا دا چې کله مجاهد هغه په دوبی کې په کنایه امیزه ډول د شاتو کاروباری بللی نه د دوی رسمی استازی دغې دری ورځنی غونډې ته یې سخته شرمناکه ضربه ورسوله.د غالب ګمان له مخې د قطر دفتر په شتون کې د ملا رسول او منان ډلی له ګډو مذاکراتوڅخه د سولې شورا په حضور کې موخه او هڅه دا وه چې دوی په لوی لاس د طالبانو د سیاسی انشعاب تر څنګ د دغه دفتر وجودی او سیاسی مشروعیت هم کمزوری کړی هغه چاره چې د طالبانو وجودی فسلفه او تاریخی ارزښت باندی سپینه او نه جبرانېدونکی کودتا یې بللی شو.

څلورم : اسلامی حزب او د سولې منځګړې رول :     

د دغه ګوند د مشر محترم حکمتیار او حکومت ترمنځ د سولې له هوکړې بیا تر ننه که څه هم حکمتیار صیب طالبان د لغمان او بیا ننګرهار په غونډو کې د خپلی وجودی فلسفی او داعیی تر کچې و ننګول د هغوی جګړه یې د امریکایانو د پاتی کېدلو سبب وبلله او هغوی یې د افغان جهاد د پایلی ناکامونکې عناصر یاد کړل مګر په عموم کې د دوی دریځ دا ده چې غواړی د حکومت او طالبانو ترمنځ د روغې جوړې او سولې ته د افغانی ډیالوک په لار میندلو سره خپل معطل او په انتظار کې منځګړې رول چې د دوی دودیز مخالفین  جمعیت او ستمځواکې کړې یې تل د دوی په مخ راکاږی اداء کړی.هغه چې ولس او د سولې مخور تل له حکمتیار صیب څخه د خپل دغه رول د لوبولو غوښتنه او هرکلی کړې تر څو وشی په افغانستان کې نور د مذاکراتو او نظام تجربی یو ځل بیا ړنګې نه کړای شی

ولی زموږ د وروستیو معلوماتو له مخی داسی څه که څه هم اسلامی ګوند او امیر به یې هڅه کړې وی ولې د ټرمپ د سهیلی اسیا او افغانستان یا په دا نوی د ملی امنیت کرښو کې پر جګړېد ټینګار خبری چې د ۱۶ بی ۵۲ طیارو بمبارې او د زرګونو جګړه ماروځواکونو بېرته راتګ د جګړې ډګر ته په داسی حال کې چې امریکا خپل پخوانی ستراتیژیک ملګری پاکستان د ټروریزم ملګری او روسیې او چین د خپلو ستراتیژیکو اهدافو په وړاندې خنډ ګڼی چې اسلامی حزب هم له دی پوره مطالعه لری او که داسې نه وی نو دغه ګوند او رهبری یې ولې د امریکا او ناټو بار بار په ولسی وګړو بمبارې نه غندی.نو پایله دا د چې لومړی دغه ناسته د حکومت او امنیت شورا نوښت دی نه د ریښتینی سولې یو سیاسی هڅه بل لور ته که اسلامی حزب دغه نوښت کړی وی هم مګر نتایج او اهداف یې حکومتی او امنیتی دی دریم د دی ټولو سربېره د افغان سولې لاره او حل لاره معلومه دی، خنډونه او ځنډونه یې په کور دننه او بهر کې هم د لسګونو ناستو په درشل کې جوت شوی، دغه ګډوډې هڅې د هغې سولې د تږیو حلق نشی خړوبوالی کوم چې له جګړې ځوریدلی او یا ځوریږی.هیله او غوښتنه مې د سولې د یو تږی فعال په توګه دا ده چې دغه مجهول او ګډوډ حرکتونو څخه لکه د ملا رحمت الله وردګ صیب شرمناک استازی توب څخه درس واخیستل شی او په ریښتینی ډول سولې ته د یو ولسی لومړیتوب او بل اجماع لومړیتوب په توګه کار وشی.

د خپلواکه او لوی افغانستان په هیله

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا