گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دحکمتیارد خبروپه وړاندی غبرګون
دحکمتیارد خبروپه وړاندی غبرګون

دحکمتیارد خبروپه وړاندی غبرګون

nauandeshi-kabul

لکه څنګه چی خبر یاست ګلبدین حکمتیار د افغانستان داسلامی حزب مشر د خپلو پلویانو او دولایاتو څخه د لیدلو په لړې کی دخوست ولایت ته سفرکړی  او هلته یی په یوه وینا کی ویلی ؤ چی  دلوی پکتیا د هر ستر قوم برخه باید ترډیرو وړو ولایتونو زیاته وی ، تر بامیان هم ،تر دایکنډی هم ، او حتی تر پنجشیر هم !

که څه هم ددغه خبرو په وړاندی لومړنی غبرګون د خوست غیرتی ؤلس وښود خود هیواد په پلازمینه کابل کی یی هم غبرګونونه را ؤپارول او د ملی وحدت د حکومت د اجرا ئیه رئیس عبدالله عبدالله د وزیرانو د شوری په ننی غونډه کی یی له دی سره سره چی د دحکمتیار نوم وانه خیست خو سیاسی مشران یی له داسی خبرونه ډډه کولو ته راؤبلل چی د قومونو ترمینځ د تفرقی سبب کیږی . ډاکتر عبدالله عبدالله وویل :

 افغانستان همدا اوس له ډیر خطر ناک دور څخه تیریږی چی دغه وضعیت ته پام زموږ دټولو سیاست والو اوشنونکودنده ده . زموږ سیاست وال باید له هر ډول قومی ضد تبلیغاتو او څرګندونو څخه په کلکه ډډه وکړی . 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا