گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دترومپ اعلامیه اودعربستان ونډه!
دترومپ اعلامیه اودعربستان ونډه!

دترومپ اعلامیه اودعربستان ونډه!

nauandeshi-cairo-20

لکه څنګه چی خبریاست د امریکا دمتحده ایالاتو جمهوررئیس دونالد  ترومپ Donald Tromp  د خپل ټاکنیز کمپائین د شعارونو د پلی کیدو په موخه بیت المقدس د اسرائیلو پلازمینه یا پایتخت اعلام کړ او داسی ویل کیدل چی ددغه اعلامیی په جوړولو کی به دسیمی د ځینو لاس پوڅه رژیمونو لاس هم وی ،

دونالد ترومپ د اعلامی دلاسلیک په حال کی

چی دادی اوس  په اسرائیلو کی د یوه مشهور څیړونکی او د مصر د پوځی  واکمن  جنرال عبدالفتاح السیسی یو پلوی په ډیره صریحه لهجه وویل چی هو ! په سیمه کی د ایران ، روسی او ځینو نورو هیوادونو د مخنیوی په موخه او له فلسطینیانو سره دیوی با ثباته سولی د رامینځ ته کیدو په هیله له هغه وروسته چی د سعودی عربستان له پاچا

سلمان بن عبدالعزیز آل سعود او دمصر د دیکتاتور جنرال عبدالفتاح السیسی  سره یی بیت المقدس ته د اسرائیلو د پلازمینی موافقه ترلاسه کړه نو جمهور رئیس دونالد ترومپ هم دغه فرمان لاسلیک کړ او د یوی تلویزیونی وینا په ترځ کی یی اعلان کړ خو دحیرانتیا وړ داده چی سعودی عربستان او مصر دواړوهیوادونو  د ښاغلی ترومپ دغه اقدام په نرمه لهجه غندلی دی .

سرچینه : د شهاب خبری آژانس 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا