گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » اعلامیه :بدمست ټوپکوال او د بلخ پر ښاغلی وکیل مهمنـــد بریــد
اعلامیه :بدمست ټوپکوال او د      بلخ پر ښاغلی وکیل مهمنـــد بریــد

اعلامیه :بدمست ټوپکوال او د بلخ پر ښاغلی وکیل مهمنـــد بریــد

nauandeshi-kabul%d9%8eدنواندیشی یادونه : د بلخ د امپراطوراو دجمیعت اسلامی د اجرائی رئیس قوماندان عطا محمد نور او دهغه د پخوانی کلک رقیب د حکمتیار په مشری د حزب اسلامی د شمال زون د آمر جمعه خان همدرد ترمینځ درت پر سر نندرائیزه دښمنی اوږده او لرغونی سابقه لری . آن تر دی چی د روسانو پر ضد د جهاد پر مهاد قل چی دبلخ اوسنی امپر اطور معلم عطامحمد نورچی د جمیعت اسلامی مربوط  د استاد ذبیح الله د یوی لوی  جبهی قومانده یی په غاړه وه

khales Ba Ronald Regan

او هم هغه مهال جمعه خان همدرد د زلمی  خلیلزاد چی د دونالد ریگن د  امریکا د باندنیو چارو په وزارت کی د جنوب غربی آسیا د څانګی مشری په غاړه وه اودحزب اسلامی له قوماندان او دشمال زون د آمر جمعه خان همدرد  حمایت یی کاوه ددغه دښمنې ډبره هم کیښودل شوه او ورو ورود دغه دښمنې دنفرت بوټې هم په لویدو شو . حیرانونکی نده چی په تیره شپاړس کلنه دوره کی هم جمعه خان همدرد د دغه حاکم نظام ترټولو لویه مهره بللی شی . داټول په تیر وخت کی د زلمی خلیلزاد چی له افغانستانه تر عراق او ملګرو ملتونو کی د امریکا  د جمهوری غوښتونکی ګوند  ځواکمن آستازې ؤ بللی شی . لنډه داچی همدا اوس هم چی حکمتیار او دهغه ګوند په مزار شریف کی د یوه وکیل آصف مهمند په ننګه اعلامیه خپاره کړه دا په واقیعت کی له جمعه خان همدرد څخه د جنرال عطا محمد نور د بلخ د امپراطور په وړاندی  چی د بلخ په روضه شریفه  کی له تیرو څو کالو را په دی خوا یوه امپراطوری جوړه کړیده . خو دا معلومه نه ده چی یو نوی او نابلده میدان ته راغلی قدرت به څومره وتوانیږی له دغه میدانه په بریالیتوب سره را ؤوزی

الماس زاهد با عطا محمد نور

تصویر دیدار هیأت اعزامی از کابل بریاست الماس زاهد ُ و عضویت ایوب سالنگی ، جنرال فضل الدین عیار و محمد اقبال صافی با عطا محمد نور 

د پوښتنی وړ ده . خو کتونکی گمان نکوی د ښاغلی ګلبدین حکمتیار نورو فرمان ډوله ارشاداتو ته په کتنه او له هغه ځایه چی د دارالامان  شریف په خانقاه کی د میشته  مرشد ټول لګښتونه د بهرنیو استخباراتو له لوری وروکول کیږی په دی باور دی چی دا وړۍ به شړۍ نه  شی .  

jomakhan Hamdard and hekmatyar     د حزب اسلامی افغانستان اعلامیه : بدمست ټوپکوال او د بلخ پر ښاغلی وکیل مهمند برید

 

 

besmellah u rahman Alrahem

 

حزب اسلامی د بلخ پر ښاغلی وکیل مهمند د بلخ د والی د ټوپکوالو وحشیانه برید او په برید کی د نږدې لسو بې گناه افغانانو مرگ ژوبله په کلکو الفاظو غندی، له دولت غواړی چی د پېښی عاملین له ځنډ پرته د قانون منگولو ته وسپاری او د شریعت مطابق ئې محاکمه او مجازات کړی، نیول شوی افراد د یرغملگرو له بند او اسارت وژغوری او په دې توگه هم د داسی پېښو د بیا تکرار مخه ونیسی او هم پرېنږدی چی واکمنان له خپل دولتی واک د خپلو سیاسی او قومی سیالانو د ځپلو لپاره استفاده وکړی.

نه موږ او نه هیڅ افغان ته د منلو ده او نه ئې په وړاندی بې تفاوته پاته کېدى شو چی د حکومت تر سلطې لاندی سیمی او هغه هم د هوایی ډگر دننه څو بدمست او مغرور وسله وال د سیمی یو مخور او د ولس دروند استازى ونیسی، پر ساتونکو ئې وسله وال برید وکړی، استقبال ته ئې راغلی دوستان او خپلوان تر ډزو لاندی ونیسی او گڼ شمېر افغانانو ته مرگ ژوبله واړوی.

saeed and Jomakhan hamdard

قریب الرحمن سعید چی ځان د حزب اسلامی د اروپا مسؤل بولی د له جمعه خان همدرد سره په یوه معنا داره شعار چی د حکم انتظار کوی !

که دولت په خپلو عاجلو اقداماتو پېښه او پایلی ئې مدیریت نکړی او خبره هغه ځاى ته ورسېږی چی د وژل شوو، ټپی شوو او ښاغلی مهمند خپلوان او حامیان د غچ او انتقام اخیستلو نورو لارو غوره کولو ته اړ شی نو پایلی به ئې وخیمی وی. هم د ده خپلوان او حامیان د انتقام اخیستلو توان لری او هم د ده لوى قوم مهمند. دولت مکلف دئ چی د داسی بدو پایلو مخنیوى وکړی.دا پېښه په داسی حال کی رامنځته شوې چی تر دې څو ورځی وړاندی د بلخ والی گواښونه کړی وو چی که مرکزی حکومت د ده غوښتنی ونه منی نو هوائی ډگرونه او دولتی تأسیسات به په زور ونیسی!!

اعلامیه حزب اسلامی در رابطه با بازداشت وکیل مهمند

خلک دا پېښه د همدې گواښ یوه بېلگه او د مخکنیو خونړیو پېښو تکرار گڼی. که فوری اقدامات ونشی نو له دولت او د قانون له پلی کېدو به د خلکو طمع پاى ته رسی او هر څوک به له خپل سر او عزت د دفاع نورو لارو چارو غوره کولو ته ځان اړ گڼی.

حزب اسلامی افغانستان

          د اسد ۲۵مه

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا