گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » آدمیـــت احتــــــرام آدمـــــی اسـت! آزادی بــــد اخــــلاقی نــــه ده !
آدمیـــت احتــــــرام آدمـــــی اسـت!      آزادی بــــد اخــــلاقی نــــه ده !

آدمیـــت احتــــــرام آدمـــــی اسـت! آزادی بــــد اخــــلاقی نــــه ده !

dr soraya khadem name

دنواندیشی یادونه : دادی د درنی او پیاوړی خور ډ کتر ثریا جان خادم په قلم د لوی استاد خدای بښلی مولانا قیام الدین خادم هغه لیکنه خپرؤ چی د هغه د سلو مقالو له مجموعی څخه یی غوره کړی ده . که څه دغه لیکنه پخوا خپره شوی ده خودادی یوځل بیا یی هم نواندیشی  د ګران ځاځی صاحب څخه په ځانګړی مننه  ترتاسو دررسوی .

آزادی زن از نظر مولانا خادم

د لیکوالی او غوره کوونکی یادونه : درندو دوستانو خویندو وروڼو افغانانو بیا می هم درناوی او ښې هیلې ومنۍ .نن می بیا د لوی استاد (استاد خادم بابا) دټولنیزو افکارو ددراند اثر دسلو مقالو له مینځه دیوې په زړه پوری مقالی څو ګټور پراګرافونه را غوره کړی ، په دی هیله چی په مینه او غور یی ولولئ خوند او ګټه تری پورته او خپل درانده نظریات پری مهربانې وکړی . مننه او خوښنه .

                                                                                                  

soraya Khadem1

 

دا لاندې څو پراګرفونه د (ښځه دپښتنو په ټولنه کی) له مقالې څخه غوره شوی دی .

دنیا ډیره موده دښځو په حقوقو پښې ایښې وی او ښځې لکه دغلام او مریی په صورت ژوند کاوه ، چی څو د غلامۍ رسم له دنیا نابود شو ، ورسره د ښځو دحق خبره دانسانان دمحافلو منځ ته راغله په دی باندې ډیر بحثونه او دلائل رد وبدل شوه ، عقلاؤ مفکرینو او مصلحینو په دی موضوع کی ډیر څه ولیکل او ډیر څه یی وویل چی څو انسان په دی قائل شو چی ښځه هم د آدم (ع) او حوا اولاد دی او دیو انسان په شان دحیات حق لری؛ تعلیم ، تحصیل، کار ، فن ،تملک دخپل ځان دحق اختیار ، دکار اوشغل انتخاب چی څنګه دنر حقوق دی هغسې ښځه هم حقوق لری ، یعنی ښخه دنارینه په لاس یو غلام ، او بندی نه ده ، څرنګه چی ( آدمیت احترام آدمی است )

د فرخندی قاتلان

ښځه به دنر په جائزو حقوقو سترګی نه پټوی دآزادی معنی بد اخلاقی نه ده دآزادې معنی داده چی یو انسان دی یو غلام ، بندی او محبوس په صورت نه ساتل کیږی ، څنګه چی خدای پاک ټول زنده سر او انسانان آزاد حر او اصیل پیدا کړی دی ، هیڅوک دقوت زور او رسوخ له امله دچا جائزه آزادی نه سلبوی ، هو ، دګناه او جرم په وخت کی ښځه اونر باید یو رنګ مجازات کړی شی نن ورځ د دنیا زیات ملل او اقوام په دغه خبر پوه شوی دی او ښځه پکښې دیو انسان اود آدم (ع) او حوا داولاد په حیث دخپل حق سره موافق ژوند کوی ، اروپا، امریکا ، روسیه ، چین هندوستان ټولو کښې دښځو حق منل شوی دی اوس نو ممکنه ده چی زمونږ ځینی خلک ووایی دا خلک خو ټول کافر دی او مونږ مسلمان یو ،

نو زه ویلی شم چی عرب ، ترک او ایران پاکستان خو هم مسلمانان دی ، وبه ګورو چی دهغه ځای او دځینی پس مانده ممالکو دښځو په حقوقو کی فرق شته او کنه ؟ په دی وخت کی زمونږ ځینی خلک دا ویلی شی چی مونږ دنورو خلکو په تقلید او پیروی څه مجبور یو زمونږ دین او مذهب چی څه وایی په هغی مکلف یو ، دلته خبره حقیقت ته نږدی کیږی ، که دا خلک مونږ سره په قران اوشریعت فیصله کوی مونږ خوشحاله یو ، اسلام ښځو ته دتعیلم ، تملک ، کار کسب ، میراث ، نکاح ، تجارت ، حج ، غزا محکمې ته حاضریدو ، دعوا، شهادت ، جمعې ته حاضریدو، خطبه اورید حقوق ورکړی دی او مونږ هم ددې نه زیات څه نه وایو او نوره دنیا ددې نه زیات څه حقوق ورکولی شی ، دستر په باب لمانځه کی لاهم مخ ، قدمونه لاسونه ښکاره ، ممنوع نه دی ، او نور ځایونه لوڅول بیباکی ده ګمان نه کوم چی زمونږ په جامعه کی به کوم معقول څوک د بیباکی طرفدار وی . نور بیا …… !

دلیکنی ترتیب تنظیم ټایپ کوونکی :

Sorya Khadem Name

 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا