گـزیده اخبــار

خانه » اجتماعی » خادم چې په اخلاص شی څوک د مُلک او د ملت ! ” ارواښاد مولانا خادم ”
خادم چې په اخلاص شی څوک د مُلک او د ملت ! ” ارواښاد مولانا خادم ”

خادم چې په اخلاص شی څوک د مُلک او د ملت ! ” ارواښاد مولانا خادم ”

 خدای بښلۍ مولانا قیام الدین خادم د ګران افغانستان په تاریخ کی هغه ځلانده او تل پاته ستورئ دې چی بی له شکه زموږ د لرغونی هیواد د  تاریخ او تمدن پر آسمان به د تل لپاره سترګکونه وهی اودخدای بښلی افکاراو نظریات  به د تاریخ په اوږدو او د ټولو پیړیو په درشل کی د هیواد او د نړې  د ځوانو  او پر  دینی او ملی  ارزښتونو  مینو نسلونو دلاری څراغ وی . «نواند یشی »  د افغانستان د ټولونواندیشه مسلمانانو منبر ٫٫ تربیون ٬٬   د ګران هیواد ددغه نومیالی دینی او ملی شخصیت افکارو او نظریاتو ته ددرناوی په موخه په « مرورید ها » ویب بلاګ کی خپره شوی لیکنه چی له پښتو ویکی پیدیا څخه یی د رابرسیره کولو ستونځه ګاللی ده  دغه لیکنه د ډالئ په توګه  ددوهم ځل لپاره خپروی  .

   خادم چې په اخلاص شی څوک د مُلک او د ملت    وطن یې پس له مرګه په مدفن فخر کوی.  

                                                                                             ”  ارواښاد مولانا خادم

قیــام الــدیــن خــادم

 قیام الدین خادم (زېږېدنه: ۱۲۷۴ ل. – مړینه: ۱۳۵۸ ل.) (انګرېزی:Qyamudeen Khadem) یو افغان سیاست پوه، د مشرانو د جرګې سناتور، د کابل پوهنتون د ادبیاتو د پوهنځی استاد، ژورنالیست، پیاوړى لیکوال، ویښ شاعر، ادیب او د فلسفی اندونو یو پوه عالم ؤ. نوموړی په پښتو ادب کې یو ځانګړی ځای لری او په همدې سبب هغه د پښتو ژبې او ادب د ځلانده ستورو څخه یو ستوری ګڼل کېږی. هغه د پښتو ژبې او ادب په باب په زړه پوری منظوم او منثور آثار لیکلی. د ادبی هلو ځلو تر څنګ نوموړی په سیاست کې هم ښکاره ونډه درلوده او د ویښ زلمیانو د ګوند د بنسټ ایښودونکو غړو له ډلې نه ؤ.

مـــخـــینـــه

 قیــام الــدین خــادم

قیام الدین خادم په ۱۲۸۶ لمریز کال د کامې ولسوالۍ په یوې روحانی کورنۍ کې دنیا ته سترګې پرانیستی دی . د ارواښاد خادم پلار مرحوم ملا حسام الدین اخوند پخپله سیمه کې یو مشهور او پوه عالم و.[۱] خادم صاحب دوه نیم کاله په لواړگی کې اوسېده ،همدلته د شاعرۍ ،لیکوالۍ او ادبیاتو سره د هغه مرموزې لیوالتیاوې راوټوکېدې، بیا په لواړګی کې پاتې شو او هماغلته یې کوزده او واده وکړ. قیام الدین خادم د خپل د اصل او نصب په اړه پخپل یوه شعر کې داسې وایی:

تعارف

د پلار د پلار لـخـوا لـمسـی د مـیا عـمـر یـمـه زه      د پلار د مور نه د آخونـد بـابـا پـسـر یـمـه زه

مور مې له پلاره د فـقیر صاحب نصـب ته رسی     د مور له موره د خواجه احرار ځیګـر یـمـه زه

د میـا عـمـر صاحب زیارت په څـمـکـنـیـو کې دی         فقیر صاحب د کامې بره خوا خښیو کې دی

آخـونـد بـابـا دی په کـنـړ، خواجه احـرار په هرات         خـادم د دغه صـاحـبانو په لـمـسیـو کې دی

فـقـیـر صـاحـب، عبـدالـرحـمان سېـلانـی یادېږی       د ده فرزند صـاحـبـزاده مُـراد عـلـی نومـیـږی

په پښتنو کې میـا عـمـر دی په رښـتـیـا منـلـی              د ده فـرزنــد او خـلـیــفـه مـحـمـدی یـادېـږی

مـحـمـدی صـاحـبـزاده ؤ لوی شـاعـر د پـښـتـو            مُراد علی صـاحـبـزاده ؤ مـفـسـر د پـښــتـو

د پـلار و مـوره مـیـراثـه را لـه پـښـتـو پـاتـې ده              خـادم به و نـه مـنی هـیـڅ مـنـکر د پـښتـو

یمه خـادم کله مې ځـانـتـه سـیـلانـی ویـیـلـی                 کله مې ځان په احراری، میاعمری ښـوولی

پلار مې د شګې په زاخیلو کې خاړپوڅې کړی             پدې لحـاظ مې کـلـه ځـان زاخـیـلـی بـلـلـی

د علـم او فـقـر په ځـانـګـو کې زېـږېـدلـی یـمـه                له ابـتـداء نـه پـدې لاره بـانـدې تـلـلـی یمـه

زده کړې

لومړنۍ زده کړې یې پخپل کور کې د خپلو والدینو څخه تر سره کړی دی . خادم صاحب د اسلامی علومو ګڼ شمیر کتابونه لوستی وه؛ هغه صرف ،نحوه ،منطق حکمت ،فقه ،حدیث ، تفسیر او د نور دودیزو علومو زده کړه یې ترلاسه کړې وه. هغه د دینی پوهې د ترلاسه کولو لپاره ۱۵ کاله په هیواد کې دننه او له هیواد نه دباندې سفرونه کړی دی .

د نــــد ې

قیام الدین خادم

قیام الدین خادم په بیلابیلو دولتی دندو گمارل شوی دی او د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې یې دندې ترسره کړی دی. نوموړی د لومړی ځل لپاره په ۱۳۰۴ ل. کال د کامې په ابتدائیه ښونځی کې د ښوونکی په توگه په دنده وگمارل شو. وروسته له یو څه مودې هغه هندوستان ته سفر وکړ له سفر نه د بېرته راستنېدو سره یې د جلال آباد په یوه ښوونځی کې د ښوونکی په توګه په کار پېل وکړ.

نوموړی په ۱۳۱۲ ل. کال د لواړګی نه د کندهار ولایت ته ولاړ او هلته د کندهار د پښتو ادبی انجمن غړی شو. کله چې د ۱۳۱۴ ل. کال د زمری په ۲۵مه نېټه د هغه مهال د دولتی چارواکو په امر د پښتو ادبی انجمن له کندهار څخه کابل ته ولېږدېده نو قیام الدین خادم هم د همدغې ټولنې سره کابل ته وکوچېده.

په رسنیو کې

کله چې په ۱۳۱۵ ل. کال کې د پښتو ادبی انجمن نوم په رسمی توګه په پښتو ټولنه بدل شو او همدا ټولنه کابل ته ولېږدېده نو ښاغلی خادم، په کابل کې د اوسېدو پر مهال، ۳ میاشتې د زیری د ورځپاڼې د خپراوی پازه پر غاړه درلودله. په ۱۳۱۸ ل. کال کې، ښاغلی خادم د تالیف او ترجمی د څانګې مدیر وټاکل شو، په ۱۳۲۰ ل. کال کې یې د پښتو ټولنې د عمومی ریاست مرستیالی پرمخ بېوله او په ۱۳۲۱ ل. کال کې د اتحاد مشرقی د ورځپاڼې مدیر شو. تر دې وروسته په ۱۳۲۴ ل. کال کې د دایره المعارف د ژباړې مدیریت ورپه غاړه شو او بیا په ۱۳۲۵ ل. کال کې د تعاونی ډیپو د پلټنې (تفتیش) لوی مدیر شو چې تر دې څه موده وروسته بیا د هرات ولایت ته ولاړ. په ۱۳۲۹ ل. کال کې یو ځل بیا قیام الدین خادم ته په رسنیو کې دنده ورکړل شوه او دا ځل یې د کندهار د طلوع افغان د مدیر په توګه خپلې چارې پرمخ بېولې او یو کال تر یوه کاله پورې همالته په کندهار کې وه بیا په ۱۳۳۰ ل. کال کې د کابل مجلې د چلوونکی شو خو دلته هم د لنډ مهال لپاره په کار بوخت وه او په ۱۳۳۱ ل. کال کې بیا د سروبی د برېښنا د فابریکې د کوپراتیف لوی مدیر شو. په ۱۳۳۲ ل. کال کې قیام الدین خادم د اصلاح ورځپاڼې د مسؤل مدیر په توګه بیا رسنیز کار ته مخه کړه او د مدریت د دندې وروسته هغه څو کاله د پښتو ژبې د کورسونو مدیر او په عین وخت کې د زیری ورځپاڼې د چلوونکی دنده هم پر غاړه درلوده.

چاپ شوی آثار

 ارواښاد قیام الدین خادم

ارواښاد استاد خادم د منظومو او منثورو آثارو ډیر په زړه پوری کتابونه لیکلی او ۱۴ ځانگړی اثار یی چاپ شوی دی چې د هغو نه یې یو شمیر په دې توګه دی:

۱:-            د کوچنیانو اخلاقی پالنه

۲:-            روهی گلونه

۳:-            د مرغلرو امیل

۴:-            نوی ژوندون

۵:-            مکارم اخلاق

۶:-           پښتونولی

۷:-            بایزید روښان

۸:-            خیالی دنیا

۹:-            د شریف سرگذشت

۱۰:-          نبوغ او عبقریت (فلسفی اثر)

۱۱:-          نوې رڼا

۱۲:-         د پښتو ننی لیکوال

۱۳:-          د پښتنو د تاریخ یوه سرپاڼه

۱۴:-          د خوشحال او د رحمان موازنه

۱۵:-          څاروان

۱۶:-          د څلورم ټولګی لپاره د پښتو قرأت

۱۷:-          پښتو کلی (په ۶ ټوکو کې)

۱۸: –         معلم پښتو

۱۹: –         پښتانه شعرا (لومړی ټوک)

۲۰:-          پارتیان څوک ؤ

۲۱:-          په تذکره الاولیا تبصره

۲۲:-          کوشانیان څوک ؤ

۲۳:-          د بابا نصیحت

۲۴:-          د پښتو پټۍ

۲۵:-          د پښتو نثر تاریخی تصورات

۲۶:-          لوی سها ک

۲۷:-          ادبی قصې

۲۸:-          لوی اصحابان (اصحاب کرام)

۲۹:-          نشنلیزم او انټرنشنلیزم

۳۰:-          افغانی حکومت

۳۱: –         د پښتو نثر

۳۲: –         معیاری پښتو

۳۳: –         بلکا

۳۴: –         د پښتو څټه او څانکې

۳۵:-          نصوص الحکم

۳۶: –        د مور مینه

۳۷: –         لرغونی پښتانه قومونه

۳۸: –        ټولنپال افغان مونوفیسټ (د مولانا قیام الدین خادم سیاسی افکار)

ناچاپه آثار

 قیام الدین خادم

د نوموړی ګڼ شمیر نور اثار لا تر اوسه نه دی خپاره شوی. د ناچاپو کتابونو لړلیک یې په لاندې توګه دی او موږ په دې هیله یو چې یوه ورځ د دغو کتابونو د چاپولو زیری واورو.

۱: –           د پښتونخوا قصې

۲:-            مکالمات

۳: –           غرضه حُب خیر

۴: –           سورګل

۵: –         کانفرانسونه

۶:  –         کره پښتو

۷: –          پښتو زده کړه

۸:  –          د پښتو شاعری

۹:  –          پښتو په غربی لیکدود کې

۱۰: –         پښتنی پور

۱۱:  –        شلمه پیړۍ او پښتانه

۱۲: –         د پښتنو قومولی

۱۳:  –        غوره سندرې

۱۴:-          د پښتنو مشاعرې

۱۵: –         لرغونی افغانان

۱۶: –         آینده پښتنو ته

۱۷:-         د تنقید حق

۱۸:-         ساتلې خزانه

۱۹:-        ریګویدی سرودونه (یا سرود های ریګویدی)

۲۰: –         د پښتونولۍ ادب

ځانګړی وړتوب

مرحوم خادم صاحب په اردو، انګرېزی او عربی ژبو بلد ؤ، د همدغو ژبو په مرسته هغه د یوه کنجکاو او پلټونکی انسان په توګه هڅه کوله او د ډیرؤ شیانو په راز یې ځان پوه کړی وه، کیدای شی د هغه د بریالیتوبو د رازونو څخه یو هم همدا وبولو.

سیاسی ژوند

Qiamodin Khadem and Frinds

        په دې انځور کې د نورو فرهنګیانو سره، قیام الدین خادم ۲۲ کس دی

د هیواد په سیاسی ډګر کې هم قیام الدین خادم یوه فعاله ونډه درلوده. هغه د ویښ ځلمیانو د غورځنګ د بنسټ ایښودونکو له ډلې څخه ؤ.[۲]

د ۱۳۲۷ ل کال د جوزا د میاشتی په اوومه د ویښو ځلمیانو د تدارک د کمیسون د لارښوونی له مخې د کندهار، ننګرهار او کابل یو شمیر ادبی او عرفانی ملګرو لکه عبدالرؤف بینوا، فیض محمدانګاز، نورمحمد تره کی، قیام الدین خادم، صدیق الله رښتین، ګل پاچا الفت، نیک محمد پکتیانی، محمد ارسلان سلیمی، عبدالقدوس پرهیز، ابو الحسن هزاره، پاینده محمد روهیلی، محمد ولی ځلمی، عطا محمد شېرزی، محمد طاهر تائب او ځینو نورو لیکوالانو او روښنفکرانو د موسسی کنګری غړو چې شمیر یې دوه ویشتو تنو ته رسیدی د دارالامان په افشار وکې د عبدالمجید زابلی دنوی تعمیر په یوه سالون کې د ماسپښین پر دوو بجو د ویښو ځلمیانو دگوند جوړولولپاره دبیلو بیلوولایتونو د نمایندګانو طرحی وړاندی شوی چې یوه یې د عبدالروف بینوا او نور محمد تره کی، بله یې د قیام الدین خادم او دریمه یې د صدیق الله رشتین وه. لومړی یې مترقی او عصری، دوهمه یې ملی اوو طنی،دریمه یې مذهبی او کلتوری رنګ درلود. د زیات بحث وروسته د ټولو طرحو د مهمو مادو په ګډون پر دغو ټوکودټولو موافقه راغله : د اسلام او مشروطه شاهی نظام او د پاچاد مقام درناوی، د دولت د دروګونو قواؤ ترمنځ لکه اجرئیه، مقنینه، قضائېه تفکیک او بیلوالی ، دهغوی د حقوقو او صلاحیتونو ټاکل، د ازادو انتخاباتوپر اساس درابلل شوی لویی جرګی د لاری د وخت دغوښتنو سره سم په اساسی قانون کې تعدیلات او تغیرات راوستل ، داساسی قانون پلی کول، د علم او معارف خپرېدل او پراختیا، د مطبوعاتو، دفکر او بیان د آزادۍ تظمینول، د هر ډول نژادی، ژبنی، او سیمه ایزو تعصب او لوړتیا غوښتنومخه نیول، د قانون په واسطه د افرادو طبیعی اوټولنیزو حقوقو تأ مینول، ظلم، رشوت، پټی سوداگری (قاچاق) او بی عدالتیو سره مبارزه کول، په ټولنیز ژوندکې د افراط او تفریط څخه ډډه کول، د تخنیک اوصنعت رواجول، په هېواد کې دهر چاله پاره د کار او تعلیم د زمینی برابرول، د کارګرو او بزګرو حقوق، اقتصادی او زراعتی اصلاحاتو ته پاملرل، د موهوماتو او مزخرفاتو سره مجادله کول، د ملی ژبی پښتو او پښتونستان د ملی خوداردیت پرننګه درېدل، د بشر د حقوق د اعلامیې او بین المللی صلح او سلم غوښتل او په عملی صورت بې تطبیقول . بڅرکی صاحب په پورته یادشوی کتاب کې لیکلې چی دویښ زلمیانو دجنبش لومړې مرام په ۱۳۲۷ او دوهم یی په ۱۳۲۸ لمریزکال دزمری دمیاشتی په ۲۷ نیټه تصویب شوېدی . گران لوستونکی محمد علم بڅرکی (( ویښ ځلمیان دافغانستان یو سیاسی تحریک)) په نامه کتاب کښی دخادم صاحب او پښتو ادب دشپږو ستورو دسیاسی فعالیت په اړوند معلومات تر لاسه کولای شی . ارواښاد خادم دحقیقت دڅرگندولو سره مینه لرل ،تل یې هر څه بربنډ ویل . خادم صاحب په زیات شمیر ادبی او علمی محافلو کې برخه اخیستې ده ،او کله کله ددولت اړونده ا رگانو لخوا په ستاین لیکونو او ډالیو سره نازول شوۍ او ستاینه یې شوېده . مرحوم خادم دفلسفی اند او علمی شخصیت څښتن و،هغه په رښتیا سره دخپل ولس سره مینه درلوده او دهغه خدمت یی په ډیره خوښۍ سره کاوه. هغه د هر ډول مشکلاتو او سختیو په مقابل کښی د مقاومت، صبر او حوصلې لارښوونه کول . استاد خادم دمعاسرو ادبیاتو دهغو پنځو ستوروڅخه وچې دپښتو ادب او کلتور یی ځلولۍ دی ،اودیوه داسی ویښ زلمی په احساس یې دپښتو ادب چوپړ کړۍ چې دنن زلمیان یې درناوۍ کوی

بندی کیدل او مړینه

کله چې په ۱۳۵۷ ل. کال کې د خلق او د پرچم د ګوندونو لخوا په افغانستان کې کودتا وشوه، او په افغانستان کې یو کمونستی رژیم واکمن شو. نو په همدغه کال کې قیام الدین خادم هم د کمونستی رژیم لخوا زندانی شو او په زندان کې تر ډېرو شکنجو او ځورونو وروسته په داسې حال کې له بنده خلاص شو چې لاسونه او پخښې یې د همدې ځورونو په سبب فلج شوی وې. د افغانستان دا لوی مفکر، ژورنالست، ادیب، لیکوال، د فلسفی افکارو خاوند، د ټولنې طبیب، سیاستپوه او ټولنیز شخصیت د ۱۳۵۸ ل. کال د وږی د میاشتې په ۵مه نیټه چې د هماغه کال د واړه اختر د ۵ ورځې سره سمون خوری د دوشنبې په ورځ د سهار په ۵ بجو د علی آباد په روغتون کې د ۷۴ کلونو په عمر له دې نړۍ نه سترګې پټې کړې او د هماغه کال د وږی د میاشتې په ۶مه نېټّه د کامې ولسوالۍ د زرشوی په کلی کې په خپله پلرنۍ هدیره کې په ډېر درنښت خاورو ته وسپارل شو.

خادم چې په اخلاص شی څوک د مُلک او د ملت             وطن یې پس له مرګه په مدفن فخر کوی

د نورو نظرونه

د قیام الدین خادم د شخصیت په اړه د افغانی ټولنې یو شمیر پیژندل شوؤ څېرو خپل بیل بیل نظرونه او اندونه څرګند کړی چې ځینې یې په دې توګه دی:

   ښاغلی قیام الدین خادم په اوسنیو لیکوالو او شاعرانو کې دقدامت او مشرتوب حق لری ،دافغانی پوهانو او ادیبانو په لومړۍ ډله کې دریږې.  —عبدالروف بینوا   کله چې دویښ زلمیانو پر ادبیاتو باندی بحث کیږی نو لومړی ځل پاره دحبیبی، الفت ، بینوا ،خادم ، رښتین او رشاد نومونه په ذهن کې تداعی کیږی ،ځکه چې دپشتو دمعیاری ژبی ، لیکدود (املأ) او ادبی سبک په پالنه کې ډیر ستر خدمتونه تر سره کړی او زیات شاگردان یې روزلی دی —د پښتو د ادبیاتو تاریخ – د محمد صدیق روهی لیکنه

عبدالحی حبیبی او عبدالشکور رشاد دواړه د ادبی او تاریخی څیړنو سر لاری اوپه خپله برخه کښی دتبحر په لحاظ بې ساری دی. محترم استاد پوهاند رښتین هم په گرامر او ادبی تاریخ کې لوی لاس لری . الفت ،بینوا او خادم که څه هم ادبی څیړنی تر سره کړی خو هغوی زیاتره درښتیا ددورې دنامتو شاعرانو په توگه شهرت لری   خادم صاحب دپښتو او پښتونولۍ اودهیواد له ترقی سره ډیره مینه درلوده،هغه دښو احساساتو خاوند اودلهجې سراحت یې درلود.     

 —محمد صدیق روهی

قیام الدین خادم په اوسنی لیکوالو کې خپل ژوندلیک خپور کړی دی، هغه په یوه برخه کې یې د زما پر حیات انتقادات تر سر لیک لاندې داسې لیکلی دی:

  په ژوندانه کې هیڅوک له انتقاده نه دی خلاص هغه انتقادونه چې په مایی خلک کوی دادی

۱:-   وایی نه منونکی سړۍ دی . دا انتقاد په ماباندی زما والدې هم هر وخت کاوه ،مگر زما جواب داو چې که زه منونکی وای خوزه به هم دنورو خلکو غوندی وای . په ورکوټوالی به می دمور سره تل په دې جنگ و.دې به ویل : خلک داسی کوی اوته داسی،مابه ویل چې : ( خلک راته مه یادوه خلک خو هر حه کوی!

۲:-    وایی ډیر بحث کوی اونه قانع کیږی . . . دا خبره نشم فیصله کولای چې دا د خلکو قصور دی اوکه زما عیب؟ استادان به هم زما پوښتنو ته اریان وو، زه پخپله هم پدې قانع یم چې بحث می خوښ دی، مګر په اساسی او اصولی خبرو. نه مطلق بحث . . .

۳:-    وایی سر شوخه دی مگر دوستان مې وایی ادبی شجاعت لری. په ورکوټوالی کې راته خلکو ویل چی کلانکار دی، ولې په آزادی خو زه په خپله هم قایل یم او دا ځکه چی دا طبعی بار زماپه ورمیږ نشته.

۴:-     هو، په دی یوه گناه زه پخپله هم قانع یم چې هغه دحقیقت مینه باید وبولم .

خلک په امورو کې دنورو نورو ملاحظاتومراعات کوی ،مگر زه په حقیقت او واقیعت پښې نشم ایښودای. ما خپل دغه عادت په هغه نظم کې چی د شاعر مسلک یی نوم دی ښه تصویر کړی دی. زه دا ټولی خبری اورم مگر د ځان سره وایم: ډیری خولې ډیری خبری.            

روهی صاحب لیکې داپورته لیکنه دخادم صاحب دنثر نمونه هم کیدای شی ؛ دده په نثر کی ایجازلیدل کیږی اودځینو لیکوالو په شان دحق الحمې دپاره خبره نه اوږدوی ،بلکه نیغ په نیغه خپل مطلب بیانوی.

سرچینې

۱:-            ↑ اوسنی لیکوال – د عبدالروف بېنوا اثر – لومړی ټوک، د چاپکال ۱۳۴۰ – ۲۹۲ مخ.

۲:-            ↑ افغانستان در مسیر تاریخ- دوهم ټوک، د چاپکال ۱۳۲۶ ل.- ۲۳۸ مخ. – میر غلام محمد غبار په خپل کتاب کې داسې لیکی:

په ۱۳۲۶ ل. کال یوه سیاسی گوند د ویښ زلمیانو په نامه علنی فعالیت پیل کړ. د دې گوند بنسټ ایښودونکی او مشران په کابل، کندهار او ننگرهار کې دا کسان یادوی: عبدالروف بینوا، ګل پاچا الفت، فیض محمد انګار، نور محمد ترکی، غلام حسن خان ساپی، (این دو نفر اخیر از دسته عبدالمجید زابلی بودند)، محمد رسول خان پشتون، عبدالشکور رشاد، عبدالهادی توخی، محمد انور خان اڅکزی، قاضی بهرام خان، غلام جیلانی خان، قاضی عبدالصمد خان، فتح محمد خان، خټگر، نور محمد خان قاضی خیل، محمد ابراهیم خواخوږى، محمد ناصر خان لعل پوری، صوفی ولی محمد خان، آغا محمد خانکرزی، محمد موسی خان شفیق، غلام محمد خان پوپل، محمد طاهر خان صافی، قیام الدین خادم، ارسلا خان سلیمی وردگ، نیک محمد خان پکتیانی، صدیق الله رښتین، عبدالعزیز خان، عبدالخالق خان واسعی، محمد علم خان، نور احمد شاکر، محمد رسول خان مسلم، محمد حسین خان رېدی، عبدالرزاق فراهی، محمد نور خان علم، عبید الله خان صافی، گل شاه خان صافی، ظهور الله خان همدرد، محمد شریف خان قاضی، عبدالمنان خان دردمند، آقاملیا، عبدالصمد خان ویسا، محمد علم بڅرکی و چند نفر دیگر. منشی حزب در اوایل عبدالروف خان بینوا و در اواخر عبدالرزاق خان فراهی بود.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سر چینه :  د بلخ د پوهنتون د پښتو ژبی د څانګی د محصل  ښاغلی محمد شعیب ځانګړې ویب بلاګ

http://shuaib176.blogfa.com/post-52.as

د پښتوله ویکی پیډیا څخه

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

شما می‌توانید از این دستورات HTML استفاده کنید: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <strike> <strong>

بالا