گـزیده اخبــار

خانه » اجتماعی » یـــوسـف احمـدی :د زابــل تښـتونـه پـه اسلامی امـارت پـوری هــیڅ اړه نـــلـری !
یـــوسـف احمـدی :د زابــل تښـتونـه پـه اسلامی امـارت پـوری هــیڅ اړه نـــلـری !

یـــوسـف احمـدی :د زابــل تښـتونـه پـه اسلامی امـارت پـوری هــیڅ اړه نـــلـری !

 

د نواندیشی یادونه : لکه څنګه چی تاسوهم  خبریاست څه موده وړاندی له ایران څخه راتلونکی بی ګناه افغانان د زابل – کابل په لویه لاره کی د څوتنو مخ پټو لاره شوکونکو او جنایتکارانو له لوری یرغمال کړای شول او په داسی حال کی چی کورنې یی ورته د انتظار شپی سبا کوی تراوسه هم د هغوی درک را څرګند نه شوخو طالبانو ته چی په دغه سیمه کی د ټولو ناخوالو او جنایاتو ګوته نیوای کیږی پر خپل ځای پاته شوه نو  ددی لپاره چی طالبان په دغه جنایت کی خپل ځانونه بی ګناه ثابت کړی د یوسف احمدی په نوم کس چی ځان د وسله والو طالبانو ویا ند بولی مطبوعاتو ته یوه اعلامیه ورلیږلی او د الاماره په پاڼه کی یی هم خپره کړی ده چی ځانونه په دغه جنایت کی دخیل نه ګڼی . کتونکی وایی چی په هر دلیل چی وی طالبان نه شی کولای ددغه بی ګناه مسافرو په برمته کی ځانونه بی ګناه ؤښائی . دا ځکه چی ددغه سیمی په زیاتره ولسوالیو باندی چی  د خپل مشروع تسلط دعوی داردی نو ځکه خو بایده دی چی په دغه سیمه کی چی هر څه پیښیږی دهغی مسؤلیت او پړه هم په خپله غاړه واخلی . کنه نو پر سیمه باندی ددوی د تسلط دعوی به په بشپړ ه توګه د پوښتنی لاندی راوستل شی .

 

Islami Emarat Logo  07

                      په زابل ولایت کې د ۳۰ تنو نادرکه شویوکسانوپه اړه د اسلامی امارت وضاحت

څه موده وړاندې د زابل ولایت په مربوطاتو کې د کابل کندهار په لویه لاره، د افغانستان دیوه قوم پورې اړوند ۳۰تنه لارویان له موټرو څخه ښکته شول او په نامعلوم طرف د نامعلوم هدف لپاره یووړل شول، ددې پیښې دتحقیق لپاره اسلامی امارت تحقیات پیل کړل .دموظف هیئت د راپور په اساس ددغو۳۰ تنوپه اړه د اسلامی امارت پلاوی ته هیڅ معلومات په لاس ورنغلل .فلهذا اسلامی امارت لازمه بولی چې هیوادوالو ته اعلان کړی چې دغه تښتونه په اسلامی امارت پورې هیڅ اړه نه لری، د اسلامی امارت اړوند مجاهدین په دغه پیښه کې ښکیل نه دی او نه هم موږ تر اوسه پورې ددغو کسانو په اړه کره معلومات او شواهد ترلاسه کړی دی.

قاری محمد یوسف احمدی

د افغانستان اسلامی امارت ویاند

۱۵/۵/۱۴۳۶هـ ق

۱۵/۱۲/۱۳۹۳هـ ش ــ ۲۰۱۵/۳/۶م

نو اندیشی د هرچا او هرڅنګه  افکار په آزاده توګه تر تاسو دررسوی چی هیڅکله هم د نو اندیشی پاڼی د تائید او یاهم د تردید په معنا نه شی انګیرلې .

 سرچینه : داسلامی امارت رسمی پاڼه 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا