گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » یــــو سیــاســـت؛ جــــنګ یا ســـولـــه ؟ د طــــالــب درونـد سیاســی ګــــوزار
یــــو سیــاســـت؛ جــــنګ یا ســـولـــه  ؟    د طــــالــب درونـد سیاســی ګــــوزار

یــــو سیــاســـت؛ جــــنګ یا ســـولـــه ؟ د طــــالــب درونـد سیاســی ګــــوزار

Nazar Mohamad MutmaienName04

د رسنیو د ځینو کارکوونکو او  سیاسی کارپوهانو خپل  تحلیل به و چې د لسو طالبانو د نومونو یادونه  یې کوله او یا به د حکومت لخوا  ځینې نومونه افشاء شوی وو، داخبره نوره ډیرو ته په یقین بدله شوې وه چې د مارچ میاشت په لومړیو دوو اونیو کې به د طالبانو استازی په اسلام اباد کې په  څلوراړخیزه د سولې اړوند ناسته کې ګډون کوی.ډیری جګپوړی چارواکی او سیاستوال هغه وخت لا ډیر باوری شول چې رسنیو د طالبانو د ډلې دمشر ملااخترمحمد منصور د ګډون خبره او یاداچې اجازه یې کړی چې استازی به یې راتلونکې ۴ اړخیزه ناسته کې ګډون کوی دروند سیاسی ګوزار.فکر کیږی چې طالبانو نه غوښتل پدې اړوند  څه ووایې ځکه هغوی سره به د چین او پاکستان  پټې لیدنې شوې وی، چین او پاکستان پردې باوری وو چې طالبان په یادو ناستو کې ګډون نه کوی، ولی چې کله پاکستان لوبه دومره ګرمه کړه چې خیالی او تصوری د سولې غولیدونکې ناستې او د طالبانو ګډون یې پکې د خلکو په ذهن کې په یقین بدل کړل، طالبان به مجبوره شوی وی چې دغه ډول اعلامیه خپره کړی،  متل دی وایې چې سل د زرګر یو د اهنګر.

Taliban statment 06

دروند سیاسی ګوزار

طالبانو  دروند سیاسی ګوزار هم دپاکستان پر حکومت او هم پر کابل وکړ، نن چې د افغان پارلمان د پرانستلو ورځ ده، ویل کیږی ولسمشر غنی به ورته وینا کوی، د غنی یواځنی دروغجنه لاسته راوړنه د ۴ اړخیزو ناستو یادونه او دا چې طالبان به پکې ګډون کوی. مګر طالبانو په  ډیر حساس وخت کې اعلامیه خپره کړه او خپل ګډون یې رد کړ، بلکې خپلې غوښتنې یې بیا ځل تکرار کړی چې تر کومه بهرنی پوځیان په هیواد  کې وی، ددوی نومونه تورلسټ کی او بندیان شکنجه کیږی ، د کابل چارواکو سره  خبرو ته  چمتو نه دی.کابل او اسلام اباد پر دی ښه پوهیدل چې طالبان په دغسی ناستو کې ګډون نه کوی، داچې  ویل کې کابل  به د لسو مهمو طالبانو نومونه  اسلام اباد ته ورکړی او په ناسته کې یې د طالبانو د مشرانو د ګډون غوښتنه کړی وی، فکر کیږی چې دوی هغه ډول غوښتنه کړی چې ممکن به نه وی،  معنی او مفهوم به یې داوی چې په دی کار سره ممکن کار ناممکن شی، چې په انګریزی کی د Passable نه    Impassable  ورته وایې اوس به کابل حکومت د سولې مذاکراتو کې پړه پر طالبانو اچوی، وایې به چې موږ مذاکراتو ته حاضرو خو طالبان سوله نه غواړی، حال داچې همدې کار ته زمینه خپله حکومت برابره کړه، طالب هر ځل ویلی چې د پاکستان او یا بل بهرنی فشار لاندی خبرو ته نه حاضریږی، او د بهرنی فشار په نتیجه کې د سولې مذاکرات افغانی پایلې نه لری.مخکې له دی چې شکېل اړخونه مخامخ مذاکراتو ته ننوځی، باور جوړلو، لومړنیو خبرو او اجنډا باندی باید کار وشی،  ولی افغان حکومت پرته له زینو څخه بام ته ټوپ وهی.اصلی لوبغاړی پاکستان دی وخت به پریکړه کوی، پاکستان به د سولې په نوم امتیاز اخلی، کله چې امتیاز ترلاسه کړی ، اوس یې هم امتیاز اخیستی دی، بیا  به د خبرو د تعجیل او ځنډ  وړاندیز کوی.

Ashraf Ghani and Pakistan vesite06

د سولې خبرې او د پاکستان امتیاز اخیستل

پاکستان هر کال د امریکا سره ستراتیژیک مذاکرات لری، د اځل د ایف – ۱۶ جیټ الوتکو غوښتنه د پاکستان لخوا، د پاکستان د  اټومی وسلو کنټرول د امریکا لخوا د مذاکراتو په   اجنډاکې وو.دهمدې له پاره چې پاکستان د امریکا د کانګرس د غړو اندیښنې لیری کړی، او له امریکا څخه جیټ الوتکې ترلاسه کړی، امتیاز واخلی،  د ۴ اړخیزو ناستو تر نامه د سولې غولونکی لوبه یې ګرمه ساتلی وه.افغان  حکومت بیا په دی کار سره د خلکو توجه اړول غواړی، تر څو خپلې ناکامۍ له ولس او سیاستوالو څخه پټې کړی.غنی غواړی چې د کرزی لوبه تکرار وساتی، داچې پر طالب د شمال ټلوالې کسان وبیروی، همداسی هم ده، شمالی ټلواله فکر کوی چې غنی له طالبانو سره پټې اړیکې لری او غواړی چې طالبان حکومت ته راولی.د امریکا اړیکې له شمال ټلوالې سره خرابی ښکاری، ممکن افغان حکومت کې  ژور بدلون او تغیرات راشی، دا امکان شته چې ۴ اړخیزه ناستی د امریکا، افغان حکومت او پاکستان ګډه لوبه وی.

د سرتاج عزیز څرګندونې او پایلې

نږدې تیر ۱۵ کلونه پر پاکستان تور پوری وو چې د طالبانو مرسته کوی، او طالبانو ته یې پټنځایونه برابر کړی دی، هغه څه چې پاکستان نه منل، او طالبانو بیا هر وخت ښکاره کوله چې دوی مستقیل دی، د پاکستان تر فشار او کنټرول لاندی نه دی، ځکه خو یې په قطر کې د سولې مذاکراتو له پاره ځانګړی دفتر پرانیست، هغه دفتر چې پاکستان او افغانستان د سعودی په ګډون ورسره سخت مخالفت ښکاره کړ.سرتاج عزیز په امریکا کې وویل چې طالبان په پاکستان کې دی، دهغوی کورنۍ او مشران هلته میشت دی، دوی ته پاکستان د درملو او روغتونو اسانتیاوی برابرې کړی دی، ددوی بچیانو ته یې د ښوونې او روزنې سهولت برابر کړی او ددوی د کورنیو حفاظت کوی.فکر کیږی چې د نورو لاملونو ترڅنګ د سرتاج عزیز څرګندونو به طالبان اړ کړی وی چې په ۴ اړخیزو ناستو کې د ګډون نه کولو اړوند اعلامیه رسما خپره کړی، هسی هم طالبانو په تیرو څلورو ناستو کې ګډون ونه کړ، داځل هم تمه نه وه چې هغوی به ګډون وکړی، مګر داچې د طالب د قربانیو سودا عملا پاکستان دتیر جهاد په څیر روانه کړی وه او له امریکا څخه د امتیاز ترلاسه کولو له پاره تر پولو واوښت، طالبانو  سخت سیاسی ګوزار ورکړ، اوس نو پاکستان ته نور د پټې سودا چانس پاتی نه دی.پاکستان  لوی زیان هم وکړ، طالب سره به یې هم ستونزه په همدې حالت کې پاتې نه شی، اړیکې به یې ترینګلی شی، مګر نړیوال به اوس له پاکستان څخه د تیرو ۱۵ کلونو حساب غواړی، افغان حکومت به تر فشار لاندی وی چې د نړیوالو په مرسته له پاکستان سره په تیرو ۱۵ کلونو کې په افغانستان کې د لاسوهنی او مداخلی حساب وکړی،  هغه چې خپله سرتاج عزیز یې وایې، دابېله خبره ده چې پر طالبانو پاکستان کنټرول لری یانه؟ که یې لرلای نو طالبانو به د اعلامیې د خپرولو جرائت نه وای کړی، مګر پاکستان به په نړیواله او سیمیزه کچه تر سختو نیوکو لاندی راشی، هند ته ښه ثبوت خپله سرتاج عزیز په لاس ورکړ.پاکستان به طالبانو ته په غوسه وی، خو طالبان به وایې چې نه باید پاکستان د خپل ژوندی پاتې کیدو له پاره د افغانانو قربانی خرڅې او  پر طالبانو معامله وکړی.کیدای شی چې د سرتاج عزیز څرګندونې د پاکستان د ملکی او پوځی حکومت ترمنځ ستونزې لازیاتی کړی، هغه چې وار له مخه دافغانستان مسئلې اړوند اوس مهال کې شتون لری. 

سوله په عمل کې

د سولې اړوند په کار ده چې خبرې او عمل پرتله شی، ۱۴ کاله موږ د سولې خبرې اورو، ولی په عمل کې هیڅ نه دی شوی.  نږدې ۱۸ میاشتی کیږی چې د سولې تکراری او  مهمې خبرې د ولسمشر غنی څخه اورو،  دومره زیاتې چې باور او یقین کیږی چې سولې ته ژمن او سوله راځی، مګر که عمل ته متوجه شو، نه داچې پرمختګ شته، بلکې له صفر سلنې څخه هم کښته پرمختګ دی، شاتګ دی، شپنی عملیات، امریکا سره تړون، پاکستان سره ځنډیدلی  امنیتې تړون، بهرنی پوځیان بیرته راتلل او ولایتونو ته د جګړې له پاره تلل، تهدید او د طالب ځپلو خبری، له امریکا او روسیې څخه وسلې اخیستل، دا ټول د سولې ضد کارونه دی چې غنی وکړل.غنی ارګ ته له ننوتلو مخکې طالبانو سره ناستې کړی وی ، نیمه تفاهمات شوی وو، طالب غوښتنې پوره کړی، همدی قطر کې ناستو خلکو همدا کار وکړ،  چې اوسمهال غنی وایې صلاحیت به څوک لری؟کابل څخه غوښتنه داو ه چې له امریکا سره امنیتې تړون لاسلیک نه شی ، خپلواکه افغان شموله اداره  باندی به خبرې کیږی، لنډمهاله اداره به جوړیږی،  همدا  لنډمهاله اداره به د راتلونکی منتخب او مشروع حکومت لپاره کار کوی، غنی سر خوځولی وو، مګر له خپلو  ژمنو په شا شو، اوس هم وخت شته که د بهرنیانو د وتلو پر سر او دلنډ مهاله حکومت اړوند سولې ته د رسیدو مذاکرات  وشی.غنی چې ارګ ته ننوتی بیا هم له طالبانو سره مختلفی ناستی وشوی، کومې ژمنې او خبرې چې شوی کابل بدلون ورکړی.ستونزه داده چې کابل اداره کې د موقف توحید نشته، ولسمشر غنی د سولې خپل تعریف لری، عبدالله ، دوستم او محقق د خپلو ګټو خوندی ساتلو سره  سوله غواړی، احمد ضیاء مسعود، د بهرنیو چارو وزیر او د بلخ سرپرست والی هم د ملیشو جوړولو ګواښونه کوی.د حکومت بېلابېلو ډلو ټپلو او چارواکو ته یو سیاست په کار دی جنګ یا سولهد کابل دریځ ډیر ژر ژر بدلون کوی، کله پاکستان سره ډیر ژور مخکې ولاړشی، کله هند سره او کله هم چین سره، داسی مختلف الاضلاع مثلت جوړول غواړی چې دا ضلعی یوبل نه قطع کوی، د هند او پاکستان اړیکې یوبل سره ډیری ترینګلی دی، افغان حکومت باید په منځنی حد کې اړیکې له دواړو هیوادو سره وساتی، دا ډول د چین او هند اړیکې ورته ډول دی.تر ډیره ښکاری چې د سولې اړوند د طالب موقف واحد دی ، هغوی په دوحه کې د پګواش په لومړۍ او دویمه ناسته کې د سولې اړوند صراحت او خپله تګلاره  لږ تر لږه روښانه کړی

پاکستان به له طالب سره ټکر  ته زړه ښه کړی

پاکستان  طالب سره ټکر ته نه ځی مجبوریتونه لری، طالب تر حکومت قوی او  د هیواد زیاته سېمه یې تر کنټرول لاندی ده، د هند او چین سره اړیکې یې داسی نه دی چې پاکستان ورڅخه ویره ولری، دا ډول ایران سره هم طالب په اړیکو کې تعادل ساتلی دی، مهمه داده چې افغان طالب د پاکستان په ولس کې نفوذ لری، د پاکستان په مذهبی ګوندونو او مذهبی څیرو کې نفوذ لری، او د ډیورنډ دواړو غاړو ته پراخ قومی نفوذ لری.یو تن چې د افغان حکومت امنیت شورا کې اوسمهال کار کوی، په ټلویزون کې له ګردی میز خلاصیدو وروسته وویل چې کله پاکستان د طالبانو د واکمنۍ پر مهال پر افغانستان اوړه بند کړل، په تورخم او چمن یې اجازه نه ورکوله، طالبانو پاکستان ته احوال ورکړ چې لاره خلاصوی، اوړه راپریږدی او که له هند سره د اوړو اخیستلو تړون وکړی، پاکستانی چارواکو سخت تکان وخوړ.پاکستان چې د طالب په نوم  له نړیوالو څخه ګټې ترلاسه کوی، او له طالب سره د فاصلی نیولو اندیښنې او زیانونه هم ورته معلوم دی، په دی هم پوه دی چې ایران او روسیه کمین کی ناست دی، طالب له دواړو هیوادونو سره اړیکې لری، نو پاکستان به اوس مهال پر طالب دداسی فشار راوستلو جوګه نه وی کوم چې افغان حکومت او یا نور یې فکر کوی.

pakistan Army Officers Homs in Karachi

د افغان جنګ له امله پاکستانی جنرالان میلونران شول

د اسلامی حزب (ارغندیوال) مشر او د حراثت او ثبات شورا غړی عبدالهادی   ارغندیوال وایې چې  پاکستانی جنرالان د افغانستان د جنګ له برکته میلونران شول، ګټې یې د افغانستان په جنګ کې دی، زموږ جګړه ددوی له پاره تجارت دی او د افغانستان جنګ له امله پاکستان ستراتیژیک موقعیت ترلاسه کړی دی.ارغندیوال وایې چې سوله هرڅوک غواړی مګر مهمه داده چې  د جنګ عوامل و پېژندل شی،  د سولې په اوسنۍ تګلاره باندی باور نه لرم، د جنګ دوام موږ غلامان، کمزوری او احتیاج کوی.په څلوراړخیزو ناستو باوری نه یم، بیخې مایوس هم نه یم، د داسی افغانی مذاکراتو اړتیا ده  چې نړلوال ناظرین پکې شتون ولری ، که حکومت ناکامه  کیږی نو داسی موقت حکومت چې ښکېلو اړخونو ته قابل قبول وی او سمې برنامې ولری مناسب حل دی.د افغان حکومت مخالف اپوزیسون مشر ډاکټر انوارالحق احددی وایې چې حکومت عوام فریبی کوی، خبری ډیری کوی چې سوله راځی مګر اصل کی هیڅ هم نشته، که طالبان په څلوړاړخیزو ناستو کې حاضرشی نتیجه ورکوی او که حاضر نه شی نتیجه نه ورکوی، داچې امریکا به په پاکستان فشار راوړی، چې طالبان خبرو ته کینوی، باوری نه یم چې پاکستان به داکار وکړی.داچې د هیواد په شمال کې خلک جګړې ته بلل کیږی، حکومت د سولې روښانه طرحه نه لری، دخلکو دفاع د حکومت دنده ده، پوځ شته، پیسې شته مګر دطالب مقابل کې مقاومت نه شی کولای.احدی وایې چې طالب په نظامی بن بست باوری نه دی، که راتلونکی پسرلی کې حکومت دفاع وکړی، ممکن بیا طالب له افغان حکومت سره مخامخ مذاکراتو ته حاضر شی.ښاغلی احدی  وویل چې طالبانو سره یې لیدلی دی، هغوی په لنډمهاله حکومت باندی راضی کیږی مګر په حکومت کې ګډون نه کوی،  که داسی سوله او حکومت راځی چې طالب هم پکې وی دا ښه ده، او که نه وی نو بیا موږ درې نور کلونه دغه ناکام حکومت ته انتظار نه شو کولای،  انتخابات غواړو.

Omar dawodzai exqiuzmi from Taliban

حل لاره

په ډیر لنډ ډول سره وایو چې خپله افغانان د سولې پروسه کې وړ او مناسب کار کولای شی، بهرنیان او ګاونډیان یې هغه ډول نه شی کولای کوم چې  ګردو  افغانانو  او یا ښکیلو اړخو ته د منلو وړ وی،  د افغانانو  ګاونډی او بهرنی خواخوږی به وی خو  متل دی وایې پیشو د خدای له پاره موږک نه نیسی.دکابل ادارې د موقف یووالی اړین دی ، د سولې مذاکراتو  او مخامخ خبرو له پاره بیطرفه کسان او دریمګړی ګروپ جوړول او هغوی ته واک ورکول،   مقابل لوری نه هم د واک غوښتنه، پر  لنډمهاله اداره باندی خبرې او هوکړه،  داسی اداره چې د بل راتلونکې مشروع حکومت لپاره کار ورکړی.په سوله کولو کې باید ملی ارزښتونه خوندی او وساتل شی، داسی سوله چې ملی ارزښتونه پکې متضرر کیږی د بلې جګړې پېلامه به وی.د بهرنیانو شتون د سولې اړوند لوی خنډ دی، د طالبانو  لخوا د بهرنیانود وتلو مهالویش اعلان او منل،  تنازل او ښه فرصت دی، نړیوال باید امریکا قانع کړی چې د افغانستان جګړې څخه په بامسؤلیته ډول سره ووځی، نه داچې د نویمو کلونو ناکامه تجربه تکرار شی، چې روس او امریکا د افغانانو جګړه بې مهاره پریښوده،  امریکا او روسانو دواړو له مسؤلیت څخه پښې سپکې کړی، چې دادی لا هم جګړه روانه ده، که داځل هم امریکا مسؤلیت نه منی، نو ستونزمنه به وی چې ژر دی په افغانستان کې  جګړه ودریږی او سوله راشی.د غنی له پاره تر ټولو مهمه لاسته راوړنه سوله ده، که چانس له لاسه ورکړی، تاریخ به دده ناکامه دوره او ګډ حکومت په ډیرو بدو تورو کرښتو ولیکی، او طالب ته په کار ده چې د سولې هر ډول هڅې وکړی، که جګړه دوام کوی، سوله نه راځی، اوطالب د سولې ابتکار په خپل لاس کې د ولس سره په مشوره نه اخلی بیا به ګرانه وی چې د راتلونکی جګړې پړه له غاړی واړوی، او ځان ته برائت ورکړی. په افغان سوله کې د افغان ولس، امریکایې ولس، اروپایې ولس، طالب، افغان حکومت او ګاونډیو ګټه او خیر دی، په کار ده چې افغان ولس او په کور ناست سیاستوال په طالب، حکومت او نړیوالو مدنی فشار راوړی چې سولې ته په عمل کې حاضر شی.

نو اندیشی د هرچا اوهرڅنګه  افکار په آزاده توګه تر تاسو دررسوی چی هیڅکله هم د نواندیشی پاڼی د تائید او یاهم د تردید په معنا نه شی انګیرلې .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا