گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » کورنۍ ستونزې اوڅو مشورې ! داسدالله فروتن لیکنه
کورنۍ ستونزې اوڅو مشورې ! داسدالله فروتن لیکنه

کورنۍ ستونزې اوڅو مشورې ! داسدالله فروتن لیکنه

د ماشومانو مصروف ساتل،د مور،پلار،ميرمنې، دندې او نورو مختلفو مصروفياتو سره په مناسب ډول چلند او انصاف کول کله کله له انسان څخه يو دوه  خطا کړي،زموږ په ژوند کې اوس د تفريح او صحبت لپاره ډېر کم وخت پاتې کيږي،که په همداسې ډول ژوند ته دوام ورکړو،فکر کوم  لاپسې سختيږي،نو لازمه بولم،چې د کورني ژوند په اړه درسره يو څو مشورې شريکې کړم.تر هر څه دمخه بايد ووايم،چې ډوډۍ بايد د کورنۍ له غړو سره يو ځاى په تفريحي ډول وخوړل شي،موږ په دې پوهيږو،چې د ډوډۍ  يو ځاى خوړل په ماشومانو کې د خوراک رغبت زياتوي،په ماشومانو کې د خوراک له امله پيدا کيدونکي ناروغۍ کميږي او ورسره ورسره د کورنۍ په غړو کې تشويشونه او ذهني ستونزې له منځه وړي،نو ځکه پکار ده،چې خوراک يو رسمي کار يا معامله ونه ګڼو،بلکې د کور هر غړى بايد په ورين او پراخ تندي د يو اوبل ترمنځ د خواږو خواږو خبرو سره يو ځاى ډوډۍ وخوري،د رخصتيو پر وخت هڅه وکړئ،ترڅو زياتره وخت د کورنۍ له نورو غړو سره سره د ماشومانو سره تېر کړئ،د کورنۍ سره يو ځاى کارټون فلمونه او يا مختلف تفريحي او تعليمي پروګرامونه وګورئ،چې نه يوازې مو خوراکي اړتياوې پوره کيږي بلکې ورسره تفريح هم کولى شى،د رخصتيو پر وخت او يا هم هغه وخت،چې له دندې رخصت شوي وى،نورو مصروفياتو ته وخت مه ورکوئ،هغه ميرمنې،چې وظاېف او دندې لري،د رخصتيو پر وخت هڅې کوي،چې د ګردې اونۍ کارونه په يوه ورځ خلاص کړي،دغه وخت ماشومان رېښتيا هم،چې له پامه غورځول کيږي او د مختلفو ستونزو ښکار کيږي،نو ميندې او پلارونه بايد هڅه وکړي،چې ډېر وخت يې له ماشومانو سره تېر شي،هغوى ته دې کيسې ووايي،د هغوى پر ستونزو او احساساتو دې ځان خبر کړي،د هغوى فرماېشونه دې د توان تر حده پوره کړي،که په کور کې کوم تیر عمر يا زوړ کس موجود وي،هغوى ته دې پاملرنه وشي،د هغوى  اړتياوې دې وکتل شي،هغوى ته کتاب يا ورځپاڼه ولولئ،په دې ډول به دوى ته ستاسو پاملرنه شتون ولري او ستاسو د مينې احساس به ورسره وي،د ماشومانو سره خپل مزاج سوړ ساتئ،ماشومان تل ارزو لري،چې مور او پلار يې ورته سمه پاملرنه او پالنه وکړي،مور او پلار دې دوى او د دوى ملګرو ته اهميت ورکړي،يعنې بايد هڅه وشي،تر څو د ماشومانو ملګرو ته په ورين تندي ښه راغلاست وويل شي،هغوى ته هغه څه پاخه کړئ،چې ورسره مينه لري،د هغوى لپاره زمينه برابره کړئ،چې پخپل مينځ کې سره لوبې وکړي او يا هم د کوم تعليمي فلم د کتو امکانات ورته برابر کړئ،د دوى پام نورو سالمو مصروفيتونو ته واړوئ،هر کله،چې ماشومان د خپلو همزولو سره وخت تېروي،پخپلو کې سره خبرې کوي،د يو او بل ترمنځ خپلې خوښې ناخوښې وايي،نو په دوى کې يو ډول باور رامنځته کيږي،ځکه،چې د کورنۍ سره سره ورته د ملګرو د ملګرتيا احساس هم کيږي،يو څه حدونه وټاکئ او د تلپاتې کيدو هڅه يې وکړئ،د يوې ښې کورنۍ د بنسټ اېښودو لپاره اړينه ده،چې د غړو لپاره يې يو څه اصول او اقدار وټاکل شي او همدا ډول د کورنۍ هر غړى هڅه وکړي،چې په ځان دغه اصول تطبيق او يا هم عمل پرې وکړي،د ماشومانو په غوږونو کې هم دا ورکيږدئ،چې دوى به هر کار د کورنۍ د اصولو او قوانينو لاندې ترسره کوي،بايد هڅې وشي،چې په ماشومانو کې سخت او واضح توقعات وساتل شي،ترڅو په راتلونکې کې دوى په ذهني ډول دې ته تيار وي،چې دوى بايد په راتلونکي کې د کورنۍ لپاره ښه ښه کارونه ترسره کړي،حدود دوى د دې پابند ساتي،ترڅو د اخلاقي دايرو دننه د پرمختګ ګامونه پورته کړي،په ماشومانو کې د بدلون عزم بيدار کړئ.څیړونکي وايي،چې کوم خلک،چې خپل وخت او پيسې د نورو د کومک لپاره په مصرف رسوي،هغوى د تل لپاره خوشاله او مطمئن اوسيږي،نو ځکه دا ډېره مهمه ده،چې ماشومانو ته دا ور زده کړل شي،چې هغوى د خپلو ښو اخلاقو او اعمالو په وسيله کولى شي په نړۍ اغیز وښیندي،په هغوى کې د نورو سره د کومک کولو جذبې راويښې کړئ،د رخصتيو پر وخت هغوى وهڅوي،ترڅو له خیريه ټولنو سره يو ځاى د ولسي او ملي ستونزو په هوارولو کې مرستې وکړي،د دې سره سره خپل ماشومان دې ته تيار کړئ،چې د خپل جيب خرڅ يو څه برخه د خپلې خوښې سره سم د يو چا سره په کومک کولو کې مصرف کړي،خپل مثبت کورني روايات ژوندي وساتئ،د پوهانو له نظره که له ماشومانو سره د خپلې کورنۍ زاړه يادونه،روايات او اخلاقي قدرونه شريک کړل شي،نو هغوى خپل ځان د کورنۍ سره  تړلى احساسوي او د خپلو رواياتو څخه لاس په سر نه کيږي،هغوى ته د ژوند تېرولو يوه کړنلاره پيدا کيږي،نو په کومو کورونو کې،چې نياګانې او نېکونه شتون ولري،هغوى د کورنۍ د غړو پر وړاندې زاړې خبرې او يادونه تکراروي،خو داسې خاطرې او يادونه نه،چې پر ذهنونو يې منفي اغېز وکړي،د مثال په ډول زموږ په سيمه کې يو سلن کلن بوډا و،چې خپل زامن يې د ځنکدن پر وخت راوغوښتل او يوازېنۍ وصيت يې ورته وکړ،چې فلانکي سړي ،چې دا وخت وفات شوى و،يوه څپیړه پر مخ وهلى يم،نور يې تاسو ورپسې ګورئ،يعنې يوازې هغه يادونه او خاطرې ښې وي،چې په څه ناڅه شکل د دوى لپاره په کې درس موجود وي.د ټکنالوژۍ راتګ هم فاصلې او ليرې  والۍ تر ډېره بريده له منځه وړى دى او نړۍ د يوه کلي حيثيت غوره کړى دى،د دغه ټکنالوژۍ څخه په استفادې تاسو د کور هر غړي سره په ډېر ليرې واټن کې هم اړيکه ټينګولى شى،ترټولو اسان سهولت د موبايل پيغام رسوونکي وسيله ده،چې په فارغ وخت کې د خپلو ماشومانو او کورنۍ حال او احوال پرې اخيستى شى،د هغوى په مصروفياتو خبرېږى،همدا ډول د فېس بک له لارې خپل يادګاري عکسونه،ويډيوګانې شريکولى شى،ان لاين سره خبرې کولى شى،په ليکلي بڼه يو او بل ته پيغام ليږلى شى،که غواړى،چې خپل خپلوان مخامخ وګورى او خبرې ورسره وکړى،نو د اسکايپ له سهولت څخه ګټه پورته کولى شى،په دې ډول تاسو نه يوازې د هر دوست او د کورنۍ  دغړي په اړه خبرېږى او پرېښاني مو له منځه ځي بلکې شيبه په شيبه ورسره اړيکه ټينګولى شى.پيسې پيسې مه کوئ،په زياتره کورونو کې پيسې د ستونزو او جګړو بنياد جوړيږي،د خاوند، ميرمنې او د کورنۍ د نورو غړو ترمنځ زياتره جګړې د پيسو پر سر راځي،هر کله،چې له عايدو زيات لګښتونه رامنځته شي،او مختلفو ستونزو هم وازې خولې نېولي وي،نو په کورونو کې جګړې،تاوترېخوالى او خفګانونه رامنځته کيږي،نو تل بايد هڅه وشي،چې د جګړو پر ځاى په ګډه ستونزو ته د پاى ټکى کيښودل شي،د عاېدو د زياتوالي هڅې بايد توندې او تېزې شي،د يوه منظم پلان او حساب له مخې بايد لګښتونه اداره کړل شي،نو پوښتنه پيدا کيږي،چې څه ډول سړى  کولى شي لګښتونه اداره کړي،نو زما په اند تر هر څه د مخه بايد خپل هدفونه وټاکئ،لکه د کورنۍ لپاره سپما،د قرضونو څخه راوتل او يا هم د کوم نوي کار پيل کيدل،په دويم پړاو کې د خپلو لګښتونو او قرضونو څخه کتنه وکړئ او د خپلو ترمنځ په پوره همغږى او يووالي هغې ته د حل لار پيدا کړئ،د دې سره سره په دې خبره باندې فکر وکړئ،چې ستاسو زياتره لګښتونه په کومه برخه کې کيږي،سپما څه ډول کيږي او د خپلې کورنۍ د ژوند د سطحې د لوړولو لپاره به کومه کړنلاره ګټوره او مناسبه وي،په دې ډول کولى شى،په خپلو اقتصادي ستونزو کې کموالى راولى،او همدا راز که تاسو ګردې ستونزې له ګردو مسئولو غړو سره شريکې کړى،نو هر يو به يې په اړه فکر کوي او د عاېدو په تناسب به خپل لګښتونه او مصارف کوي،بچت او سپما خپل عادت وګرځوئ،هسې خو د کورنۍ د غړيتوب له امله بايد هيڅ خبره په راز کې پاتې نه شي،خو بعضي مشران د تصادفي اړتياو د پوره کولو لپاره بعضي پيسې سپما کوي،چې دا يو ګټور کار دى،هره مياشت څه ناڅه پيسې هرو مرو بچت او وسپموئ،ترڅو ستاسو،ستاسو د ميرمنې او ماشومانو د اړتيا پر مهال پکار راشي،خو د خپلې مرضۍ سره سمې يې ولګوئ،په دې ډول به ستاسو کورنۍ د اقتصادي ستونزو نه ښکار کيږي،هغه څوک،چې  نوى واده يې کړى وي،خپل ژوند په خوند تېر کړئ،معمولي،معمولي خبرې د تاوترېخوالي بنياد مه جوړوئ،د يوه او بل ښه کارونه وستايئ،هر ډول مسئوليت که وي،د هغې لپاره يو ډول کوښښ او هڅې پکار وي،نو ځکه د کور خاوند هم بايد د کور کارونه معمولي ونه ګڼي او همدا راز مېرمن هم بايد د خاوند مسئوليتونه تسليم کړي،په زياتره کورونو کې جګړې هغه وخت پيل کيږي،چې خاوند ميرمنې ته وايي،چې هغه ټوله ورځ په کور کې پراته وي او دى ورته ټوله ورځ په ګټلو لګيا وي او ماښام کورته راځي،په داسې منفي فکرونو د دواړو ترمنځ په اړيکو کې خرابوالى او ستونزې رامنځته کيږي،هغه ميرمنې،چې د کور دباندې دندې لري هم بايد د خپلې دندې رعب د کور په نورو غړو وروانه چوي،کوښښونه بايد وشي،چې ګرد کارونه په ګډه او تفاهم ترسره شي،نو په دې ډول هر کار پر وخت او مناسب هم اجرا کيږي او همدا راز په کور کې هيچا ته شکايت او ګيله هم نه پيدا کيږي،په تفاهم او ګډ کار د خپلو ترمنځ د اوسيدو موقعې پيدا کيږي،د بیزارۍ او بی خوندۍ پرته ټول کارونه په مناسب ډول ترسره کيږي،په افسانو باور مه کوئ،په يو کس کې ګردې خوبۍ شتون نه لري او نه هم ټول کارونه په سمه توګه پرمخ وړى شي،نو که کوم کار خراب شي،نو د پرېښانۍ اړتيا نشته او نه هم ځان او نورو ته دې بدو ردو ويل پکار وي ،همدا راز که تاسو کوم خواړه په لومړي ځل پخوى او سم پاخه نه شي،پرېښانۍ او جګړو ته هيڅ اړتيا نشته،د بيا لپاره هڅه وکړئ،هرو مرو په کې ښه والى راځي،ماشومان هم په نه خبره مه رټئ،که دوى غواړي،يو څه نوي ترسره کړي،نو پرېږدئ،چې هڅې وکړي،ټوله توجه په خپل ژوند کې د شريکو غړو سره په تېرولو وکړئ،د ماشومانو سره د ملګرو په څېر ګذاره وکړئ،د کوم څه په اړه،چې دوى غواړي پوهه شي،ورزده يې کړئ،د هغوى د ذهني ستونزو د حل کولو هڅې وکړئ،د پوښتنو په کولو هغوى مه رټئ بلکې د هغوى ستونزې او خوشالۍ ورسره شريکې کړئ،په دې ډول د ماشومانو او مور او پلار ترمنځ اړيکې کلکيږي او همدا راز خپلې ستونزې پرته له وېرې له ميندو او پلارونو سره شريکوي،هغوى ته موکې ورکړئ،چې د نيا او نېکونو سره وخت تېر کړي،په خبرو خبرو او کيسو کې ماشومان اخلاق زده کوي،د اړيکو احترام او اصول زده کوي،که خداى(ج) مه کړه ماشومان له پامه وغورځول شي او يا يې خبرو ته اهميت ورنه کړل شي،نو په هغوى کې د کمترۍ احساس پيدا کيږي،هغوى کله هم باوري نه وي بلکې د تل لپاره د نورو سره د خبرو کولو پر مهال د وېرې ښکار وي او په شخصيت کې يې تشه يا خلا پيدا کيږي.

نو اندیشی د هرچا او هرڅنګه  افکار په آزاده توګه تر تاسو دررسوی چی هیڅکله هم د نو اندیشی پاڼی د تائید او یاهم د تردید په معنا نه شی انګیرلې .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا