گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » کنـدهـار تــه د ښاغـــلی رئیس غنـی په سفـــر کـــی څـه پیـــښ شـول ؟
کنـدهـار تــه د ښاغـــلی رئیس غنـی په سفـــر کـــی څـه پیـــښ شـول ؟

کنـدهـار تــه د ښاغـــلی رئیس غنـی په سفـــر کـــی څـه پیـــښ شـول ؟

 

nauandeshi kabul 18

نواندیشی کابل  :  کله چی رئیس محمد اشرف غنی نن ورځ د کندهار پر هوائی ډګر د برید د شهیدانو د وارثانو فاتحی او ددغه ولایت د امنیتی چارو د جاجولو په موخه کندهار ولایت ته سفر وکړ نو لومړي یی د خپلو خبرو په ترځ کی زیاته کړه چی :نن کندهار ولايت مقام کې د ولسمشر په شتون کې روانه رسمي غونډه هغه مهال ګډوډه شوه، چې ولايتي شورا رييس حاجي سيدجان خاکرېزوال ولسمشر او ګډونوالو ته توندې او ترخې خبرې وکړې.

 

د غونډې ګډونوال وايي، چې خاکرېزوال ولسمشر او نوموړي سره راغلي پلاوي ته سپکې سپورې او د ناموس ښکنځلې وکړې او ګواښ يې وکړ، چې دلته يوازې دده « فرماېش چليږي» چې په مقابل کې يې د ولسمشرۍ ماڼۍ د تشريفاتو رييس محمد نسيم شريفي د خاکرېزوال خبرې ورشنډې کړې او د دواړو ترمنځ له لفظي شخړې وروسته فزيکي شخړه وشوه او خاکرېزوال يې په وهلو ډبولو ټپي کړ.

ریس اشرف غنی د کندهار پر سفر

د غونډې يو ګډونوال وويل، چې د کندهار امنيه قوماندان جنرال رازق د خاکرېزوال په ملاتړ پر نسيم شريف د لغتو او سوکانو وارونه وکړل او شريفي يې ټپي کړ.د يادونې وړ ده، چې حاجي سيدجان خاکرېزوال د پخواني ولسمشر د ټاکنيز ټيم غړی دی او د غونډې ډېری ګډونوال تور لګوي، چې د غونډې اخلالول او ګډونوالو ته يې سپکې سپورې ويل يو پلان شوی کار و، چې جنرال رازق هم د خاکرېزوال په ملاتړ پر نسيم شريف د سوکانو او لغتو ګزارونه وکړل او ګل اغا شېرزي هم ولسمشر ته ښکنځلې کړي دي.تېر ځل هم، چې ولسمشر کندهار ته تللی و، حاجي سيد جان خاکرېزوال ورته توندې خبرې کړې وې، چې ولسمشر دلته يو مېلمه دی او د کندهار په کارونو کې دې مداخله نه کوي.ټاکل شوې وه، چې ولسمشر به نن کندهار کې د ترکيې قونسلګرۍ او ګڼې نورې پروژې افتتاح کړي، مګر غونډه کې له ګډوډۍ لږه شېبه وروسته ولسمشر له خپل پلاوي سره کابل ته روان شو.ويل کيږي، چې د تشريفاتو رييس د جنرال رازق له لوري د کندهار ملي امنيت ته وړل شوی دی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا