گـزیده اخبــار

خانه » اجتماعی » کابل بانک کې ناخبره طالب بریدګر
کابل بانک کې ناخبره طالب بریدګر

کابل بانک کې ناخبره طالب بریدګر

Nazar mohamad Motmaien 23

دا ویډیو که څه هم د لیکل شوی متن سره تړاؤ نه لری خو د نو اندیشی تربیون یی په عامه توګه د لیکنی د بډای والی په خاطر وړاندی کوی 

ځینې خلک وایې چې الله جل جلاله دی سړی د حکومت له توره او تعقیب څخه ساتی که یو ځل یې درپام شول او د  حکومت توری شوې بیا ښه ورځ نه لری.په تیرو ۱۴ کلونو کې  ځینو خلکو په پټو سترګو کړنې د حکومت په نوم وکړی، چاپه کې شخصی دښمنۍ وپاللی، چاپه کې د پیسو په مقابل کې د پردیو له پاره جاسوسی وکړه او چا په کې د سوداګرو څخه د پیسو ترلاسه کولو له پاره د حکومت له نوم څخه سوء استفاده وکړه.ځینې ناخبره او بې ګناه افغانان د ګوانتانامو  او باګرام زندانو ته یوړل شول، کلونه وروسته معلومه شوه چې د شخصی تربګنۍ او یا هم بهرنیانو ته د ژباړونکی له پښتو سره نابلدې له امله هغه خوار افغان تر ګوانتانامو او باګرام زندانو پوری رسیدلی وو، په لومړیو وختونو کې د بهرنیانو سره ډیری ژباړونکې دری ژبې وو.د اپریل میاشتې ۱۴مه ۲۰۱۵ زکال و، زه او یو بل ملګری یوځای د کابل ښار په څلورمه کارته کې د کابل بانک یوې نمایندګې ته ورغلو، زما ملګری ته څو ځله نورو ملګرو ویلی چې لږ په جامه کې بدلون راولی، هغه تراوسه هم له ستونزو سره سره د ملګرو داخبره نه ده منلی چې خپل سپین پاج او یا غټه توره لنګۍ له سره لیری کړی او پر ځای یې پکول او یا همدلته سپینه مروجه خولۍ وکاروی.داوخت داسی ورځې دی چې د طالبانو بریدونه کابل ښار کې زیات شوې، طالبانو ډلیز بریدونه په حکومتی ځایونو کول، داچې د نوی کابل بانک ځینې څانګې او په مجموع کې اوس مهال ټولې څانګې د افغان حکومت د کارکوونکو معاشونه ورکوی، له همدې امله څوځله د کابل بانک نمایندګۍ په ولایتونو کې د طالبانو له خوا په نښه شوی.بانک د ودانۍ په درېم پوړ کې دی، لومړی چې دروازی ته ننوتلو هلته امنیتې کسان ټوپک په لاس ویریدلې ولاړ وو، دوېم پوړ کې د خاورو ډکې بوجۍ ایښې وی او وسله په لاس امنیتې کسانو د ټوپکو مشوکې ورڅخه را ایستلی وی، همدلته یې تلاشی هم وکړه، درېم پوړ کې هم امنیتې کسان د بانک دروازې مخکې ولاړ و، تلاشی یې کوله، او د  درېم او څلورم منزل په نیمایې کې هم امنیتې کسان د خاورو څخه له ډکو بوجیو شاته ناست وو، د ټوپکو شپیلۍ یې همدې د تلاشۍ ځای ته برابرې کړی وی.رښتیا هم په دې ورځو کې کابل ښاریان زیات ویریدل، د طالبانو حملې زیاتې شوې وی، د کابل بانک نږدې دهرې نمایندګۍ همدا حالت وو.د بانک مدیر ته دوه کسان ورغلل، هلته د هغه په ځانګړې دفتر کې ورسره کیناستل، مدیر یې د پیسو د وېشلو غرفی څخه یو تن کارکوونکی (صراف) خپل دفتر ته وروغوښت، هغه ته یې د یادوو دوو کسانو سپارښ وکړ چې ژر پیسې ورته ورکړی، په کابل بانک کې ډیر وخت ځکه زیاته ګڼه ګوڼه وی چې د عامو  خلکو سربیره دولتی مامورین له همدې بانک څخه معاشونه ترلاسه کوی،

kabul Bank 09

د امنیتې ادارو کسان هم همدې بانکونو ته د معاش اخستلو له پاره ځی،  نو که سړی په کې واسطه ولری ښه کار کوی، له انتظار څخه بچ کیږی.مدیرډیر ژر د یادو دوو کسانو کار ورته خلاص کړ، پرته له نوبت څخه هر څه یې ورته تیار کړل، یواځی د پیسو اخستلو تر غرفی همدی د مدیر میلمنو زحمت وکړ، او سم له واره یې خپلې پیسې تر لاسه کړی.زه او ملګری ولاړ وو، خپل نوبت ته مو انتظار کاوو، زما د بانک د دروازې په پولیسو کې ځکه فکر کوو، چې کله موږ بانک ته ننوتلو ټولو پولیسو په ځیر ځیر کتل، او بیا یې هم زما ملګری تر څار لاندی نیولی وو، دغه ځوان چې جګه ونه لری، غټې څڼې یې پری ایښی دی، لویه سپینه لنګوټه یې پر سر وی، غټ کندهاری کالی چې ډیر کله سپین رنګه وی پر تن کوی، څادر یې پر ځان تاو کړی وی، کټ مټ لکه د طالبانو د وخت د هغوی قومندان چې وی، مګر هغه انجنیر دی، په دعوت جهاد پوهنتون کې هم په همدې جامه کې هغه اوسیدلی وو، یواځی داچې هغه وخت کې یې پکول په سر کاوو، د طالبانو له راتګ سره بیا هغه لنګوټه پر سر کوله، او له کورنیو او بهرنیو موسیساتو سره  په تیرو ۱۴ کلونو کې د کار پر مهال یې هم همدا جامه کارولی ده.پولیس وارخطا وارخطا ایسته دورې کیدل، زه شکمن  شوم، ملګری ته مې وویل چې ممکن پولیس پر تا شکمن شوې وی، هغه ویل چې بریدګر خو بانک ته په دغسی جامه کې نه راځی، ورته مې وویل چې دوی خو روزل شوې نه دی، بس غواړی چې یو څه وکړی، بیا چې ستا پوښتنه کیږی چې انجنیر دی، کابل کې یې کور دی، همدلته اوسیږی دا کار به میاشتی وخت ونیسی، غوښتل مې چې د پولیسو خواته ورشم، خو دغه حالت بانک ته راغلی نور خلک او په ځانګړې ډول میرمنې هم وارخطا کړی، ځینې میرمنی له پیسو اخستلو پرته له بانک څخه ووتلی.د پولیسو یو تن د بانک مدیر ته ورغی، هغه ته په غوږ کې وپسنیدی، خبرې یې ورته وکړی، زه نور هم شکمن شوم، زما ملګری ته مې وویل چې خبره ستا اړوند روانه ده، هغه خندل، ویل یې مه یې ښوروه چې دوی دومره ویره لری، او له هرچا څخه ویریږی، دا خو دوی له پاره ښه نه ده، ځکه دوه ځله یې موږ تلاشی کړو، نه راسره کومه وسله شته او نه هم په پټه بانک ته ننوتلی یو.

Newe kabul Bank Attack09

د بانک مدیر په منډه له خپل دفتر څخه ووت، د باندی ولاړ، لږ وروسته د پولیسو له څو تنو سره د بانک مرستیال مدیر د بانک عمومی سالون ته را دننه شو، وارخطا وارخطا یې کتل، پولیسو په اشاره کې هغه ته شکمن بریدګر انجنیر ور وښود، کله چې هغه دغه د سپینې پګړۍ ځوان ولید، ډیر ژر بیرته د بانک له عمومی سالون څخه ووت، له پولیسو سره یې خبرې وکړی، لږ وروسته هغه او د بانک مدیر بیرته خپلو کارځایونو ته راغلل، کیناستل، کار نورمال روان وو، هر څه  مې څارل، ځکه په همدې ورځ د بانک سخت امنیتې تدابیر هسی هم ویرونکې وو، مرستیال مدیر ته د لاسلیک اخستلو له پاره ورغلم، هغه بل تن ته کیسه کوله، چې د خدای فضل وشو، که نن زه نه وای لویه رسوایې به په بانک کې جوړه شوې وای، هغه ویل چې پولیسو غوښتل د بانک منځ کې دغه د سپینې لنګوټې لرونکی کس ولچک او زولانه کړی او هغه د بریدګر په تور باندی ونیسی، د بانک مدیر هم د همدې مشتری له قوارې سره نابلده وو، خو داچې دغه ځوان ما ته څو ځله راغلی او له همدې بانک څخه یې مخکې هم پیسې اخستی دی، له  همدې کبله وو چې ما هغه پېژاندی چې کله ناکله همدې بانک ته د  پیسو اخستلو او یا پیسو ساتلو له پاره راځی.پولیسو تابیا نیولی وه چې هغه خوار د بریدګر طالب په نوم ونیسی، مدیر هوښیاری وکړه، زما سره یې خبره شریکه کړه، زه پورته منزل ته تللی وم، که همدلته ناست وای، نو سمدستی به مې هغوی پوه کړی وای چې دا زموږ مشتری دی.هغه ډیره خفه ښکاریدی، ماته یې وویل چې زه خو دا ځوان پېژنم، چې کله همدلته بانک ته راشی هغه ډیر ښه اخلاق کوی ، اوس به یې همدا خوار د بریدګر طالب په نوم نیولی وای، او بیا چې داخبره سپینه کیدای ډیره اسانه به نه وای، بل داچې زموږ د بانک نوم به هم بدنام شوی وای، او ولی به زموږ امنیتې کسانو بې ګناه تن د نورو خلکو په مخ کې نیوی، هغوی به ویره لرله چې بریدګر ځان وانه لوزوی نو په همدې یې هم فکر کاوو چې څه ډول عملیات پر هغه ځوان وکړی.

همدا انجنیر وایې چې د کوم کار له پاره چیرته ځم، له سخت تکلیف سره مخ کیږی، هغه وایې چې یوځل د کوم وزرات مرسیتال ته له نورو انجنیرانو سره یوځای دهغه دفتر ته ننوتم، هغه له وارخطایې سره سره راته وویل چې ته د لومړۍ کرښې قومندان یې که انجنیر؟ په دغسی جامه کې ستا راتګ مناسب نه دی.که د سړی خپله اصلی افغانی جامه پر تن وی، نه یواځی په کابل ښار کی بلکې په شمالی ولایتونو کې هم له ستونزو سره مخ وی، زما یو بل ملګری چې لویه ژیره یې درلودله، یوځل جوزجان ته ولاړی، له هغې خوا څخه چې راتلی، د  ژیرې ویښتان یې کم کړی وو، ډیر حیران شوم، هغه راته وویل چې له دی لوری د تلاشیو پر مهال یې ډیر زیات په تکلیف کړم، سخته تلاشی او دا به یې ویل چې طالب استی، نو ځکه مې له هغې خوا څخه د ژیرې ویښتان لنډ کړل.اوس خو داهم پکې شته چې لنګوټه لرونکی سړی که کوم دولتې ادارې ته ننوځی نو د هغه پګړۍ له سره لیری کیږی او کله ناکله یې امنیتې کسان د خلاصیدو غوښتنه هم کوی.

نو اندیشی د هرچا اوهرڅنګه  افکار په آزاده توګه تر تاسو دررسوی چی هیڅکله هم د نواندیشی پاڼی د تائید او یاهم د تردید په معنا نه شی انګیرلې .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا