گـزیده اخبــار

خانه » اجتماعی » ښه ده چې دری ژبه مــې زده ده !
ښه ده چې دری ژبه مــې زده ده !

ښه ده چې دری ژبه مــې زده ده !

Nazar mohamad Motmaien 23

کله چې مسجد ته  د سبق ویلو له پاره د تګ شوم، له بغدادی قاعدې ، قران کریم، شروط الصلوت او قدوری زده کولو وروسته راته د کلی د مسجد مولوی صاحب وویل چې پنج کتاب به وایې، له هغه وروسته ګلستان او بوستان پریړ پریړ کتابونه مې زده کړل، درې سره په دری ژبه لیکل شوې دی،  په ښوونځی کې هم موږ د دری مضمون درلود، زموږ په سېمه (د پنجپایې د مهاجرو کیمپ چې د کوټې ښار څخه نږدې ۷۵ کیلو مټره لیری پروت وو) کې دری ژبې وروڼه نه وو مګر موږ په دری خبرې کولای شوای.

او تر ډیره چې زه وینم زموږ پښتانه وروڼه دری ژبه کې ډیره ستونزه نه لری، لامل یې داهم دی چې د پښتو او دری تعصب نه لری، برعکس زموږ ځینې تاجک وروڼه بیا داسی انګیری چې پښتو ویل ورته توبه نعوذ بالله کفر ښکاری.خبره د سلام ټلیفونی شبکې ده، لږ وروسته جریان لیکم، چې په دغه شبکه کې څه روان دی، یو ملګری ته مې ټلیفون وکړ چې سلام شبکه د چا ده؟ هغه وخندل ویل یې چې داخو د اشرف غنی کاکا ده، ومې ویل چې داسی به نه وی، هغه ویل چې دولتی ده.

Gulistan wa Bostan

د خلقیانو د یو مهم غړی فقیرمحمد فقیر کسیه راته رحمتی ګیلانوال صاحب کوله چې هغه د یوې پېښې له امله له نورمحمد تره کې او حفیظ الله امین سره ملګری شو، د پاچا ظاهر وخت وو، ښاغلی فقیر د رحمن بابا لیسې د نهم ټولګی زده کوونکی وو، دکابل ښار کې یو دوکاندار ته ورغی، له هغه یې د کوم شی اخیستلو غوښتنه په پښتو ژبه وکړه، دوکاندار ورته وویل چې مثل ادم واری ګپ بزن، فقیر او ملګری یې هلته د دوکاندار سره لاس او ګریوان شول، دوی دوه ملګری وو او تاجک دوکانداران زیات وو، ښه یې ووهل.ملی بس کې بیرته رحمن بابا لیسې ته روان وو چې په چوکۍ کې دواړه ملګری همدا کیسه کوی، مخکې چوکۍ کې هم دوه تنه ناست دی، کله چې د کرایې ټولولو وخت راغی، ددوی کرایه د مخکې چوکۍ یو داسی چا ورکړه چې لوکس دریشی او نیکټایې یې درلودله، فقیر صاحب ورته وویل چې تاسی څوک یاست؟ هغه ورته وویل چې ستاسی خبرې موږ واوریدی، زما له ملګری سره بیا کورته ولاړشئ چې هغه مو په خبره پوه کړی.ښاغلی فقیر وایې چې موږ له همدې معتبر سړی سره دهغه کورته ولاړو، هغه نورمحمد تره کی وو، د خلق ډیموکراتیک ګوند مشر او بیا د خلقیانو د حکومت لومړی واکمن.تره کی وویل چې په وهلو او ډبولو خبره نه حل کیږی، د حکومت واګې به لاس کې اخلو او بیا به هغه وخت څوک موږ ته نه وایې چې مثل ادم واری ګپ بزن.فقیرمحمد فقیر بیا د خلق ډیموکراتیک ګوند د واکمنی په وخت کې د ولسمشری دفتر رییس او بیا د کورنیو چارو وزیر وو.

Hafizullah amin and Rahman BaBa Highe Schol Kabul

 

د استاد برهان الدین ربانی د حکومت په وخت کې هم زموږ پښتانه وروڼه له همداسی تعصبې چلند سره مخ شوې البته په کابل، مزار شریف او هرات ښارونو کې. کله چې د کرزی لومړی کلونه وو، ورته چلند کیدی چې یوه مشهور کیسه یې د ګل اغا شیرزی له خوا د ملک اصغر څلور لاری کې پر ولاړو وسلوالو ډزې وی.

استاد ربانی حین دوران جهاد

د ۲۰۱۶ ز کال د مارچ میاشتې پر ۹مه نیټه مې د سلام مخابراتی شبکې ته ددی لپاره زنګ وواهه چې د انټرنیټ موده مې پوره وه، هلته مې پښتو ژبه انتخاب کړه، پرله پسې زنګونه مې ووهل، شپږ وارې مې اړیکه ونیوله، راته ویل کیدل چې د شبکې کارکوونکې مصروف دی، پوه شوم چې خبره د پښتو د انتخاب ده، دری ژبه مې انتخاب کړه، ډیر ژر راسره اړیکه ونیول شوه او په درې ژبه د سلام شبکې کارکوونکې خبرې پېل کړی.

د انترنیت د ستونځی د حل لپاره

په پښتو مې ورته وویل چې د انټرنیټ ستونزه لرم.ویې ویل دری ووایه، ومې ویل چې که څوک په دری نه پوهیدی، هغه ویل چې بیا دری څانګې ته زنګ مه وه، پښتو څانګې ته زنګ ووه، ومې ویل چې د پښتو څانګې بدبختان خو جواب نه وایې، هغه ویل چې زه په پښتو نه پوهیږم. البته خبرې یې په دری ژبه راسره کولی. لږ ورسره توند شوم، ومې ویل چې پښتون ته راپیداکړه، کور دی ودان وی بل چاته یې زنګ وواهه، هغه په پښتو ژبه خبرې پېل کړی. ومې ویل پښتون یې، ویل یې هو، ومې ویل مشر مو څوک دی، هغه ویل اجازه نه لرم چې داخبرې وکړو، ستونزه دی ووایه.میاشت مخکې مې زوی انټرنیټ فعاله کاوو، د سلام شبکې پښتو څانګې جواب نه ورکاوو، خو هغه ددی په ځای چې دری انتخاب کړی بیا ځل یې انګلیسی انتخاب کړه، ډیر ژر ځواب ورکول شو، خو بیا هم د سلام کارکونکی له پښتو ویلو ډډه وکړه، او هغه ته یې وویل چې تاسی ولی انګلیسی انتخاب کړی، چې پښتو خبری کوئ نو پښتو څانګې ته زنګ ووهئ.موږ تعصب نه کوو، خو موږ ولی تعصب کولو ته په لوی لاس مجبوره کیږو، کله راباندی د ترهګرو نومونه ږدی، په ولسې جرګه کې حمیدزی لالی هم مجبوره شو چې د تاجکو وروڼو د توپیری چلند له امله غوسه شی. موږ دا دعوه ونه کړه چې ولی په ټلیفونی شبکو کې په لومړۍ توکمه دری او په دویمه توکمه پښتو انتخاب کوو،حتمی ده چې په ذهن کې خو مو دغه توپیری چلند ځوروی. موږ دعوه ونه کړه چې ولی د وزارتونو لیکونه په دری ژبه دی، موږ ونه ویل چې ولی د بهرنیو چارو رسمی ژبه دری ده هغه چې حکمت کرزی یې هم وایې، خوار به مجبوره وی چې دری خبریوکړی. مګر دومره دیهم ستاسی خواته نه وی  چې د پښتو په ویلو موږ تحقیر کړئ او دری خبرې راباندی جبری کوئ.

د یوه پښتون مجازات

که زموږ د تاجک سیاستوالو همدا لوبه روانه وی نو بیا به د ښاغلی فقیر او ښاغلی حمیدزی په ډول په لوی لاس خلک تعصب ته مجبوره شې. زه پوهیږم چې په لیری پرتو سېمو کې دا ستونزه نشته، یواځی سیاستوال همدا کار کوی او په لویو ښارونو کې رواج لری.ښه اوس نو چاته ګیله وکړو او له چا د اصلاحاتو غوښتنه وکړو چې سلام ټلیفونی او انټرنیټې شبکه کې دی اصلاحات راولی،که زه دا غوښتنه کوم سمدستی ویل کیږی چې متعصب یې، او خوار غنی خو له همدې ویرې خپل تخلص (احمدزۍ) هم لیری کړ، د ولسې جرګې د ودادنۍ د پرانستې پر مهال چې د هند لومړی وزیر د افغانانو او ځانګړی ډول د هغه په اصطلاح د پټانانو زیات صفت وکړ، د هغوی له قهرمانیو څخه یې یادونه وکړه، غنی چې دریځ ته ودرید سم د واره یې دری پېل کړه، لکه چې بیخې یې پښتو زده نه وی.تیره اونۍ په یو کورنی ټلویزون کې مناظره وه، د افغان ملت ګوند پخوانی مشر انوارالحق احدی او د اسلامی حزب مشر عبدالهادی ارغندیوال دواړو دری خبرې وکړی ، کله چې یو ناست تن په پښتو ژبه ورڅخه پوښتنه وکړه بیا دوی هم پښتو جواب ورکړ، که د سلنې له مخې ووایو هغه ورځ ۹۰ سلنه همدی دوو مشرانو دری ژبه ویله. موږ بد ورته نه وایو او نه تعصب لرو.محقق که د مزاری د مرګ په ورځ د خپلو هزاره ګیانو د حقونو غوښتنه کوی هغه هم  تر خپل حد زیات، هغه ته به بیا کومه ورځ د قهرمان لقب ورکول کیږی، که دوستم د خپلو خلکو د حقونو غوښتنه له حده زیاته کویهغه ته به یوه ورځد مارشال رتبه ورکول کیږی، که تاجک په وازه خوله نارې وهی چې د وزارتونو لوحې دی په پښتو نه لیکل کیږی هغوی ته همدا حق ورکول کیږی، خو که پښتون کومه خبره د ژبې دحقونو کوی نو بیا خو ترهګر دی، یابه زندان ته ځی او یابه داسی لومې ورته جوړیږی چې بیا له کوره د وتلو جرئت هم ورته پاتې نه شی.زه په ولسې جرګه او مشرانو جرګه کې د پښتنو وکیلانو څخه هم توقع نه لرم، او په کابینه کې د پښتنو وزیرانو څخه هم تمه نه لرم،جهانی صاحب خوار خو یې بیخې چوپ کړی، نږدې ده چې د ایران پیسې واخلی.په دی تمه چې د پښتو ژبې او پښتنو سره توپیری چلند پای ومومی او په لوی لاس قومی او نږادی توپیرونو ته لمن ونه وهل شی.

نو اندیشی د هرچا اوهرڅنګه  افکار په آزاده توګه تر تاسو دررسوی چی هیڅکله هم د نواندیشی پاڼی د تائید او یاهم د تردید په معنا نه شی انګیرلې .

 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا