گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » په خوست کی د ترهګریزوبریدونوغندل!
په خوست کی د ترهګریزوبریدونوغندل!

په خوست کی د ترهګریزوبریدونوغندل!

nauandeshi khost 12

نواندیشی خوست : د خوست یو شمیر قومی مشرانو، دینی عالمانو او د بیلابیلو مدنی بنسټونو غړو په افغانستان او په ځانګړی ډول په خوست کې ترهګریز بریدونه او د مخورو قومی، جهادی او سیاسی شخصیتونو هدفی وژنې وغندلې او هغه یې د افغانانو پر ضد د پردیو یو پلان شوی سازش وباله.دوی چې نن د دوشنبې پر ورځ په خوست کې په همدې موخه یوه غونډه کې راټول شوی ول، د افغان حکومت له امنیتی او کشفی ادارو یو ځل بیا وغوښتل، چې د دا ډول پیښو ککړ وموندی او د قانون منګولو ته دې یې وسپاری او هم دې په راتلونکې کې د مخورو شخصیتونو امنیت خوندی کړی.مدنی فعال او په خوست کې د قومونو د پیوستون شورا مشر سیدکریم خان خاکسار مشال راډیو ته وویل، چې د ټولنې مخورو وګړو خوندیتوب لپاره دې د حکومت له خوا د امنیتی تدابیرو سربیره قومونو او ولسونو سره دا مسله شریکه کړی او د هغوی مرسته دې هم راجلب کړی:«اول دلته دینی عالمان، قومی مشران او مدنی ټولنې چې راټولې شوې دی، دا ډول بریدونه په کلکو ټکو غندو، موږ پر دولت غږ کوو، چې ځایی چارواکی باید هر وخت ولسونو ته مراجعه وکړی، د ولسونو نه په دې برخه کې کمک وغواړی او داسو ولسی شخصیتونو باندې بریدونه په کلکه ودروی او کشفی ارګانونه د داسو پیښو پلټنه وکړی، د دې عاملین دې ونیول شی، ولسونو ته دې په ګوته شی، تر څو خدای مکړه چې تر دې وروسته زموږ مخور شخصیتونه ضایع نه شی»دینی عالم مولوی وحیدالله وویل، هغه ډلې او کسان چې ترهګریز بریدونه تنظیموی او هدفی وژنې کوی، هغوی پولې نه پیژنی او هر هغه څوک چې د هېوادپالنې احساس لری، هغه په نښه کوی:«زما غوښتنه د یو شهروند او دینی عالم په توګه داده، چې ټول افغانان او سیاستوال دې خبرې ته متوجه شی، چې په اصلی دښمن پسې دې وګرځی، هغه دښمن سرحدی او پوله نه لری، بلکې د هغوی دپاره هر څوک چې د وطن په خاطر وطنپاله دی، قران پاله وی، اسلام پاله وی،

khost alokhel 12

د هغوی ټارګېټ دی او هدف دی»د قومی مشرانو په استازیتوب عبدالولی عادل په خپلو خبرو کې پر کشفی ادارو له دې کبله نیوکه وکړه، چې تر اوسه د ترور شویو شخصیتونو تحقیقات یې نه دی کړی او که کړې وی، نو نتیجې یې له خلکو سره نه دې شریکې کړی، نوموړی هم د مخورو شخصیتونو پر ساتنه ټېنګار وکړ:«دولت مخکې هم د دا ډول وژنو د مخنیوی له پاره د پوره هڅو وعدې کړې وې، چې دا ډول پیښې به موږ څېړو، پلټنه به یې کوو، خو دا ټولې پیښې همداسې پاتې شوې، زموږ ډېر قومی او جهادی شخصیتونه او دینی عالمان شهیدان شول، دا ځل موږ بیا هم په دولت غږ کوو، چې امنیتی ارګانونه د دا ډول شخصیتونو د امنیت ساتنې وظیفه لری، خپل مسوولیت ادا کړی»یاده دې وی، په ټوله کې د پولې په دواړه غاړو پښتون میشتو سیمو کې د مهمو او مخورو شخصیتونو هدفی وژنې د عامو او خاصو خلکو سختې اندیښنې راپورته کړی دی او د دې پدیدې په مخنیوی کې یې اړوندې ادارې په پاتې راتلو تورنې کړې دی، په خوست کې هم په هدفی او ترهګریزو بریدونو کې یو شمېر مخور قومی، جهادی او سیاسی شخصیتونه لکه مولوی محمدخان، حاجی ناظم ځدراڼ، قوماندان دلاورشاه، مفتی ګل محمد، وکیل ظابط خان مجاهد، حاجی خانزمان صبری، مدیر غنی محمد، حاجی لیونګل حبیبی او نور وژل شوی، چې کشفی او جنایی ادارو یې د ډېر وخت له تیریدو وروسته هم د قضیو د څیړنې مالومات له خلکو او رسنیو سره نه دی شریک کړی.

نو اندیشی د هرچا اوهرڅنګه  افکار په آزاده توګه تر تاسو دررسوی چی هیڅکله هم د نو اندیشی پاڼی د تائید او یاهم د تردید په معنا نه شی انګیرلې .

 

د مشال رادیو او تکړه خبریال او څیړونکی ښاغلی نجیب الله الوخیل څخه په مننه

 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا