گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » سیاسی مرورمخالفین که ننې باغیان ؟ مجددی : غازی امان الله خان دهیواد په خپلواکې کی د ګډون په ویاړ زما دنیکه ګانو نور المشائخ او شمس المشائخ په نوم یو ځانګړي فرمان صادر کړی ؤ .
سیاسی مرورمخالفین که ننې باغیان ؟ مجددی : غازی امان الله خان دهیواد په خپلواکې کی د ګډون په ویاړ زما دنیکه ګانو نور المشائخ او شمس المشائخ په نوم یو ځانګړي فرمان صادر کړی ؤ .

سیاسی مرورمخالفین که ننې باغیان ؟ مجددی : غازی امان الله خان دهیواد په خپلواکې کی د ګډون په ویاړ زما دنیکه ګانو نور المشائخ او شمس المشائخ په نوم یو ځانګړي فرمان صادر کړی ؤ .

nauandeshi kabul 18

حضرت مجددی د استخارې مرشد : امان الله خان دهیواد په خپلواکې کی د ګډون په ویاړ زما د نیکه ګانو نور المشائخ او شمس المشائخ په نوم یو ځانګړي فرمان صادر کړی ؤ .

نواندیشی کابل : له هغه وروسته چی پا کستان ته ورغلي پلاوې په خالی لاس او وږي خيټه  کابل ته راستون شو نو د هیواد د خپلواکې د ۹۶ کالیزی نمانځل هغه بی مصرفه ځاې ؤ چی هرچا او د هری عقیدی څښتنانو پکی توری آزمائیلې شوې .

ghani in Esteqlal Cerimony 19

نو د معمول سره سم لومړې د یوی اوسپنیزی ریړې  په مرسته یی  د خپلواکي پر څلي د ګلونو د ايښودلوپه موخه  له ارګه د خپلواکې تر مناره چی یوازی د ارګ له قلا څوسوه متره واټن لری ځان ورساوه او د افغانستان په معاصر تاریخ کی یی یو تور باب کیښود دا باب نه له دی امله چی ګنې د هیواد خپلواکی یی په داسی مسخره او بی ارزشه و بلله بلکه پدی دلیل چی د افغانستان تاریخ یی په کامله توګه مسخ کړ .

ځکه په همدغه ورځ مشهور فال بین او روحانی شخصیت جناب صبغت الله خان مجددی خپل نیکونه  د افغانستان د خپلواکی د ګټونکی غازی امان الله خان د څنګ ملګری ؤبلل او د هغه په وینا غازی امان الله هغوی ته دغه القاب او پنځه زره جریبه او څوسوه جریبه  د دولت د  خالصی ځمکه  دیوه ځانګړی فرمان په ترځ کی  د هیواد د خپلواکی په لاره کی د برخی آخیستو له لامله د هغوی په اختیار کی ورکړه . د غازی امان الله خان د هغه  فرمان متن چی د حضرت صبغت الله مجددی د زوی ذبیح الله مجددی له خوا ولوستل شو :

symbol sultanat amanullah khan 21

farman amanullah 21

فضيلت پناهان،حقايق آگاهان المـرعالی نشانان حضــرت شمس المشايخ (فضل محمد) و حضرت نورالمشايخ (فضل عمر)

حضور ما چون جنابان تانرا از رادمردان بزرگ محاربه استقلال افغانستان عزيزميداند. اين سربازی و جانفشانی که حضرات گرام شما در راه حصول استقلال فرموده ايد، حضور ما، شمايان رابه اعطای نشانهای المر عالی و القاب فوق الذکر تقدير و تمجيد مينمائيم.

و هم املاک خالصه الغوئی را که از خالصه های قديم دولت بوده و مشتمل بر پنجهزار وسه صد جريب در سه فصل ميباشد با باغات انگوری آن که مربوط حکومت کوهدامن است بطور بخشش و مکافات منظور فرموديم چنانچه بفرمان جداگانه بنام نظارت ماليه امر فرموديم تا املاک خالصه الغوئی و باغات را بحضرات فضايل مابان تسليم نمايند.

خدمات قابل قدرشمايان را در حصول استقلال افغانستان حضور ما و ملت نجيب افغان هيجگاه فراموش ننموده از خدای توانا سعادت و بقای افغانستان را در تحت لوای اسلام طالبيم . و برای حضرتين شما که از مجاهدين بزرگ انصاری وطن می باشيد، دوام رهنمائی تان را برای ملت نجيب افغان از قادر توانا درساحه های ارتقای معنوی و مادی وطن عزيز خواهان بوده و خواهان می باشيم.

amanullah Stample 21

کتونکې  وائی چی ښاغلی مجددی نه پریږدی تر څوځان د اشرف غنی خان په واکدارې کی د جعلی فرمانونو په را ایستلو او د نورو بریاوی په خپل ځان پسی تړلو د عادت له مخی د ټول افغانستان د شرعی  ملکیت قباله تر لاسه نه کړی .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا