گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » پاکستانی مطبوعات او دپیغلی مریم منصف پر بریالیتوبونو خواشینی او پرسنګسارشوی رخشاني چوپتیا!
پاکستانی مطبوعات او دپیغلی مریم منصف پر بریالیتوبونو خواشینی او پرسنګسارشوی رخشاني چوپتیا!

پاکستانی مطبوعات او دپیغلی مریم منصف پر بریالیتوبونو خواشینی او پرسنګسارشوی رخشاني چوپتیا!

nauandeshi Peshawar 09

نواندیشی پیښور : ــله کله چی په کانا ډا کی د مریم منصف په نوم یوی افغانی پیغلی  له پارلمانه تر وزارته لار په پوره شهامت او شجاعت ؤوهله نو د پاکستان د تبلیغاتی دستګاه غصه یی هم راؤپاروله او د کاناډا په هیواد کی یی د یوی دیرش کلنی افغان ټباره پیغلی وزارت ته رسیدل د حیرانتیا وړ ؤبلله . لکه چی د اسلام آباد  څخه  د خپریدونکی جنګ  ورځپاڼي په نن ورځینی ګنه کی خبر ورکړی دی چی په کانا ډا کی د نوی منتخب حکومت له لوری یوی افغانی پیغلی ته د وزارت دنده سپارل د حیرانتیا وړ ده .!!! د ورځپاڼې په قول کله چی نی منتخب  دری څلویښت کلن لمړی وزیر ښاغلی  جستین ترودو Justin Trudeau’s د لوړی دمراسمو د پرځای کولو پر وخت په خپله کابینه کی چی قابو څوارلس تنه یی ښځینه غړی درلودل دمریم منصف په نوم  یوه افغان ټباره پیغله هم د دموکراتیکو نهادونو د وزیری په حیث ونوموله نو پاکستانی تبلیغاتی ماشین ددغه افغانی پیغلی نومول حیرانؤنکی کار ؤباله . کیدای شی دا کارله دی  لامله وی چی لمړی خو دغه نومول شوی وزیره یوه ښځه ده چی د ښځود حقوقو پروړاندی مبارزه د پاکستان د استراتیژې یوه لویه برخه جوړوی . !!! دوهمه داچی افغانه ده او د افغانستان ځپل او له مینځه وړل د پاکستان د جوړیدو اصلی موخه وه . او دریم داهم کیدای شی چی توانیدلی ده د القاعدی او طالبانو په نوم د ښکیلاک ګری هغه اداری له لوری تیښتې ته اړه کړای شوی وه چی پاکستان او عربستان یی تر ټولو لوی ملاتړ کؤونکی بللی شول .

بل لوری ته په ښکاره ډول د طالبانو په نوم د یوی صحرائی محکمی په حکم د بی ګناه رخشانې پر فیصله چوپه خوله پاته شوی دي او په سمبولیک ډول یی هم ددغه جنایت یادونه نه ده ده کړی . د افغانستان په وړاندی دپاکستان د زیاتره مطبوعاتو او رسانیو چی د پاکستانی پوځ او یاهم په پوځ پوری تړلیو ډلو ټپلو له لوری تمویلیږی دا په ډاګه کوی چی دپاکستان ژوره استراتیژی یا په بله وینا عمق استراتیژیک د افغانستان پر بر بادې او ویرانې ولاړ دی .

منبع : جنګ ورځپاڼه او نور پاکستانی مطبوعات : 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا