گـزیده اخبــار

خانه » اجتماعی » وایی چې موږ دې مسلمانی کې شک کوو ته راته مریدان نیسې.!
وایی چې موږ دې مسلمانی کې شک کوو ته راته مریدان نیسې.!

وایی چې موږ دې مسلمانی کې شک کوو ته راته مریدان نیسې.!

 

 

 

 

 

نو اندیشی :کله ناکله چی د نیټ په نړې کی ګرځم نو خدای شته په هره زموږ دهیواد په ملی  ژبه چی کوم جالب مطلب وګورم او هغه نه یوازی دځان بلکه د نواندیشی د قدرمنو لوستونکو لپاره هم  د استفادې وړ بولم . په همدی دلیل می نن ورځ ددعوت په ښکلی پاڼه کی د زموږ دټولنې رښتیانې انځور د تکړه لیکوال احمد جرس یا محمد خالد وردګ  پرقلم د حکمتیار صیب معاف دی! تر سرلیک لاندی مضمون  چی کیدای شی د احمد جرس او محمد خالد وردګ  نومونه  د لیکوال  مستعار نومونه  وی تر سترګو شو . چی دادۍ له دعوت څخه په مننه  دهغی سرلیک ته په لږڅه بدلون ورکولو  یی د نواندیشی ددرنو لوستونکو سره شریکوم .

په درنښت

سکندر تخاری د نواندیشی دټیم تخنیکی همکارسیدنی -استرالیا 

 

 

وایی چې  موږ دې مسلمانی کې شک کوو ته راته مریدان نیسې.!

 

د احمد جرس لیکنه

زه د حکمتیار صیب په لیکنه علمی نقد نه کوم ځکه چې علمی نقد په علمی مضمون او لیکنه کیږی، دې لیکنه کې ډېرې خبرې حکمتیار صیب ته نه دی متوجه، بلکې، دده مریدانو، مشاورینو، دوستانو، بچیانو او په ځانګړې توګه دده بادارانو ته متوجه دی.

 زموږ په کلی کې یوه لیونۍ وه، ویلې به یې چې ماته ابۍ وایئ کنه په کاڼو به مو وولم ماشومانو به له ډاره ورته ابۍ ویلې. زه خپلو ټولو دوستانو ته وایم چې حکمتیار صیب ابۍ ده. که سپینه خبره غواړئ نو ډاکتر د لیونی وارثانو ته مشوره ورکوی چې له ده سره اختلاف مه کوئ، که د شپې ووایی چې ورځ ده، تاسو به وایئ چې ولې نه، دې روښانه لمر ته وګوره او که د ورځې ووایی چې شپه ده تاسو به یې ورسره منئ. زه خو له حکومت یار صیب سره هېڅ اختلاف نه کوم ځکه چې زه ترې ګیله نه لرم خو چې د ځینو دوستانو تاکید ګورم غواړم یو څو خبرو ته اشاره وکړم.

 اول د یار صیب د خوب تعبیر ته راځو، چې ته د خوب په تعبیر چا نیولی یې چې خامخا یې وکړه که ډېر دې دې کار ته شوق وی نو خیر دی د ټاون چوک یا بل مناسب ځای کې کینه او د ځوانو نجونو پالونه ګوره او د خوب تعبیرونه یې ورکوه، کار به دې جوړ وی!! زه خپل مریض مشر ته وایم، چې د خوب دقیق تعبیر ناشونی دی، خو که څوک یې د وحی په زور تفسیر وکړی کولای شی که تاسو لږ دغه ځای روښانه کړئ! کنه خلک پوهیږی چې یار صیب لیونی سوی ته خو بېغمه ټاون کې ناست یې خو موږ ته خلک پیغور راکوی چې مشر مو لړی دی. ستا دقیق تعبیر هغه صرفی اعلال ته ورته دی چې ستا په شان یو صاحب فرمایل چې ضرب په اصل کې ژړه بنۍ وه الف لام یې ورنه حذف که حی علی الصلا سو مثال یې په خارج کې قل یا أیاالکافرون. عاقلانو ته اشاره کافی ده. البته دا خبر مې د حکمتیار صیب وراثانو، دوستانو مشاورینو او عامو حزبیانو ته وه، نه مشرې ابۍ ته. وفیه اشاره. مشره ابۍ فرمایی چې (نبی خیل) بابا ته له کابله مهاجر شوو کابلیانو دا ذهنیت ورکړی و چې د دې پېښې مسوولیت د مجاهدینو په غاړه دی. یعنې بابا خو په خپله د افغانستان له حاله نه و خبر، خو افسوس مهاجرو کابلیانو ورته دا ذهنیت ورکړی وو. یار صیب به څومره ارمان کړی وی چې کاشکې مې د میرویس جلیل په څېر دغه کابلیان له دغه شکایت مخکې د مرګ کندې ته ور کوز کړی وای. خو ګوره،  زه خو تا ته ابۍ وایم چې په غوسه نه شی او تسلی ورکوم چې ستاسو له قهرمانیو!! ټول ولس خبر و چې د قاضی حسین احمد او تور لینګی جنرال حمید ګل په لار ښوونه مو کابل په زهر لړلیو ګولیو سوری سوری کړ. حکومتیار صیب مخکې فرمایی 

• هغه مهال په جهاد کی برخه اخیستل او د مجاهدینو ملگرتیا یوه وجیبه وه، په نورو چارو بوختېدا داسی وه لکه د کوم شعر محفل ته تگ، په خوب کی ده ته ویل شوی: دا د مېلې وخت نه دئ، هېواد غم لړلى دئ. جهاد؟!!! هههههه ورکه کلی دولس، وژل، د کورنو نړول، پاټکونه اچول، چور او تالان جهاد و!! که د ابۍ سر زوری نه وی، ولاکه یې څوک ورسره ومنی یار صیب! توجه مو غواړم، خلک پو هیږی چې دغه جهاد دجنرال اختر عبدالرحمن جهاد و. له دغسې کرغېړن (جهاده) دشعر محفل څو زره چنده بهتر دی. په خوب کې ورته ویل شوی و چې له مجاهدینو سره ودریږی تر څو بابا هم د یار په څېر نوم!! ګټلی وای. خو بیا هم دحکمتیار صیب انصاف ته سلام!! دی فرمایی

• د هغه مهال د ورانیو، جگړو، وژنو او مهاجرتونو مسئولیت د هغو په غاړه دئ چی تش په نامه مجاهدین ول، له کمونیستانو سره ملگری شول، 

بیا به یې نه منئ یار صیب غیر مسقیم اعترف کوی چې همدا موږ تش په نامه مجاهدین یو ځکه چې له الحاج(!) دوستم سره مو د کابل په ورانولو کې ایتلاف وکړ او همدغه صیب بیا له تڼی سره انډیوالی واچوله. د یادولو وړ ده، چې پرون د یار صیب مشر زوی، صلاح الدین حکمتیار د فیسبوک په اجتماعی شبکه کې له دوستم سره د خپل پلار ایتلاف غلط کار وباله، صلاح الدین د یاد ایتلاف پړه د پلار پر ((ناځوانه)) ملګرو واچوله. له تبصرې جوتېږی، چې د ده هدف د حکمتیار زوم، همایون جریر دی. دا یو ښه نوښت دی، چې د کابل د جنګونو د جګړه مارو ډلو وارثان پرې اعتراف وکړی او له ولسه بښنه وغواړی!

یار صیب مخکې فرمایی:

که څوک د هغو مهاجرینو حالت ته لږ ځیر شوى وى چی له کابل ننگرهار ته مهاجر شوی وو نو په آسانۍ به پوه شوى وو چی دوى د کابل د پښتون مېشتو سیمو اوسېدونکی ول، د هود خېل، تره خېل، بگرامی، ده سبز، رحمن مېنی او نورو هغو سیمو چی د کابل ائتلافی حکومت په راکټو ویشتلې او بمونه ئې پرې ورول. له دې ښکاری چې د هغه وخت مهاجرینو ته یوازې دی صیب ځیر شوی او دا نوره نړۍ هسې پټې سترګې وه، زه خو نور څه نه وایم ځکه چې ابۍ سر زورې ده خو بیا هم خلک پوهیږی کیسه له کومه ځایه ورانه ده، یوه خبره درته بله کوم، چې دا خپل بړیڅی دې هم تر سپږمو را وستی وو.

حکمتیار صیب باید سل کاله پس په امریکا کې زېږېدلای وای:

.له دې خبرې مې هېڅکه د یار صیب توهین هدف نه دی، ځکه چې زه کله ناکه سوچ کوم چې موږ به د ده فیلسوف!! په خبرو او افکارو!! نه پوهیږو او ځینې مغرض عناصر به د ده پر ضد منفی تبلیغات کوی نو بیا دغه سوچ راسی چې کاشکې سل کاله پس په امریکا کې زیږیدلای وای. خو بل خوا چې د ذهنی مریضانو تاریخ ګورو له خپلې خبرې تېریږو.

:    دپاپړو عقل

د ملتیار صیب په نوم یو ورور لیکی

کله کله راته سوال پیدا شی او همداسې نا ځوابه پاتې شی، چې دا حکمتیار صاحب ولې له دومره عمیقې(؟) مطالعې سره ځینې وخت طفلانه خبرې لیکی؟ 

ځواب یې ډېر اسان او ساده، تاسو ته یوه د راز خبر کوم چې د یار صیب پاپړ ډېر خوښیږی تل ورسره د ((لېز)) پاپړو خلتې پرتې وی ، نو دپاپړو به څه عقل وی؟! که تاسو سره دا سوچ وی چې حکمتیار صیب به کله دا طفلانه خویونه پریږدی، نو تاسو کوښښ وکړئ دی صیب له پاپړو را واړوئ او کله یې چې خوراک د سړیو شو بیا هم یو څه تمه ترې ممکنه ده. خو زه ښاغلی ملتیار صیب ته وایم چې په تا یې څه؟! قحط الرجال خو نه دی، چې تاسې ده بې چاره پسې را خیستې، په پای کې دنیم انجینر ټولو خواخوږو او بړېڅو ته مشوره ورکوم چې تاسو حکومتیار صیب ته ووایاست، زارۍ ورته وکړئ سر ورته سرتور کړئ چې نور مو مه شرمه وه بس دی له ده ښاغلی چا د تفسیر، حدیث، فقهې او مقارنه کې دلیکلو ګیله کړې؟! دِغه صیب ته چا ویلی چې پښتو کې ځان له ریښتین او الفت سره سیال کړی وای، موږ دې مسلمانی کې شک کوو ته راته مریدان نیسې. حمکتیار صیب غواړی چې له ځانه ویټامن کل جوړ کړی دا ناشونې ده هسې … کې باد وهلی! بله دا چې دا شعر تاته څنګه پنځلس کاله پس در یاد سو ستا دا علمی تحقیق!! به خالی نه وی یا به دې خپلو بړېڅو ته لیکلی وی او عامو خلکو ته که اول هدف وی نو د دغومره خوارۍ ته اړتیا نه وه، ځکه چې د یو چا د عقل سویه دومره وی چې تا رهبر منی، نو هغوۍ ته د ځان سپینولو ضرورت نسته او که غواړې چې عام ولس پرې وغولوې نو د ط ټکی یې کې درباندې چې څوک به یې درسره ومنی هغه کوم خلک دې چې په باټو غلط کړی ول یا هغه وخت ویده ول او ستا مشری یې منلې وه؛ اوس دې هغه خوبونه ابو ته ووایه! یو چا راته دجهاد د وخت د یوې جلسې کیسه کوله چې کچه ګړۍ کې د حزب ضد اسلامی جلسه وه او باران ورېده خلک په تنګ شول نو حکمتیار صیب په ډېره با حساسه بیانیه کې وویل چې هلته خلک دسرو مرمیو لاندې ژوند کوی او تاسې دلته باران ته نشی ټینګېدای؟! خو چې کورته لاړو او جذبه مو کیناسته، پوه سو چې رهبر صیب خو پخپله د چترۍ لاندې ولاړ و!! زه نه غواړم د حکمتیار صیب پر زرینو کارنامو او اقوالو خبرې وکم ځکه چې پرتوګ دې سوړې سوړې راوړ چې هره سوړه دې ګنډم ژړا رازینه

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا