گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » نیم رئیس جمهوراو دیو امپراتورخوبونه!
نیم رئیس جمهوراو دیو امپراتورخوبونه!

نیم رئیس جمهوراو دیو امپراتورخوبونه!

 Zaman Muzameel Name 10

د نواندیشی یادونه : محمد زمان مزمل د ټولو هغه چا لپاره چی د روسی ښکیلاک پر وړاندی یی د پیښور ګرمۍ تیری کړی او څه نا څه د سیاسی پوهی خاوند وی آشنا نوم دی . دا نه یوازی له دی لامله  چی ګنی هغه د مدینی منوری له پوهنتون څخه د لوړو زده کړو  د زده کړو د فراغت سند ترلاسه کړی او وروسته یی د مجا هد نما ډلو ټپلو سره اوږه په اوږه د افغانستان د ددغه نه تیریدونکی ناورین له هغه لمړنیو شیبو د روسی  یرغلګرانو او دهغوی د داخلی بړیڅو  په وړاندی ټوپک او وسلې ته لاس آچولی دی بلکه زیاتره په دی دلیل چی هغه  د مجاهدینو او په ځانګړی توګه د حزب اسلامی د هغه فکری بغاوت د سرغندو یانو د « نه » ویلو پګړۍ پر سر تړلی وه . خو ددی سره سره دده په کوچنې ونه وجود کی دسیاسی او فکری روڼاند والی او« دینی اجتهاد » نیالګې وچ پاته شو کوم چی پکار ؤ د افغانستان د اسلامی نهضت د یوه تکړه سرغاندی په توګه یی باید په ډینامیک ډول او د انسانی ژوندانه د ضرورتونو د حل لپاره یی  د یوی جهانی علمی اجندا په توګه وړاندی کړی وای . کیدای شی دابه د افغانستان او ټول ختیځ پر سرباندی د تاریخی اسلام د قرئت د غوړیدلیو سیورو نتیجه وی کوم چی د ښاغلی استاد  محمد زمان مزمل  سیاسی او مبارزاتی ژوند یی هم تر آغیزی لاندی راوستی ؤ . په دی وروستیو کی دهغه یوه لیکنه د ژمن ویب پاڼې لخوا په ډیر ښه صحافت او زیار سره خپورشوی دی . هغه په دغه لیکنه کی چی  د « نیم رئیس جمهور او د یو امپراتور خوبونه!» تر نامه لانی یی خپره  کړی ده  ډیرې اساسی ستونزی په ګوتو کړی دی . خو ددی سره سره یی هیڅ شانی دحل لاره ښودلی نه ده . او دا  د زیاتره  منتقد ینواو نیونکو  ګډ میراث دې . موږ له ژمن پاڼې څخه په مننه د استاد مزمل صاحب همدغه لیکنه چی کیدای شی پخوا به یی کښلی وې خو بیای هم د ښاغلی استاد  مزمل صاحب  د وروستیو فعالیتونو په ارتباط  له پا کستانه خپریدونکی د آج په نامه د یوی   تلویزیونی شبکی له هغه مرکی سره درته خپرؤ کومه چی  د روان کال د آپریل په میاشت کی د پاکستان ته دیوه رسمی سفر په ترځ کی خپره شوی ده   تر تاسو دررسؤ و . 

 

پرون یو تلویزون د ارګ په روایت وویل چې داکتر اشرف غني ویلي دي چې هیچا ته به اجازه ورنکړي چې افغانان پخپلو کې بې اتفاقه کړي. د ډاکتر د دې خبرې نه معلومیږی چې د کابل مشران د پخوا په شان ډېر ناوخته له خوبه راپاڅېږي او بیا چې راپاڅي هغه یې له خولې اوځي چې په خوب کې یې لیدلي وي.ډاکتر صاحب لکه چې پرون بیده وه چې د جان کیري فرمان ته یې د یوه دوه سري حکومت په منلو د یوه داسې بدرنګې ادارې او بې اتفاقه مسیر اجازه ورکړه چې نه پکې دی د دې هېواد له مشرۍ نه خوند واخلي او نه به پکې ملت له زړه پر هغه باندې د یوه ریښتینې مشر مینه ماته کړي.ډاکتر صاحب په همدې کانفرانس کې د پروني کرزي په نیمه هم ځای نلري او دې خپله تر هر چا ښه پوهیږي چې امریکا د ده حکومت پورې داسې چچ وتاړه چې د یوه عادي قوماندان بدلول هم په کابل کې خلک د خپل کمیدي حکومت په کردار تکرار خندوي.

په داسې لویو قضایاو کې هېڅوک او بیا هغه څوک چې د امریکا د ملاتړ او حضور پرته پخپله خاوره کې وزن نلري د دې حق نلري چې ووايي چا ته به اجازه ورنکړي چې افغانان پخپلو کې بې اتفاقه کړي.د اجازې کلیمه د ۱۸پيړۍ د مړو امپراتورانو سره د خاورو لاندې شوه د دې خبرې ویل او عملي کول اوس ګران دي.داکتر صاحب په هاغه اوله ورځ کې په افغانستان کې د بې اتفاقۍ هغه ازغي وکرل چې دی به پخپله پکې یو کال وروسته د تلو توان ونلري.په دویم قدم کې داکتر اشرف غني هغه ورځ چې د امریکا سره یې د امنیتي تړون په ۲۴ساعته کې امضا کاوه په دې نه پوهیده چې دا پکې د بې اتفاقۍ هغه کمزوری کار و چې کرزي پکې د خپلې ټولې کمزورۍ باوجود ځان په تېرو ۱۴کلونو کې وساته.د شوروی سره د تېرو نظامي تیروتنو سوابقو ته یو لنډ نظر ښيي چې په ملتونو باندې تپل شوي نظامونه همیشه د همدغسې تړونونو په سلسله کې خپله واکمني په ملتونو تپلي دي ولې ملتونه د دغسې نظامونو او د دغسې تړونونو نه په مناسبه فرصت کې دغسې ځان ژغوري لکه افغانانو چې د دغو تړونونو نه ملت وژغوره.دلته په افغانستان کې د یوه واحد ملت د جوړولو او یا ساتلو قضیه څومره د حکمرانانو صحیح فهم ته ضرورت لري هغه د دغو حکمرانانو د اجازې او یا نه اجازې پورې تړلې نه ده.که څه هم د امیر امان الله خان په تګ په افغانستان کې ارګ ته مناسب حکمرانان نه دي ننوتلي ولې بیا هم نادر خان او سردار محمد داود خان پکې دا تهذیب خپل کړی و چې کم له کمه د یو محب الوطن حکمران په حد کې د ارګ له تنهاکوونکي جاذبې نه بهر له خپل ولس سره پيوند ولری.ولې وروستي حکمرانان پکې ټول همدا یو عیب لري چې د خلکو کور ته په داسې طریقو ننوتل چې د ارګ تنهاکوونکې جاذبې هغوی له خپل ملت نه شکیدلي وساتل.سردار محمد داود پکې هغه وروستی حکمران و چې هره پنجشنبه پکې کله پغمان او کله د پل چرخي په سړک د خپلې لور په دریوري او د یوه قومندان په شوشه له ارګه ووت او بېرته ارګ ته ستنیده.د سردار په مرګ بیا په افغانستان کې چا داسې حکمران ونه لید چې علی الاقل پخپل ولایت کې د عادي ژوند یوه نمونه وړاندې کړي.

دا هېواد او دا ملت داسې کسان نه شي متحد کولای چې هره ورځ د پردۍ پروسې په لړ کې خپل ملت تقسیموي او د نورو په حکم یې وژني.یو حکومت چې په دوه برخو افغانستان تسلط نلري او یو حکومت چې د پردیو نظامي اډو پرته پخپل هېواد کې د ټيکې هېڅ نلري هغه په کوم منطق دا دعوه کولای شي چې چاته به اجازه ورنکړي چې افغانان بې اتفاقه کړي الا مګر مطلب يې دا دی چې هغوی د افغانانو نه مطلب ارګ ته ننوتي عملیې ته افغانان ووايي بیا نو صحیح ده چې پخپلو اشپزانو دې ډېر فکر کوي چې د امین ټوکه پرې تکرار نه شي. وروستی خبره پکې دا ده چې ایا دا د داکتر صاحب خپله خبره ده او که د ملي وحدت د مشرانو ګډه خبره ده؟

نو اندیشی د هرچا او هرڅنګه  افکار په آزاده توګه تر تاسو دررسوی چی هیڅکله هم د نو اندیشی پاڼی د تائید او یاهم د تردید په معنا نه شی انګیرلې .

 سرچینه : دژمن پاڼه 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا