گـزیده اخبــار
خانه » شعر هنر و ادبیات » نړیوال کلې Global Village
نړیوال کلې   Global Village

نړیوال کلې Global Village

                       نړيوال کلې      Global Village    

     

  

 

     جوړوي له نړۍ کل             تاته ځای کلي کې نشت

  دا خو نه شی ته منلې           چی دې ځای کلي کې نشته

   نو ته چيرته به اوس درومې     په هر لور دوی مسلط دي

   غرونه هم په دی نړۍ دي       هلته هم ددوی کړۍ دي

    دا د کلي ديوالونه        دومره جګ دي لکه غرونه

  لاری ټولی دوی نيولي       کنډونه دوی څارلي

   که دغره په سر کې لار ده    خو دا لار ددوی تر څار ده

  د هوا موجونه هم اوس           دوی قبضه کې دي نیولي

دوی هر څه باندی قبضه کړي     تابع کړي دوی ديوان دي

 يا پخپله هم دیوان دي           دوی له ذاته د سر کوزي

 ځناور ځناور ښکاري           چی له ورايه ورته ګوری

 دوی په سمه په غرښکاري      د نفاق تخمونه شيندي

 منافق ددې زمان دي           په خوله يو او په زړه بل څه

 د انسان و ګمراهۍ ته          لاس نيوونکي د شيطان دي

 دوی پخپله شيطانان دي        مونږ يي خپلو کې اخته کړو

دوی له ورايه راته خاندي      مونږه غوښی د خپل ځان خورو

 تش هډوکي دي راپاتی        اوس هر څه ددوی په لاس دي

 دوی په غوښو تپي غوښی     دوی چا غيږي لا چاغيږي

هره ورځ چی اوس تيريږي      دوی په بيړه لا غټیږي

 مونږ واړه  شو لا واړه شو    له پخوا نه ډیر واړه شو

 مونږه نور هم واړه کيږو      يو له بله جدا کيږو

 د انسان مغزونه هم اوس     دوی قبضه کې دي نيولي

 دا چی ستا په سر بادار دی    چی ستا مشر يا سردار دی

 په کرسۍ دوی کينولې        سر تر پايه دا غلام دی

 ددوی مغز د فکر نه دې      دا په پله دبل روان دي

پټی سترګی دوی روان دي   دا چی تاته مخکښ ښکاري

ته يي  ستايي ټولې چارې   ستا په اند چې دا روڼ اند دي

دا لا کله په خپل اند دي      دوی د نورو ژوول شوي

خپل جاغورکې دي ځای کړي   شخوند په خوند ورباندی وهي

تانه هر څه خپل هير شوي     ددوی شخوند دې خوند درکړې

د تاريخ له ذبالې نه           د پردو له تفالې نه

دی بی اندو اند درکړی      دوی نړۍته دې دام ايښې

ته چينجې د دغه دام یي     ته اسير هم ددې دام يي

ته ددوی مقصد لپاره         قربان شوی هم بدنام يي

ستا وجود ککړ په زهرو     چې په تا باندې يرغل کړي

هغه هم ککړ په زهرو        دا مرض دوی ایجاد کړې

خو پر تا يي درتپلې          ته له ځانه خبر نه يي

له خپل ځانه يي رټلې        نور له دی حالته وځه

ته پخپله ترې راوځه        که حالت دې بدل نه کړی

بل به يي هيڅ دربدل نه کړي   که تغير ځان کې رانه وړی

نور دی شتون خطر کې وينم    ته دی اصل ته ورستون شه

بيا د میني ښه مضمون شه    که تغير په قام کې غواړی

نو خپل ځان ته تغیر ورکړه   ته مسؤل د خپلو چارو

شه راستون له غيرو لارو    بندګي د نورو پريږده

ته د يو الله بنده شه         لاس د بل په ولو مه ږده

خپلو مټو باندې وياړه       له ذاتي ګټو نه تير شه

د ولس ګټی دی غواړه     پيتاوي خوبونه پريږده

علم او پوهی ته ملنګ شه   متقي شه ښه انسان شه

د خپل نفس سره په جنګ شه   پر مختګ د خپل ولس ته

هر مسلک کې پوهه غواړه     سوله پوهه او دعوت

ستا د اصل دې صفت         نور ټوپک ته دمه ورکړه

د قلم نوکه کړه تيزه        چاپیريال دې پوهنيز کړه

توغ اوچت بيا د ختيځ کړه    بس دا لار د پرمختګ ده   

 چی په پوهه ځان سنبال کړی  لاس دی بل ته اوږود نه شی 

 نور پخپله ځان اکمال کړی

د ټاټوبی له ښایسته پاڼۍ څخه په مننه   
       
              http://www.tatobay.com

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا