گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » نـوم دی څــه شــی ده ؟ خــدا بــزنـه تــو واری ازبــک بــی غــیـرتــه !
نـوم دی څــه شــی ده ؟ خــدا بــزنـه تــو واری ازبــک بــی غــیـرتــه !

نـوم دی څــه شــی ده ؟ خــدا بــزنـه تــو واری ازبــک بــی غــیـرتــه !

nauandeshi kabul 18

 

نوم دی څه شی ده ؟ …خدا بزنه تو واری ازبک بی غیرته !! هغه کلیمات دی چی پهلوان دوستم یی د څو بریدګرو سره په خبرو کی بیانوی .او دلته په دی لنډه شانی ویدیو کی یی لیدلای شی .

نواندیشی کابل : د ننیو باغیانو – سیاسی مخالفینو او د ښاغلی کرزی د وروڼو په وړاندی د  فاریاب په جګړه کی د پهلوان دوستم ګډون او ونډه آخیستنه د ټولو  قومی ، مذهبی رابرانو لپاره  چی هیڅکله به هم د قوم او ټولنی رښتیانی « رهبران !» جوړ نه شی یو لوی چلنج دی چی که غواړی ځانونه د خلکو استازی ؤبولی نو په دغه وخت کی چی د ښاغلی غنی سیاسی مخالفینو ، ننیو باغیانو او د پخوانی ارباب حامد خان کرزی  مرورو وروڼود افغانستان  ددغه ښائیسته ټاټوبی هره یوه برخه په وینو لړلی ده ، او ددغه په وینو لړلی برخی  څخه په استازیتوب دلته په کابل کی ټول را ټول شوی دی او هان چی له دغه سیمو ډله ، ډله  راغلی کسان عریضې په لاس دا ډوډې ماره «مچران »پر مخ د وزیر صاحبانو په کورونو او دفترونو ور ننوزی . عجیبه خویی لا داده چی همدغه ډوډۍ ماره « مچران » نه شی کولای چی د اوړی او ژمی رخصتیو څخه په ګټه د همدی عریضه په لاس پلویانو له ډاره خپل کلی ته ورستانه شی . خو ددی سره سره پهلوان دوستم توانیدلې دی چی له کابله تر زابله د خپل نفوذ او اغیز ساحه په کلکه سره وڅاری او وساتی .

چی ددی پرګنیز او کاریزماتیک نفوذ د را ټیټولو لپاره ددی پر ځای چی ددغه نفوذ د پاته کیدو لامل پیدا او پر ځانونوکی یی د را ټوکیدو او بنسټیز والی لاری او کانالونه ولټوی په خواشینې سره باید وویل شی چی ددغه زړور او مخور کلیوال  چی هیڅله یی هم د کراماتو دعوی نه ده کړی او نه یی  هم له خپلی ټولنی ځان پورته بللی ، نه یی د سل په سلو کی د اسلامی حکومت په دروغجن شعار خلک غولولی او نه یی هم د اخلاقو د سپیڅلتیا دعوی پر مخ بیولی ده . یوازی یوازی یی ځان د ژوند په ټولو لوړو او ژورو کی خپل خوار ، بیسواده ټبر په ځان پسی روان کړی دی . ګمان نه کوو چی دغه ساده ازبک ټباره کلیوال مخوربه  چی عبدالرشید دوستم نومیږی د خپلو خوارو ازبکانو سره هغه د ګډژوند مزه  د ډهلی له  تخت سره برابره کړی . موږ هیڅ شانی قضاوت نه کوؤ تاسو درانه لیدونکی له ځینو پټو حقائقو خبروؤ . تاسو یی ددغه حقائقو په رڼا کی څنګه بولی ؟  

wallaho ahlam 25

 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا