گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » ننګــرهــارته درئیـس غنی داعـشې ســفراو داعشــی شعــارونه!
ننګــرهــارته درئیـس غنی داعـشې ســفراو داعشــی شعــارونه!

ننګــرهــارته درئیـس غنی داعـشې ســفراو داعشــی شعــارونه!

nauandeshi kabul 18

نواندیشی کابل : د افغانستان د ملی وحدت د حکومت د لوی قلعه ارګ څخه یوه خپاره شوی ویډیوئی اعلامیه او په کابل کی ځینی تلویزیونی شبکی دا  په ډاګه کوی چی محمد اشرف غنی د افغانستان د ملی وحدت په نوم د جوړی شوی اداریی مشر په یوه کاری سفر د پاکستان پولې ته څیرمه پروت د ننګرهار ولایت ته سفر وکړ او هلته د دریو ختیځو ولایتونو کنړ – لغمان او ننګرهار د والیانو له لوری ورته تود هرکلې وؤیل شوچی د ښاغلې رئیس غنی له لوری هم دغه داحترام مراتب ؤمنل شول . د ملی وحدت حکومت مشر رئیس غنی له هغه وروسته چی د ددریو ختیځو ولایاتو له راوستل شویودینی علما ؤ ، مخورو، سپین روبو خپلی دورځینی ژوند  ستونزی او مشکلات په ګوتو کړل نو ښاغلی سردار محمد اشرف خان غنی د تل په شانی بی مصرفه داعشی ټوپک را خلاص کړ او د خپلی داعشی وینا په ترځ کی چی معمولأ د ضمیر مفرد متکلم پر بڼه  « زه د افغانستان د وسه وال پوځ اعلی سر قوماندان ….یا زه د افغانستان ؤلس مشر او داسی نورو سره پیل کیږی اولس ته په چیغو ، چیغو ؤو یل چی زه هغه کلیمات نلرم چی له تاسو نه مننه وکړم …نن چی زه له تاسو سره ددغه شملې سره غږیږم او زه د افغانستان د اولس مشر په توګه غږیږم دافغانستان ددغه بچیو د قربانیو نتیجه ده او دجایدادونو او ځمکو غصب هیڅ د تحمل وړ نه دی . ما قوماندان صاحب د امنیی ته هدایات ورکړی ؤ . شریزاد صاحب ته زه دغصب تحمل نلرم د ټولو غاصبینو دکانال واخله او په ټولو باندی د محکمی نه امر داحضار واخله . نه یی منم ، نه یی منم ، نه یی منم ، دچاپه زور الوزی ؟ اولس د ننګرهار غاصب نه منی ، !!که اولس یی نه منی نو اولس مشر یی هم نه منی ، !!

همداشانی  والاحضرت سردار محمد اشرف خان غنی دداعش سره د مبارزی په هکله ؤویل چی داسی پروپاګند کیده چی ګنی  ستاسو اولسمشر چی داعش یو لوی خطر بولی دا یی له نړی څخه د پیسو د را ټولولو په غرض د دنړې لپاره یو خطر ګڼلې دی  خو اوس جوته شوه چی نه ! داسی نه ده زموږ اراده او اسلامی ارزښتونه دداعش سره په کلکه مخالف دی . ترټولو جالب او زړه بګنؤونکې برخه هم د ښاغلی رئیس غنی په ویناؤ او شعارونو کی همدا برخه وه چی له امنیه قوماندانه غواړی د ټولو غاصبینولست تیار او له محکمی څخه یی دنیولو او جلبولو امرترلاسه کړی ، خو ناڅاپه یی په زړه کی د یوه بل افسر ښاغلی وزیری کمزوری ور سترګو ته کیږی اولکه یو مست کوچیانې زنګی  ملی اردو ته امرکوی  چی باید ټول دځمکو غاصبین ؤوژل شی .

خو وائی چی دروغجن حافظه نلری بیانو چی کله والاحضرت  سردار اشرف خان غنی د داعش سره د خواخوږې احساس پر ننداره کوی نو ځان دیوه لرغونی تمدن وارث بولی او وایی چی موږ صحرایی محکمه نه منو بلکه باید په یوه رسمی محکمه کی پری تور ثابت شی . د ښاغلی والاحضرت غنی په ګمان یوازی د هغه څوګ کولای شی صحرایی محکمه دائره او دیوه خونریز جلاد په څیر د خس دزدانو د سرنوشت په هکله فتوی صادره کړی چی  کم له کمه هم رنګ هر جماعت خو وی .!!

                                 ترکاڼې د بیزو کارنه دې !

سیاسی  کتونکی او شنونکی وائی چی دښاغلی سردار محمد  اشرف خان غنی دا ډول اوتی بوتی او بی مصرفه شعارونه او ویناوی په خپله د هغه د بی کفایتې اود ملی وحدت په نوم د اداری لپاره د نه کفایت څرګندوی دی . ښاغلی سردار محمد اشرف غنی دامت برکاته د خپلو خبروپه ترځ کی د جومات او ارګ ترمینځ د واټن د لیری کولو په هکله هم خبری وکړی او ویی ویل چی ما له تاسو سره وعده کړی ده چی د ارګ او جومات ترمینځ واټن به لیری کوم نو ځکه خو زه همدا اوس د ننګرهار ولایت له علمآؤ او روحانیونو غوښتنه کوم چی له خپل ملی پوځ څخه په کلکه ملاتړ وکړی ….. خو ښاغلی  اشرف غنی د نړی دوهم لمبر متفکر شاید د جومات او ارګ ترمنځ واټن را کمول یا له مینځه وړل یوازی د جغرافیاوی بدلون په بڼه ګوری  خو دغه دنړې دویم لمبر متفکر ته باید په ډیر درناوی یادونه وکړو چی د منبر او ارګ ترمینځ واټن له مینځه وړل هله ممکن دی چی د انسان په وجود کی د اسلام د مقدس دین پربنسټ د  عقلانی مکانیزم د جوړښت پر بنیاد یوه دلاری او پرمختګ اجندأ موجوده وی او بنیادم پر جمعی داسی مشرتابه باور ولری چی د افرادو پر ځای پر نهادونو او ډینامیک سیستم ولاړه  روحیه پر یوه غښتلی فرهنګ واړول شې  . خو لکه چی هوښیارانو ویلی دی ترکاڼی د بیزو کار نه دی .!!

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا