گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » میندي لیونۍ دي نادانې دي !
میندي لیونۍ دي نادانې دي !

میندي لیونۍ دي نادانې دي !

ghazi khan zazai Face book 05

                      سړی حیران شي،

دا انتحاري یې نن نیولی.

مور پلار به یې په څومره مینه نوم رحمت الله پرې اېښي وي. څه خبر ول چې له ده به غضب الله جوړېږي. څومره ورځې به یې مورکۍ سر پرې تړلی و، او لېټۍ به یې خوړلې، څونه به یې دا مرداري شونډي په ګوتو ور ښورولي او جوجوجوجوجوجوجو به یې ورته ویلي وي. څومره به یې پوزه ور پاکه کړې وي، څومره به یې په ورڼي کې تړلی او خلاص کړی وي، څومره کلیمې به یې ورسره ویلي وي، څو ځله به یې په ټنډه د سلایۍ کرښه ور تېره کړې وي چې ګوندې ښایسته ښکاره شي او څوک یې نظر نه کړي، څومره وارې به یې وړه ترې ځار کړي او دېواله ته شیندلي وي. څومره سپېرکۍ او بادیان به یې په بسم الله بسم الله ورکړي وي، څومره ژېړ پرتګونه به یې کارېز ته وړي او هلته د کلي په اوبو ور مینځلي وي. څونه به یې د بخت زمینې سندرې ته ګډولی وي او څیس څیس څیس به یې ورسره کړی وي. چې را لوی شي، خر انتحاري ورنه جوړ شي.

Pashtana Moor 27

اصلی خبر داسی دی چی گنی د ملی امنیت لوی ریاست منسوبینو د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې یو تن ځانمرګی بریدګر په نوم د رحمت الله د نورمحمد زوی، د کندهار ښار د لسمې ناحیي د منزل باغ سیمي اوسیدونکی چې د طالبانو ترهګری ډلي د ځانمرګو بریدونو د مسوول جبار آغا په دستور د فرضي کرښې هاخوا څخه د کندهار ولایت امنیی قوماندان ښاغلی عبدالرازق باندې د ځانمرګي برید په موخه راستول شوی وو، له نیکه مرغه خپلې ناوړې موخې ته له رسیدو د مخه د کندهار ښار له اړوندو سیمو څخه ونیول شو.نیول شوی کس د څیړنو پر مهال په خپل جرم اعتراف او زیاته کړی ده چې د فرضې کرښې هاخوا په چمن سیمه کې د طالبانو په ترهګریزو مراکزو کې د ځانمرکي بریدونو له زده کړی وروسته د طالبانو د ځانمرګو بریدونو مسوول جبار آغا په لارښوونه د کندهار ولایت پر امنیي قوماندان باندې د ځانمرګي برید په موخه راستول شوی وو.د یاد ځانمرګی بریدګر په نیولو سره په کندهار ښار کې د یوې دردناکې ترهګریزي پیښي مخنیوی وشو.

نواندیشی د هرچا اوهرڅنګه افکارپه آزاده توګه تر تاسو دررسوی چی هیڅکله هم د نواندیشی پاڼی د تائید او یاهم د تردید په معنا نه شی انګیرلې .

د ښاغلی غازی خان ځاځی صاحب له فیس بک پاڼۍ څخه 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا