گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » مومن خان مشهور په استاد بیلتون د هنر مینه وال پریښودل او له دې فانې نړۍ یی سترګې پټی کړی
مومن خان مشهور په استاد بیلتون د هنر مینه وال پریښودل او له دې  فانې نړۍ یی سترګې پټی کړی

مومن خان مشهور په استاد بیلتون د هنر مینه وال پریښودل او له دې فانې نړۍ یی سترګې پټی کړی

nauandeshi kabul 18

Enalellah wa Ena Elahe Raje oon18

نواندیشی کابل : مومن خان چی د استاد بیلتون لوګری په نوم یی د خپل هنری ژوند پوړۍ وهلی وې نن ددوشنبی په ورځ د لړم په اتلسمه خپل هنری مینه وال پریښودل او  د ۹۵ کالو په عمر د کابل په یوه روغتون کی یی ساه ورکړه . استاد بیلتون د نن نه ۹۵ کاله پخوا د خورد کابل په چکریو کی دغه نړې ته سترګی پرانیستلی او هلته یی ماشوم والې تیر کړ .ویل کیږی چی په هم هغه کوچنی والی کی یی مور او پلار له لاسه ورکړل او د خپلی مشری خور تر سیوری لاندی لوی شوی ؤ .استاد بیلتون خپله ناروغی په داسی حال کی تیره کړه چی هیڅوګ یی پوښتنی ته ورنه رغلل او د امریکا غږ آشنا تلویزیون سره خپله ګیله داسی بیانوی .

استاد بیلتون په داسی حال کی چی د ژوند زیاته برخه یی د موسقی هنر ته ځانګړی کړی وه په ډیر درد او غم له دی فانی دنیا سترګی بټی کړې.

استاد بېلتون چې په پښتو او دري ژبو يې سندرې ويلي د خپل عمر ډېره برخه يې موسيقۍ ته بېله کړې وه. بېلتون د لوګر سبک د موسيقۍ له مخکښانو بلل کېده او پخپله يې هم ښکلی رباب غږاوه. په ډیره خواشینې سره باید وویل شی چی هغه د فارسی ژبی د مشهور متل ته په کتنه زموږ د هیواد د کلتور چارواکو دهغه له مرګه وروسته دهغه پرقبر د ګلانو د ګیډیو د ایښیدو مسخره شوی ډرامه په دی ډول اجرأ کړه .  

ده د افغانستان په ملي راډيو تلوېزيون کې ډېرې سندرې ويلي او د کابل راډيو د خپرونو له پيله يې له دې راډيو سره همکاري لرله.د نواندیشی تربیون  له لویه خدایه هغه ته جنتونه د خدای بښلی استاد بیلتون پاتی کسانو ته صبر  او د هیواد چارواکوته د هنر په لاره کی د هنرد مخکښانو د رښتیانی  درناوی توفیق غواړی .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا