گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » مولانا صاحب دی کی څه وایاست ؟
مولانا صاحب دی کی څه وایاست ؟

مولانا صاحب دی کی څه وایاست ؟

نواندیشی پیښور : هغه متل دی چی وائی پکه دا دی بله سپکه !! هغه ورځ می په پیښورکی  د  یوی تلویزیونی شبکی پرمخ دا سی ویدیو فیلم کوت چی د پیښور د یوه ډیر نامتو او مخور کس ملک اقبال د واده مراسم یی د بل یوه نارینه هلک کاشف چی په رانی شهرت لری خپاره کړل  نو نیغ په نیغه  په همدی خیبر پښتونخوا  کی د جهاد دهغه  مذهبی اجاره دار مولانا  فضل الرحمن فتوای می  ترسترګو شوه کوم چی وائی په افغانستان کی انسان وژنه او وینه تویونه ځکه فرض ده چی ګواکی هلته د الله ج احکاموته  په رڼا ورځ سپکاوئ کیږی او هلته بهرنیان راغلی دی او  د فساد هډې او مرکزونه یی روان کړی دی  .!!! دلته په خبر کی راغلی ؤ چی په پیښور کی په لمړی ځل یوه نارینه دبل نادینه سره واده کړی دی .

Mula Fazel Rahman and Nawaz sharif and Mullah Abdulghafoor Haider 10

هسی خو دغه د هلکانو سره او همجنس بازو ترمینځ یوځای کیدل اویاهم د یوځای کیدو لپاره په سلګونو ډوله نوری طریقی د هغه فطری انسانی غرائزو په درلودلو سره چی انسانان ورسره مخامخ دی له ډیرپخوا په غربی او یا هم ختیځه نړې کی رواج لری او کله چی وایو انسان په فطری توګه یو ګناهکار مخلوق دی په ټولنه کی په دغه طریقو دا شانی عملونه سرته رسول د ګناهونو لویه بیلګه ده . خو د حیرانتیا وړ داده چی دانسانی غرائزو د اشباع دغه طریقه حتی هغه څه بللی شی چی ورته نکاح وائی او نکاح د نارینه او ښځی ترمینځ د هغه دائمی  فطری تړون نوم دې چی په اسلامی  شریعت کی ورته  نکاح ویل شوی ده . په ډیر صراحت سره باید وویل شی چی د انسانی فطری غرائزو د اشباع دغه لار که هرڅه وی ، وی به خو هیڅکله هم د نکاح پر مفهوم نه شی تعبیریدای . او ترټولو زیاته جالبه او دخندا وړ خو بیا داده چی د همدغه ماحول او محیط په فساد ککړ ځینی بلوا خوښونکی اود اسلام د مقدس دین  دتاریخی قرئت پلویان د ملا فضل الرحمن په مشرتابه د نورو په ځانګړی توګه د افغانستان د خاوری د مظلومو اوسیدونکو  د هدایت او لار ښؤنی لپاره فتواوی ورکوی . دادی ددغه فیلم یوه کوچنی برخه له تاسو سره هم شرکوؤ .

 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا