گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » لیکــوال؛ نظــرونه او لیــــدونه !
لیکــوال؛ نظــرونه او لیــــدونه  !

لیکــوال؛ نظــرونه او لیــــدونه !

Nazar Mohamad Mutmaein Name 03

ټول انسانان ازاد او خپلواک دی، هر څوک بویه خپل نظر او فکر یې.  د اسلام مبارک دین او اخلاق د انسان د بشپړې ازادۍ له پاره  لارښوونه کوی، ولی د الله جل جلاله د سنتو مخالف ځینې کسان، ټولنې  او حتی حکومتونه د انسانانو د غلامولو په فکر کې دی. ستونزه له همدې ځایه راولاړېږی چې چاته د خپل نظر د څرګندولو حق ورنه کړل شی. ډېری وخت د نظر دغه ډول سانسور په ټولنه کې د انفجار لامل شی. وروستی عربی پسرلی هم د دغسې یوه فکری او نظری سانسور یو انفجار ګڼلی شو.بېلابېل نظرونه او اندونه په ټولنو کې شتون لری، اوس زموږ د هیواد د شرایطو په نظر کې نیولو سره د نظرونو، اندونو او بیان ازادی  اړوند لاندی جوړښت وجود لری:

Lekwaaal 27

لومړی: هغه لیکوال، ژورنالسټ، شاعر  او د سیاسی چارو شنونکی چې خپله ازادی په هر ډول شرایطو کې ساتل غواړی، دغه ډله کسان ډیر لږ دی، دوی د هیڅ ډلې تر مادی، دولتی او یا هم تهدید تر تاثیر لاندی ځان نه راولی، بلکې د خپلو خلکو حقیقی تصویر وړاندی کول غواړی، داسی تصویر چې د خپل ولس ملی ګټې یې پکې خوندی وی.ولی ممکن ده چې دغه ډله په عقیدوی لحاظ او ځینو نورو ټکو کې له بېلابېلو اړخونو سره مشترکات ولری، او هر هغه کار چې د ولس په ګټه وی، هغه که د هرې ډلې له خوا وی، هغه ته په مثبت نظر ګوری، د هرې ډلې ښه ته ښه او بد ته بد وایی، همدی ډلې خپل ځان ته د بیان ازادی او د ولس خدمت هدف ټاکلی وی، د هیڅ ډول مادی او نورو امتیازونو تر تاثیر لاندی نه راځی.دغه ډلې ته سخته ده چې له نیوکو او غبرګونو سره دی مخ نه شی، حتی په یو وخت کې د بېلابېلو ډلو او بېلابېلو نظرونو لرونکو کسانو له نیوکو او غبرګونو سره مخ کیږی. همدا لامل دی چې همیش دغه د حق‌ ویونکی او په ازادی باور لرونکی د لیکوالو، ژورنالسټانو، شاعرانو او سیاسی شنونکو ډله کوچنۍ وی او له بېلابېلو ستونزو سره مخ کیږی.

spanta and mujadedi 21

دوېم: هغه لیکوال، ژورنالسټ، شاعر او د سیاسی چارو شنونکی چې ځان کومې ځانګړې ډلې ته منسوبوی، دوی ځان ته حق ورکوی چې د خپلې ډلې په ګټه تبلیغات وکړی او هدف یې دا وی چې د خپلې ډلې اړوند د عام ولس ذهنیت مثبت لورته واړوی، دغه ډله لیکوالان، ژورنالسټان، شاعران او سیاسی شنونکی معلوم وی، د دوی خپل قناعت همدا وی چې د کومې ځانګړې ډلې له پاره کار وکړی او د خپلې ډلې د مشرانو مرسته او همکاری له ځان سره لری.

Anchi medehand 27

درېیم: هغه لیکوال، ژورنالسټ، شاعر او د سیاسی چارو شنونکی چې د معلوم معاش په مقابل کې کار کوی، هر څوک چې ورته معاش ورکوی د هغه له پاره خدمت کوی، خپل هدف نه لری، ځان په کومې ډلې پوری مربوط نه ګڼی او نه د کومې ځانګړې ډلې او نه هم د کوم ځانګړی هدف له پاره کار کوی .تاسی د هیواد او انیس ورځپاڼې وګورئ، داسی ښاغلی شته چې د بېلابېلو حکومتونو په وخت کې په یادو ورځپاڼو کې یې کار کړی او د هر حکومت د تګلاری مطابق خپلې لیکنې، شعرونه او سیاسی تبصرې خلکو ته وړاندی کوی، همدا ډول د کابل راډیو او کابل ټلویزون یې بل ښه مثال کیدای شی. دلته قضاوت نه کوو چې څوک ښه دی څوک نه، یوازې د لیکوالو نظرخاوندانو کټګورۍ جلا کوو.

Jub and Mony27

څلورم: داسی ډله ده چې نوم او نښان یې نشته، په مستعار او پردی نوم باندی د معاش په مقابل کې د پردیو د اهدافو له پاره کار کوی، دوی همدې ته ګمارل شوې وی چې د ادارې له خوا  کوم څه ورته ویل کیږی هغه په منظم ډول سره عملی کړی، که په خپل نوم دغه ډول کار کوی، بیا خو یې خلک پېژنی، ډله او تګلاره یې خلکو ته معلومه وی، ځکه همدا ډله کسان په کومې ځانګړې ډلې پوری تړلی وی او یا خو به د حکومت له پاره چوپړ کوی، نو له دی امله ده چې په پردیو نومونو لیکنې، شعرونه، راپورونه او تبصرې په ټولنیزو رسنیو او ځینو ځانګړو او  پټو ادارو په ورځپاڼو او مجلو کې وړاندی کوی.د دوی لویه موخه داوی چې له نابلده ادرس څخه ملی ګټو ته د ژمن انسان په ډول په ځینو ازادو کسانو نیوکې وکړی او د هغوی شخصیت تر سوال لاندی راولی، همدا ډول غواړی په پردیو نومونو خپل د مخالفی ډلې لیکوال، ژورنالسټ، شاعر او سیاسی شنونکې تخریب کړی. جالبه دا ده، چې دوی سره له دې چې د واکمنو په ګټه او ننګه هم لیکنه کوی او د هر هغه لیکوال او نظر خاوند پر ضد لیکنه کوی چې له حکومت سره متفاوت نظر لری؛ خو بیا هم پر خپل نوم دغه لیکل نه شی کولای.دوی د دوېمی او درېمی ګټګورې مختلط ترکیب دی، ځان یې کومې ځانګړې ډلې ته منسوب کړی وی خو معاش هم ورته مهم وی، که معاش نه وی بیا کار نه کوی .

shohrat 27

ځینې داسی کسان هم شته چې دا په ډله کې نه راځی، البته تر ډیره سیاستوال داکار کوی، د خپل ځان د شهرت له پاره داسی لیکنه کوی چې د نورو سیاستوالو او چارواکو توجه خپل ځان او شخصیت ته جلب کړی، داکار ځینې خپله کوی او ځینې بیا نورو ملګرو لیکوالو ته دنده سپاری، کله دهمدې تاکتیک له مخې همدغه کسان په لوړو دندو هم ګمارل کیږی.همدغه کار ځینې ځوان او بې تجربې لیکوال، ژورنالسټ او سیاسی شنونکی هم کوی، په بل نوم لیکنه داسی ترتیب کوی چې د ځان په ګټه او د ځان مهم ښودلو له پاره پکې جملی کارول شوې وی، هدف یې داوی چې ځان خلکو ته په خپله خو په مسعار نوم ور وښیې، چې ډیر وخت د دغه ډول لیکنو تفکیک لیکوالان په اسانۍ سره کولای شی.له دی ورها خوا ممکن ځینې داسی نورې کټه ګورئ هم ولری، مثلا ځینې کسان یواځی د مذهبی افراطیت له پاره کار کوی، ځینې کسان د اهل تسنن مذهب او ځینې یې د اهل تشیع مذهب، ځینې یې د سلفیت، ځینې یې د یهودیت، ځینې یې د عیسویت، ځینې یې د سیکولریزم، ځینې یې د بودایزم او هندویزم او ځنیې یې د نورو مذاهبو له پاره کار کوی.اوس که ښه ځیر شو، نو لومړۍ ډله کسان هغه څوک دی چې په لاندی ټولو کټګوریو کې به په یو نه یو ډول رقیبان ولری.د هیواد په اوسنیو شرایطو کې ځوانو لیکوالو، ژورنالسټانو، شاعرانو او د سیاسی چارو شنونکو ته اړینه ده چې د یو بل د نظر، نیوکې، سپارښتنې  زغم ولری، مسایل په علمی ډول سره بحث کړی، مناقشه یې علمی وی، سالمو او رغنده انتقادونو او سپارښتنو ته غاړه کیږدی.په دی هیله چې د جنګ، تاوتریخوالی او د ښمنی پر ځای زموږ ځوان کهول د سولې، امن، یووالی او هیواد د پرمختګ له پاره خپل استعدادونه وکاروی.

نو اندیشی د هرچا اوهرڅنګه  افکار په آزاده توګه تر تاسو دررسوی چی هیڅکله هم د نواندیشی پاڼی د تائید او یاهم د تردید په معنا نه شی انګیرلې .

 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا