گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » لیــکـــوالان کــه جــګــړه ایــزو ستـــو نـــزو تـــه لــــمن وهــــوونــــکـــــي !
لیــکـــوالان کــه جــګــړه ایــزو ستـــو نـــزو تـــه لــــمن وهــــوونــــکـــــي !

لیــکـــوالان کــه جــګــړه ایــزو ستـــو نـــزو تـــه لــــمن وهــــوونــــکـــــي !

hejazi nasim in Afghanistan 24

د نواندیـــشی یادونه : دغه لیکنه چی تاسویی لولي د نواندیشی تربیون د عمومی سرپرست په ځانګړي ایمیل رارسیدلی ده چی په دی هیله یی تر تاسو دررسؤ و او پرخپرولویی اقدام کؤو چی که چیری زموږ خواږه دوستان د نواندیشی پاڼه د هغې د نشراتی پالیسی  او اصولو سره ، سره د څه خپرولو لپاره رالیږل غواړی نو په مهربانې سره یی زموږ د  ځانګړې برښنا لیک په پته را ولیږې . موږ تل زیار باسو چی ستاسو لیکنی په پوره دقت او بی پرې والی سره تر تاسو در ورسوؤ . دادی یوځل بیاهم د نواندیشی دبرښنا لیک پته په لاندی توګه کاږو .

په   ډیر درنښت

د نواندیشی فنی څانګه

Sk55588@gmail.com

( نسیم حجازي په افغانستان کې  لیکنه محمد یار) همدا نن راته یو دوست دغه لیکنه راولیږله چې ویې لولم، خو  اوله  پوښتنه یې دا وه چې دنسیم حجازي ناولونه دې لوستي که یا ؟  ما ورته ووېل د تروږمۍ مسافر مې لوستی خو اوس مې په زړه نه دی. راته یې وخندل ویې لیکل چې دا لیکنه ولوله درپه زړه به سي.او دا لیکنه مې ولوسته لږ لږ را په زړه سو، خو دې لیکنې راته ځينې پوښتنې پېدا کړې چې غواړم تاسو سره یې شریکې کړمدنسیم حجازي ناولونه مې په زړه دي چې دهیواد پیاوړي سرمقاله لیکوني، ژباړونکي او ښه لیکوال ښاغلي زبیر شفیقي به لیکل ، په پیښور کې به ژباړل کیدل، هیلې مجلې به روته کمپاین کاوه،  دملي تحریک د مشر ښاغلي اسماعیل یون په واسطه د افغانستان ګوټ ګوټ  ته رسیدل او ځوانانو به لوستل. دټولو په خولو همدا ناولونه ول، اوس یې هم ډيری دخپل تلارې الهام بخښونکي بولي.

راځو دښاغلي محمد یار لیکنې ته دی وايي:

۲۰۰۳(ز کال و په سهیلي پښتونخوا کوټه کې د پښتو ادبي غورځنګ له خوا (پښتو نړیواله څیړنغونډه) جوړه شوې وه، د لروبر افغانستان له کونج- کونجه مشران و ځوان لیکوال ورته بلل شوي ول؛ له کندهاره یوه ډله په حکومتي او بله هم د خپلواکو فرهنګیانو په چوکاټ کې ورغلې وه، زه یې طبعاً چې له دا آزادو والاوو څخه وم.نورې کیسې یې څه کوئ، هر څه یې په زړه پورې ول خو زه به د خپلې لیکنې د یوې برخې خاطره درسره شریکه کړم:پر دریځ مې په پښتو ادبیاتو کې د داسي آثارو له نه شتونه شکایت وکړ چې تلوسه و جاذبه ولري، لوستونکی ور کش کړي او په مطالعه یې معتاد کړي، ما د نسیم حجازي د ناولو مثال ور کړ چې ډیر کشش لري، لوستونکي ورپورې موښلي، تر پایه یې لولي نو دغه ډول آثار باید په پښتو کې هم ولیکل او هم ترجمه شي.زما څخه وروسته د کوټی نامتو داستان لیکوال او کالم نګار فاروق سرور سټیج ته ودرېد او په خورا خواشيني سره یې زما د نظر په غبرګون کې راته اشاره وکړه چې، زه دغه زلمي ته وایم چې ته د خپل ځان او خپلو ادبیاتو له ارزښته خبر نه یې، ته خپل د داستان هیرو نورمحمد ترکي نه پېژنې، که دې پیژندلای نو د یوه بې حیثیته پاکستاني صفت به دې نه کاوه، ته هغه ولوله چې هغه ستا د ټولنې څومره په زړه پورې تصویر ایستلی دی، ستا ټولنه یې په څومره قوت معرفي کړې ده، تا هغه نه دی مطالعه کړی او پاکستانی نسیم حجازي دې کتلی او بیا یې تبلیغ کوې، ته په دې هم نه یې خبر چې هغه پخپله په پاکستان او په خپله اصلي ژبه اردو کې هم کوم حیثیت نه درلود نو په پښتو کې به یې ترجمه څه اهمیت ولري)و ….

ښاغلی  محمد یار بل ځای کاږي:

(ما عصمت زهیر ته وویل چې زما مطلب د نسیم حجازي ستاینه او تبلیغ نه وو بلکې دا مې ویل چې باید په پښتو کې دغسې آثار ولرو چې خلک ور جذب کړي ځکه د نسیم حجازي ناولونه چې پښتو ته تکړه ژباړن محمد زبیر شفیقي ژباړلي دي، بېخې ډېر لوستونکي لري،

Akhri Mareka 25

د ده اول ژباړل شوی ناول (وروستی مورچل) چې په کندهار کې تر ټولو مخکې ما ولوست بیا مې په ځوانو فرهنګي کړیو کې باب کړ او دا لړۍ ډیره ګرمه روانه شوه، هلته به د ده د نورو ناولو ژباړو ته ځوانانو شېبې شمارلې، زما کار چې هلته فرهنګي فعالیت او د بېنوا فرهنګي ټولنې په چوکاټ کې د بېنوا کتابتون پرانیستنه وه، نو له دې لارې مې دغه ناولونه تر ډیرو ورسول.نه پوهیږم چې عصمت زهیر و صادق ژړک به زما د ملګرتوب په خاطر په دې باب زما نظر یو مخ نه رداوه که به یې رشتیا هم راسره منله؛ په هر صورت هر څه چې وو، زه وروسته– وروسته دي نیتجې ته ورسېدم چې دې مسلې ته محترم فاروق سرور په څومره ژور نظر کتلی ول او دې پایلې ته رسېدلی وو چې د نسیم حجازي ناولونه زموږ په ټولنه کې د افراطیت د زهرو خپرېدو لپاره څومره دقیقه او مؤثره پاکستانۍ پروژه وه.)

ښاغلی یار زیاتوي:

( په دې باب تر دې مخکې هم هماغه د طالباني حاکمیت په دوران کې مفکر اسدالله غضنفر اولین تشویش را اچولی وو؛ یوه ورځ په کابل کې د اول الرحمن رودوال په درملتون کې، چې هغه وخت د کښېکښل شوو فرهنګیانو یوازنی دمه ځای وو، له اسدالله غضنفر سره مخ شوم، دی مې د داستان د متخصص په صفت پېژندلی وو نو د نسیم حجازي له ناولو څخه چې تازه په تازه ښه پوره متاثره وم، یادونه مې ورته وکړه، ده په ډیر بېخونده انداز عکس العمل وښود او ویې ویل، نه! هغه هیڅ شی هم نه دی! چې رشتیا شي زه هغه وخت حیران شوم چې دا څنګه د داستان ماهر دی چې د نسیم حجازي نوم ډېر بد پر ولګېد؟ خو ډېر وروسته مې د سد سری خلاص شو چې غضنفر او سرور ولي دا ناولونه زهر قاتل بلل، البته (زهرقاتل) د دوی لفظ نه دی مګر زه چې اوس د هغوی نتیجې ته رسېدلی یم نو وایم چې هغوی به هم په زړه کې زهرقاتل بلل خو ما ورسره د بحث چانس و نه موند او د دوی په غبرګونو کې تر ډېر سوچ او عیني تجربو وروسته په دغه مطلب پوه شوم.)

او بیا دامین انځور لیکنه را اخلي:

«پخپله پاکستاني لیکوالان په دې باور دي چې نسیم حجازي او دهغه د کتار نور لیکوالان د ذوالفقار علي بوټو له وخته د رسمي لیکوالانو په بڼه راپورته شوي وو او دنده یې داوه چې په سیمه کې به د روان تشدد لپاره ذهنونه برابروي که هغه د کشمیر په مسله کې وي او که د افغانستان.دې لارې ته د رسيدو لپاره هغوی ته د بین المذاهب کشمکشونو د اړودوړ کیسې ښه مواد کېدای شول، هغوی مسلمانانو ته غیر مسلمان ټولنې داسې ترسیم کړې چې په خپله ځوان مذهبي افکار په داوطلب ډول د یو بل په خلاف سره ودریږې او د دې اور ترشا یو کرغېړن هدف په اسانۍ تر لاسه شي چې هغه هدف د نورو ترڅنګ یو هم په اوږد مهاله جریان کې د پنجاب د ساتنې لپاره د جنګیالیو پیدا کول وو……. د بدبختۍ خبره دا ده چې دوی اوس دغه وایرس ډوله لیکنې له پولي هاخوا خپلو رقیبو قومونو ته د هغوی په ژبه ور ولیږلې او دافغانستان تر څنګ د هندې مسلمانانو تر منځ هم د نسیم حجازي ناولونه په درز سره لوستل کیږي پاتې خو لا د ننګرهار پوهنتون لوستی قشر چې غواړې افغانستان د ناول د کیسو له مخې ړنګ کړي».زما یوه پوښتنه داده چې لومړی ښاغلي زبیر شفیقي دغه ژباړې ولې کړې دي؟  ده دنسیم حجازی څو کتابه په ډیرې خوږې پښتو ژباړلې دي، ایا ده  دامین انځور په وینا دپاکستان له شومو موخو سره په شعوري ډول مرسته نه کوله؟ که چیرې و وایو چې نا ، خو دغه نا له منطق عقل او واقیعیت نه ځکه لرې بریښي چې ښاغلی شفیقي له عامو وګړو نه  نه دی، بلکه یو اګاه لوستی او شعوري اخوانی دی، دی دافغانستان له وتلیو سر مقاله لیکونکو څخه دی، چې سر مقاله لیکنه دهر لیکوال دوس خبره نه ده،دی دپښتو ژبې له وتلیو لیکوالو او ژباړونکو نه دی چې ژباړه او لیکوالي هم څه اسانه خبره نه ده، دی دافغانستان او سیمې  په ټولو سیاسي  جریاناتو خبر شخص دی چې دا هم کوچنۍ خبره نه ده، او زه باور لرم چې دی دنسیم حجازي  پ دلیکنو په موخو پوهېده داځکه دی خپله یو اخوانپاله انسان دی، نو فکر نه کوئ چې  زبیر شفیقي دپاکستان افغان ضد پالیسۍ او په افغانستان کې دپاکستاني موخو لپاره دجنګیالیو په روزنه کې به شعوري ډول مرسته کړې ده؟ ماته خو په دې خبره کې شک نه رامعلومیږي،هغه زبیر شفیقي چې زموږ هر پښتون او هر افغان یې نوم په درنښت اوري هغه زموږ په لوستي ځوان نسل کې دافغان ضد زهرو په زرق کولو کې له هر چا لوی لاس لرلی دی، چې لا به یې له  ای اس ای نه څوني  کلدارې اخېستې وي،  هم پېسې هم شهرت هم  احترام واواه شفیقي صیب  دمور شیدې سه،زخو زه درته بخښه نه کوم.

راغلو بلې خبرې ته یار ساپ چې د فاروق سرور او غضنفر ساپ په باب  څه کښلي دي دا مانا ورکوي چې دوی هم هغه وخت پوهیدل چې د نسیم حجازي ناولونه به زموږ په ټولنه کې څونې مشکلات پیدا کړي، نو زه له غضنپر ساپ او فاروق سرور ساپ څخه دا پوښتم چې هغه وخت مو ولې ږغ نه پورته کیدئ؟ ولې مو ځوانان له دې خبرو نه خبرول؟ ولې مو په دې باب څه نه لیکل، تاسو خو هغه وخت کوچنیان نه واست، تاسو هغه وخت هم دغسې نومونه او شهرت درلوده لکه اوس یې چې لرئ، تاسو ته هغه وخت هم دغسې خپل وطن ګران و ، نو بیا ولې چوپ واست، له پاکستان بیریدئ، که دزبیر شفیقي له خپه کیدو څخه ، دزبیر شفیقي د خپه کېدو لپاره مو ټول پښتانه په اوبو لاهو کړل؟ نو ستاسو او دتوپکیانو، دزبیر شفیقي او دپاکستان دنورو جاسوسانو تر منځ فرق په څه کې سو؟ هماغه دو پانزده یک سي دی.  او غضنپر ساپ تاته وایم، ته چې د ازادۍ راډيو  دتعلیمي برخې مشر سوې ، دوه ورونه دې هم په ازادۍ راډيو کې لو لو خلک دي او د تاند  ویب سایټ چلول دې هم راشروع کړل، بیا دې ولې ژغ پورته نه سو، دا ځکه چې تاسو پوهیداست چې زبیر به شفیقي به درڅه خوشاله وي، او بل دولت هم چندانې دولت نه دی څوک دې پوښتنه نه کوي او که سم دولت وای نو بایده چې ته ، شفیقي ، یو ن  اوسرور یې باید محکمه کړی وای، او شفیقي یې باید  په دار خیږولی وای ، وای وای چې دا واک زما په لاس کې وی نو داسې سل شفیقیان  به مې درته  د دار پر سر ځړولي وای چې بیا چا دخپلو شخصي ګټو لپاره زما وطن په اور نه وای کښینولی

اوس راځو یون ته ، زه پوهیږم چې پیسې درته ګرانې دي، خو دا هم مه هیروه چې دغه پیسې دې هم ددغه وطن په نوم ګټلې دی دغه نوم دې هم ددغه وطن لپاره پېدا کړی دی، او ته ولاکه لیونی وې چې هغه وخت دې دزبیر شفیقي دژباړو په معنا نه پوهېدې، ښه سو، ستا په جلال اباد او لغمان کې یې  درته دپاکستان جاسوسان وروزل، تایې کتابونه تر کندهاره رالیږل، تاورته په هیله مجله کې کمپاین کاوه، اوس ماته ستا او دزبیر شفیقي تر منځ کوم فرق نه رامعلومیږي.

 ژړا راځي، په خدای چې ژړا راځي، زموږ چې دمشرانو او لیکوالونو دغه حال دی نو زموږ بېسوادان څه ملامت دي؟ له ځانه او له داسې لیکواله مې کرکه وسوه.

نو اندیشی د هرچا اوهرڅنګه  افکار په آزاده توګه تر تاسو دررسوی چی هیڅکله هم د نو اندیشی پاڼی د تائید او یاهم د تردید په معنا نه شی انګیرلې .

 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا