گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » له شهید اونې څخه ابزاری ګـټه آخیســـتل اودحضرت صاحب داستخــارې باروت!!
له شهید اونې څخه ابزاری ګـټه آخیســـتل  اودحضرت صاحب داستخــارې باروت!!

له شهید اونې څخه ابزاری ګـټه آخیســـتل اودحضرت صاحب داستخــارې باروت!!

شهید او شهادت په اسلامی فرهنګ کی لوی او ځانګړې ځای لری او له کله نه چی په ګران افغانستان کی د خلق دموکراتیک ګوند پرمشری د غوائی کرغیړنه کودتا سرته ورسیده او د وخت د شوروی اتحاد ابرقدرت د افغانستان پر ځمکه او هوا د خپلی کرغیړنی استعماری سلطی سیوری خوری کړی نو د افغانستان میړنې اولس هم په میړانه دجهاد او دځان څخه ددفاع په خاطر ټوپک ته لاس کړ او دځان او ملی نوامیسو څخه په دفاع کی یی دشهاد ت جامونه وڅکل نو هره ورځ د شهید او شهادت فرهنګ هم د افغانستان په وروستنی تاریخ کی بنسټیز کیده خو د مجاهدینو ترمینځ خپل مینځی جګړې او انسان وژنو چی د مجاهدینو د حکومت پر مهال تر سره شوی له دغه نوم څخه ابزاری ګټه آخیستل هم پیل شول او هان تردی چی هر یوه جنګ سالار د خپلو شهیدانو هډوکی د مادی ګټو د ترلاسه کولو په موخه پر اوږو کړل او د خپلو ځانګړیو اهدافو د ترسره کولو په غرض یی د سودا او معاملی پر میدان کی په ډیره کمه بیه د خرڅیدو لپاره لیلام ته وړاندی کړل . غوره مثال یی همدا د افغانستان د نامتو قهرمان احمدشاه مسعود او نورو شهیدانو د یادغونډی دی چی څنګه د سیاسی موخو ته رسیدو په موخه په کارول کیږی او آن تردی چی زموږ د ټولنی روحانی مشران او پیشوایان هم په دغه شان فرمائیشی یا دغونډوکی خپلا دزړه بړاس او باسی . لکه څنګه چی خبریاست د روان میلادی کال د سپتمبر په نهمه نیټه په هغه غونډه کی چی د ملی قهرمان احمد شاه مسعود او شهید اونې تر نامه لاندی د لوی جرګی په تالار کی جوړه شوی وه د افغانستان د یوه روحانی جهادی مشر حضرت صبغت الله مجددی د وینا په وړاندی عکس العمل وښود او هغه یی پری نه ښود چی په دغه مناسبت خپله وینا سرته ورسوی .

که څه هم د شهید احمد شاه مسعود د بنسټ مشر احمد ولی مسعود – جمهوری ریاست ته نوماند او د شهید احمدشاه مسعود نږدی ملګرې عبدالله ، عبدالله – د جمهوری ریاست مرستیال محمد یونس قانونی د حضرت صبغت الله مجددی څخه د هغه ورځی  د پیښی څخه  د بښنی پرموخه د مجددی کورته ورغلل خو بیاهم ځینو لمسؤنکو داسی کړیو چی نه یی له مجددی صاحب ښه راتلل او نه هم احمدشاه  مسعود د هیواد لوی اتل بولی د خپلو موخو ته درسیدو په هیله د لوی جرګی یعنی په هم هغه ځای یعنی د لوی جرګی په تالار کی چی څه موده وړاندی د ښاغلی مجددی صاحب په وړاندی عکس العمل د ځان سپکاوئ ګاڼه راټول شول او هغه یی د خپلو غرضونو سر ټکی جوړ کړ .  اوهرچاپکی نورو ته په سپکو سپورو ویلو خپل دزړه بړاس واایستو .

موږ چی په ټینګه د هرچاد  انسانی او ټولنیز  وقارپر ساتلو باور لرو په ځانګړی توګه د  حضرت صبغت الله مجددی په شانی یوه سپین روبی روحانی او جهادی مشر چی د عمر وروستې کالونه به یی  وی پر وړاندی هر ډول ناروا څرګندونی  په کلکه غندو خو ددی تر څنګ له ټولو هغه ډلو او ټپلو هم په کلکه غوښتنه کوؤ کوم چی د داسی جهادی او معنوی مشرانو ترڅنګ یی مورچلونه نیولی دی او هغوی د خپلو مادی او دنیاوی ګټو ته درسیدو په هیله د پیغمبرانو او د خدای ج د اولیاؤ په قطار کی دروی او ورته خوبونه ګوری او د استخارو لائیق یی بولی .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا