گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » لــه آمـــو تـــر ابـــاســـینه !
لــه آمـــو تـــر ابـــاســـینه !

لــه آمـــو تـــر ابـــاســـینه !

Qiamudien Khadem 01 May 2015   

دپښتو ژبی د خوږ ژبی شاعر ښاغلی تراب پورتنې دکلمه د نواندیشی په خوښه غوره شوی ده 

درندو او عزتمنو دوستانو (خویندو وروڼو) بیا می هم درناوی او ښې هیلې ومنی ، نن می یو څو ماتی ګوډې کرښې چی دنن څخه لس کاله مخکی سره پیلې وی ، او دا کرښې زماد خپل میاشتنی اخبار لمر او په امریکی د دافغانانو د۲۴ ساعته رادیو څخه نشر شویدی . امید چی د نظم له محتوا څخه څه واخلی .او که نظم کوم کمی زیاتی ولری ، مینه وکړی اصلاح کړی .

په ادبی مینه ، داکتر ثریا خادم

Le Amo Tar abasina 01 May 2015

دنارنج دګل غوټۍ دی چی رژیږی

دنرګس دا ښکلې سترګې چی رپیږی

د ریدي ښکلی ګلان چی زرغونیږی

دګلابو ګل عطرونه چی مشام ته هم رسیږی

د رامبیل چمبیل ګلان چی مړاوی کیږی

کشمالی غونچې ، غونچی چی راپریکیږی

Ashke Yateem 01

دیتیم دا ښکلی اوښکې مرغلرې دې تویږی

کونډې رنډې چی له لوږې نن رپیږی

زمونږ سپین ژیری چی هر خواته دوی کش کیږی

د آسمان دا ښکلی ستوري چی ځلیږی

هم آسمان نه هغه نور چی راویریږی

هندوکش په سر له ورایه معلومیږی

دسپین غر ښکلی چینې چی رابهیږی

هم چی واورې یی اوبه کیږی را تویږی

وچې ځمکې خړوبیږی زرغونیږی

د هیرمند دخولې ځګونه را بهیږی

دمرغاب د زړه چینې چی راڅڅیږی

دکنړ دسین غړمبار چی را یادیږی

د پغمان پاکی اوبه چی رابهیږی

دآمو ښکلې اوبه چی هم مستیږی

په هر لورې هرې خوا چی روانیږی

دافغان پریشان رګونه د غزیږی

دشهید دا پاکې وینې نه دریږی

ولسونه په هرخوا چی روانیږی

پرګنې موهم پریشانه هم ځوریږی

دملت آواز په هر خوا اوچتیږی

ولسونه پرګنې پری خبریږی

زمونږه ملک بیا دسره آبادیږی

old women 01May2015

په جهان کی به سپوژمۍ غوندې ځلیږی

افغانان به اباسین ته بیا رسیږی

زمونږ ملک به داغیارو ازادیږی

په آسمان کی به دلمر په شان ځلیږی

زمونږ هیلې به غوټي په شان غوړیږی

دګاونډو مخ به سل ځله توریږی

د افغان حق به دنیا کی ثابتیږی

لوی تاریخ به بیا له سره تکراریږی

دا زمونږه ارزوګانی به غوړیږی

لر اوبر افغان که دواړه همت وکا

نو یو لوی افغانستان به بیا جوړیږی

دآمو نه بحر هند ته به رسیږی

لوی تاریخ به بیا له سره تکراریږی

یادونه : ټایپ او دنظم ترتیب او لیکنه ـ

Dr sorya khadem 01

نیټه څلورم د جنوری کال ۲۰۰۵ .

تورنتو ـ کاناډا .

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د نواندیشی یادونه : د پورتنی خپاره شوی متن ویدیو کلیپونه او انځورونه د نواندیشی له ارشیف څخه غوره شوی دی او دهغی پړه هم پر نواندیشی ده . 

د دغه ښائسته اشعارو په رالیږلو کی د محترم غازی خان ځاځی صاحب څخه ځانګړی مننه کوو . 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا