گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » قومی مشر او د ولسمشر سلاکار جان محمدخان ووژل سو !
قومی مشر او د ولسمشر سلاکار جان محمدخان ووژل سو !

قومی مشر او د ولسمشر سلاکار جان محمدخان ووژل سو !

د کابل امنیتی چارواکو تائېد کړه چی د روزګان له پخوانی والی سره د ولسی جرګې استازى هاشم وطنوال هم وژل سوى دئ.
د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند حشمت ستانکزی ویلی چی په چاودونکو موادو سمبالو وسله والو نن ماښام پراته بجې په څلورمه کارته کی د جان محمدخان پر کور حمله وکړه، تر اوږده جنګ وروسته یې جان محمدخان، هاشم وطنوال او څو ساتونکی وژلی دی.
د ویاند په وینا د نوموړی کور د پولیسو له خوا کلابند دئ، خو داسی ښکاری چی لا وسله وال اوس هم مقاومت کوی.
جان محمدخان د روزګان پخوانى والی، د کرزی سلاکار او قومی مشر وو او هاشم وطنوال د ولسی جرګې په دواړو دورو کی د روزګان وکیل پاته سوى وو، دوى داوړه د ولسمشر حامد کرزی ټینګ ملاتړی بلل کېده.
تر دې شپږ ورځی دمخه په کندهار کی د ولسمشر کرزی ورور او د ولایتی شورا رئیس احمدولی کرزى د هغه د ساتونکی له خوا وژل سوى وو.بل خوا همدغه امنیتی  او خبری سر چینی خبر ورکوی چی له خدای بښلی جان محمد خان سره د ارزګان د خلکو استازې هاشم وطنوال  چی پخوایی د افغانستان د خلکو ددموکراتیګ ګوند د مرکزی کمیټی غړیتوب هم  درلود له جان محمد سره یوځای وژل شوی دې . تراوسه هیچا ددغه برید مسؤلیت په غاړه نه دی آخیستې . خو راپورونه وایی چی دښار څلرمه کارته چی  ښاغلی جان محمد پکی استوګنه درلوده تر ؤیره د پولسیو او امنیتی مقاماتو لخوا کلا بند شوی ده .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا