گـزیده اخبــار
خانه » شعر هنر و ادبیات » غزل پاتی شو نیمګړۍ !
غزل پاتی شو نیمګړۍ !

غزل پاتی شو نیمګړۍ !

                                          د هیواد د تکړه شاعر او لیکوال ښاغلی محسن عنایت د شعرونو له مجموعی څخه  

  خفه رانه  آشنا  شو  غزل  پاتی  شو   نیمګړې

  ژوندون مې نیمه خوا شوغزل پاتی شونیمګړې

   ما  وېل  د یار   زلفانو  ته  به   ښکلې  غزل   لیکم

   اوربل   د  یار  تالا   شو  غزل   پاتی   شو  نیمګړې

   بیتونه بس دا دوه  وو چې غزل ترې جوړیدای شو

     یو  ستا  او یو  زما  شو غزل  پاتی  شو  نیمګړې

     د  مینی د  یو والی غزل  ، چا  ټوټی   ټوټی کړ  

     غماز مینځ کې پید ا شو غزل پاتی شو نیمګړې

      زما دعشق حسین  بېا شهیدکړې کوم یزید  دې

      ټاټوبې  کربلا  شو    غزل  پاتی   شو  نیمګړې

        بیلتون  کې لیونتوب مې د مجنون  وو اوریدلې

      په ځان  مې شک پېداشوغزل پاتی شو نیمګړې

      په کلی کې ژوندون ورته په مینه کې  پیغور شو

     محسن  سر په صحراشو غزل پاتی شو نیمګړې

     د ټاټوبی د ښایسته پاڼې څخه په مننه http://www.tatobay.com

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا