گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » عبـدالـحکیم منـیب دحرکت انقلاب اسلامــی افغــانستان نـوی مشروټـاکـــل شو .
عبـدالـحکیم منـیب دحرکت انقلاب اسلامــی افغــانستان نـوی مشروټـاکـــل شو .

عبـدالـحکیم منـیب دحرکت انقلاب اسلامــی افغــانستان نـوی مشروټـاکـــل شو .

nauandeshi kabul 18

 نواندیشی کابل : دلته په کابل کی د یوی لوی غونډې په ترڅ کی چی د افغانستان د سلګونو تنو علمأ و او جهادی سیاسی مشرانو، ځوانانو او د هیواد د شهیدانو  دزیات شمیر مینه والو  په ګډون جوړه شوی وه  د حرکت انقلاب اسلامی افغانستان د مولوی محمد نبی د څانګی د مشر خدابښلی مولوی محمد نبی محمدی د دیارلسم تلین د نمانځلو په  ترڅ کی مولوی عبدالحکیم منیب د حرکت انقلاب اسلامی افغانستان د نوی مشر په توګه و ټاکل شو . په دغه غونډه کی چی زیات شمیر مخورو عالمانواو جهادی سیاسی شخصیتونو پکی ویناوی واورولی په افغانستان کی د ملی وحدت د حکومت رئیس ښاغلی محمد اشرف غنی پیغام چی په همدی مناسبت یی رالیږلې ؤ ولوستل شو او د پخوانی جمهوری ریاست  دوهم مرستیال او د اسلامی وحدت د ګوند مشر  ښاغلی محمد کریم خلیلی  همداشان پخوانی جمهوری ریاست ته کاندید نوماند قطب الدین هلال چه په ورته وخت کی د ګلبدین حکمتیار په مشرې د  افغانستان د اسلامی حزب نا اعلان شوی مرستیال هم دی ویناوی وکړی . ښاغلی عبدالحکیم منیب د خپلی وینا په ترځ کی وویل چی زه به تل هڅه کوم چی د خپلو مشرانو په نقش قدم ګام پورته کړم او هیڅله به هم د اسلام د سپیڅلی دین لوړ ارزشونه تر پښو لاندی نه کړم . 

همدا ډول ښاغلی منیب له امریکا غږ تلویزیونی شبکی سره په یوه مرکه کی دافغانستان له لوری د سولی د هغو هڅو ملاتړ وکړ چی په رښتینی اراده او په هیواد کی دیوی رښتیانې سولی په موخه ترسره شوی وی .دغه راز ښاغلی مولوی عبدالحکیم منیب وروسته له هغه چی دګوند د مشر په توګه وټاکل شو  په غونډه کې وویل چې ګوند به یې په هیواد کې له سولییزي لارې څخه د سولې ، زده کړو او د ځوانانو د اصلاح او تربیې لپاره لاس په کار شي.عبدالحکیم منیب وویل: په افغانستان کې د سولې د راتلو لپاره يواځنۍ لار دا ده، چې د جګړې ښکېلې ډلې په پوره ډاډ د خبرو مېز ته کېني او د سولې خبرې پيل کړي.نوموړي زیاته کړه : “د دوي ګوند له تاسيس څخه تراوسه په هېواد کې د تلپاتې سولې غږ پورته کړی، اوس هم د دې ګوند اصلي هدف په هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات ټينګښت دی او کوښښ به وکړي، چې د سولې د ټينګښت لپاره حل لارې ولټوي.”

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا