گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » طالبان اودکوئټی دشوری انحلال !
طالبان اودکوئټی دشوری انحلال !

طالبان اودکوئټی دشوری انحلال !

Nauandeshi Peshawar

پاکستانی پوځ ته نږدی مطبوعاتوخبرورکړی دی چی افغان طالبانو د کوټی هغه شوری منحل کړه کومه چی د طالبانو په تاریخ کی ترټولو له اهمیته ډکه دافغان طالبانونظامی او سیاسی ځواک استازی توب کوی . امت ورځپاڼه چی د پاکستانی پوځ په مرسته د له کراچي څخه د جماعت اسلامی د پخوانی ایالتی یوه مشر خدای بښلی صلاح الدین د زوم رفیق افغان له لوری په یوه وخت کی له څو ښارونو خپریږی په خپل یو راپور کی د کویټی د شورا د انحلال خبر خپور کړی دی .

 

quitta Conceel

ورځپاڼه لیکی دطالبانو نوی شوری به چی د هلمند شوری بللی شی ۱۶ تنه غړی لری او نوی شوری به نه یوازی دجنګ پروګرام جوړوی بلکه دوی به دطالبانو د اسلامی غورځنګ ټولی سیاسی او ټولنیزی چاری هم پر مخ بیایی . ویل کیږی چی د طالبانو نوی د هلمند په نوم شوری کی د حقانی شبکی قوماندان سراج الدین حقانی او د ملا محمد عمر زوی مولوی محمد یعقوب هم شامل دی . امت ورځپاڼه د خپلو استخباراتی منابعو له قوله لیکی چی د طالبانو د تحریک مشر مولوی هیبت الله آخندزاده په کلکه هوډکړی دی چی دتحریک ټول فعالیتونه به له دی وروسته د افغانستان په خاوره کی سرته ورسوی . ورځپاڼه لیکی چی نوی د هلمند شوری به خپل ټولی چاری په افغانستان کی دننه او دهرولایت په سطح سرته رسوی . درانه لوستونکی کولای شی ددغه خبر بشپړ متن د امت په ورځپاڼه کی ولولی .

سر چینه : له کراچی خپریدونکی امت ورځپاڼه 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا