گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » طالبانو دملا اختر منصور دغږپه خپرولو هغه ټول افواهات رد کړل چی ځینو رسنیو دده د مرګ اویا هم وژل کیدو په هکله خپاره کړی ؤ .
طالبانو دملا اختر منصور دغږپه خپرولو هغه ټول افواهات رد کړل چی ځینو رسنیو دده د مرګ اویا هم وژل کیدو په هکله خپاره کړی ؤ .

طالبانو دملا اختر منصور دغږپه خپرولو هغه ټول افواهات رد کړل چی ځینو رسنیو دده د مرګ اویا هم وژل کیدو په هکله خپاره کړی ؤ .

nauandeshi Peshawar 09

نواندیشی پیښور : پاکستانی مطبوعاتو چی په ټینګار سره یی د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور د وژل کیدو او یا هم ټپی کیدو خبر خپور کړی ؤ خبر ورکړ طالبان وتوانیدل چی د خپل مشر ملا اختر منصور له قوله دده په خپل غږ کی ټول هغه افواهات او شائعات رد کړی کوم چی د کابل د حکومت

د لمړی مرستیال د فرهنګی چارو د ریاست دمرستیال  سلطان فیضی له قوله د طالبانو په خپلیزو جګړو کی د طالبانو دمشر ملا اختر محمد منصوروژل او یاهم ټپی کیدو خبرونه خپاره کړی ؤ .

ځینی امنیتی سرچینی وائی چی دغه خبر د سعودی عربستان د امنیت دسازمان په وسیله د سلطان فیضی له لاری د ځینو نورو هدفونو ته درسیدو په موخه نشرته سپارل شوی ؤ .

 

 

خودیوی اونۍ په تیریدو دغه خبر د طالبانو دمشر ملا اخترمحمد  منصور  په غږ کی د خپاره شوی پیغام په وسیله دغه خبرونه داسلام ددښمنانو کار ؤباله . اووددغه مخابروی پیغم په ترځ کی ؤویل چی ګواګی ځینومطبوعاتو داسی راپورونه خپاره کړی دی چی ګنې د طالبانو ترمینځ اختلاف راغلی دی او د بلوچستان په کچلاک سیمه کی جنګ شوی دی اودلته غونډه روانه وه او دلته دطالبانو ترمیځ یوه ذات البینی شخړه را مینځ ته شوی وه او په هغی که زما نوم هم آخیستل شوی دی ګه ګنی هغه ټپی شوی او ځینو مطبوعاتو خو داسی راپورونه هم خپاره کړی ؤ چی ګنی هغه وژل شوی او په حق رسیدلی دی . وروڼو دا خبره اصلا حقیقت نلری . هیڅ شبهه یی نشته دا ددشمن تبیغات دی او دابی ځایه خبره ده هیڅ حقیقت نلری .

jang news Mullah Akhtar Mansoor Audio 06

په کالونو ما کچلاغ ندی لیدلې هم یی تاسوراسره ؤمنې .زه الحمد لله د خپلو ملګرو په مابین کی یمه او زه پوره اطمینان درکوم چی دا پیښه حقیقت نلری او نه هم پیښه شوی ده . ملا اختر محمد منصور د وردګو ولایت د سید آباد په ولسوالی کی د واقع  شوی پیښی په هکله دخپلی وینا زیاته برخه ځانګړی شوی ده . جنګ ورځپانه دپاکستان د نامتو خبریال سلیم صافی له قوله خبر ورکوی چی دغه خبری اصلی او د ملا منصور په خپل غږکی ثبت شوی دی ….

سرچینه : د اسلام آباد څخه خپریدونکی جنګ ورځپاڼه 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا