گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » سیاسی بی لاری یعنی سیاسی ضلالت!
سیاسی بی لاری یعنی سیاسی ضلالت!

سیاسی بی لاری یعنی سیاسی ضلالت!

dr soraya khadem 23

سیاسی بی لاری یعنی سیاسی ضلالت یا دحکومت بې سری څه معمولی خبره نه دی .مونږ ویلی دی چی حکومت یوه انرژی ده که بې جلبه شی لکه لویه زلزله یا د اټم بمب چی انفلاق وکړی ، عالمونه تباه کوی ، بی لاری حکومت دخپلې بقاء دپاره ملت هم بی لاری کوی او چی ملت بې لاری شی نو دایوه داسی خساره ده چی تلافی یی په اسانه ممکنه نه ده ، اما دغه بې لاری چی حکومتونه یی دخپلې بقاء دپاره غوره کوی ، په اخره کې خپله دحکومتونو دتباهې سبب هم شی .ځکه چی (( دظلم کاسه نسکوره ده )) ، حکومت دکفر سره پاته کیږی دظلم سره نه ، په قران کریم کی راغلی دی ! (( که خدای تعالی ځینې خلک په ځینو نه دفع کولای ، ځمکه به فاسده شوی وای !)) دحکومت لوی فساد دا دی چی د خارجی قوتونو اولویو دولتونو سره دخپل ملت په ضررسازش وکړی ، ددغسی حکومت لړیه علامه داده ، چی په شکاره نمایشی کارونه کوی ، مګر په خفا کی خپله هم پیسی ټولوی او خپل ولی نعمت ته چی دغسې مرتجع حکومتونه منځ ته راو ړی اوبیا یی ټینګوی ، هغه ته هم په خپل وطن کی کلتوری ، اقتصادی او سیاسی امتیازات ورکوی .په دغه شان مرتجع حکومت دملت په وینو او غوښ، آخته وی ، خوری یی او دقران حکیم په اصطلاح (( نران یی وژنی او ښځې ” ښځونکی” یی ژوندی ساتی . )) زمونږ دپیغامبر (ص) وینا ده (( ددنیا محبت دټولو ګناهونو سر دی .)) نو چی حکومت دپیسو په مینه کی غرق شی ، بیا نو هرڅه هیر کړی .

تر دې چې ځان یی هم هیر شی ، پیسه نعوذ بالله خدای ګڼی او ورته سجده کوی ، دژوند څرګنده اوښکاره خوا وینی او بنیادی او معنوی ډډه یی له پامه ولویږی ، دی فکر کوی چی په پیسه هرڅه کیږی او که ولوید ، بادار یی شته راټینګ به یی کړی .په دغه شان دوطن کاڼې ، بوټی ځان ته دښمن کړی او هرڅه ورته توره بلاشی ، فضاء یی ځانته په خپله مسمومه کړی وی ، تنفس په کی ورته مشکل شی آغا هم نور بی نفوذه حکومت نه غواړی ، بیا نو دغسی حکومت له مینځه ولاړی شی . هر حکومت چی په دغه ډول بی سره ، بی لارې او په سیاسی ضلالت آخته شی ، نو به لاندی وسایلو تشبث کوی !!!

ماکیاولیزم و بوروکراسی

۱ـ ماکیاولیزم

۲ـ بروکراسی

۳ـ غلامانه بلاکبازی

۴ـ جبونه بی طرفې

۵ـ خارجی امتیازات

۶ـ دوازې دروازې ګمرکی سیاست

۷ـ مخلوط اقتصاد

۸ ـ پّ ملت بی اعتبارې

په دی ټولو کی مراد هماغه یوڅو ټکی وی !

په پیسو اتکاء ، دبادار استرضا او ملت له پښړ غورځول .

پای

نو اندیشی د هرچا اوهرڅنګه  افکار په آزاده توګه تر تاسو دررسوی چی هیڅکله هم د نواندیشی پاڼی د تائید او یاهم د تردید په معنا نه شی انګیرلې .

 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا